د مالیزیا لومړی وزیر: موږ اسراییل په رسمیت نه پېژنو

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي، چې اسراییل په رسمیت نه پېژني او د فلسطین له خلکو ملاتړ کوي.

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي، چې اسراییل په رسمیت نه پېژني او د فلسطین له خلکو ملاتړ کوي.
ښاغلي ابراهیم دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په پیرو کې د اسیا - پاسیفیک اقتصادي همکارۍ په سرمشریزه کې د یوې خبري غونډې پرمهال کړې دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، نوموړي هر هغه وړاندیز رد کړ چې له مخې یې ویل کېدل د مالیزیا حکومت پلان لري چې له اسراییل سره خپل ډیپلوماټیک واټن کې بدلون راولي.
نوموړي د سي اېن اېن سره په مرکه کې ویلي، چې مالیزیا د فلسطین د خلکو "عدالت غوښتنې" لپاره باید د اسراییل په اړه خپل دریځ ثابت وساتي.
هغه زیاته کړې، که څه هم اسراییل په ملګرو ملتونو کې غړیتوب لري؛ خو د دوی حکومت یې په رسميت نه پېژني.

په امریکا کې د مسلمانانو مشرانو په ټاکنو کې له دونالډ ټرمپ څخه ملاتړ وکړ؛ خو اوس د هغه په کابینه کې له نویو ګومارنو سخت «نهیلي» شوي دي.
هغوی رویټرز ته ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د مارکو روییو له ټاکنو خوښ نه دي.
د فلاډلفیا اوسېدونکی پانګهوال او د «ټرمپ لپاره د مسلمانانو» د ډلې بنسټ اېښودونکي رابیول چودري وایي:« ډونالد ټرمپ زموږ له برکته بریالی شو؛ خو موږ یې د بهرنیو چارو د وزیر په ټاکل کېدو ناراضه یو.»
نوموړی وایي، چې په میشیګان او نورو ایالتونو کې د ډونالډ ټرمپ په ملاتړ د مسلمانانو رای کارونې د هغه په بریالیتوب کې ډېره مرسته وکړه.
د امریکا منتخب ولسمشر دونالډ ټرمپ د اسراییل کلک ملاتړی مارکو روییو د خپلې کابینې په اډانه کې د بهرنیو چارو وزارت ته نومولی دی.
مارکو روییو تر دې وړاندې ویلي و، چې په غزه کې به د اوربند لپاره نظر پوښتنه و نه کړي او هغه په دې باور دی چې اسراییل باید د حماس «ټول غړي» له منځه یوسي.
دونالډ ټرمپ دا رنګه د اسراییل بل ملاتړی مایک هاکبي په اسراییل کې د سفیر په توګه نومولی دی.
مایک هاکبي په فلسطین کې د دوو هېوادونو د رامنځته کولو مسله «د نه منلو او غیر عملي» بللې ده.
د امریکا د مسلمانانو د ځواکمنولو او مشارکت د شبکې اجرایوي مشر رکسینالډو نازارکو ویلي، مسلکان رای ورکوونکي هیله من وو، چې ټرمپ به داسې کسان په کابینه کې ګوماري چې د سولې لپاره کار وکړي.
هغه وایي، داسې هېڅ نښې نښانې تر اوسه نه دي لیدل شوي.
د مینه سونا د پوهنتون پخوانی استاد حسن عبدالسلام هم وایي، چې د ټرمپ د ګومارلو تګلارې د حیرانتیا وړ دي او هغه شان چې هغه فکر کاوه له هغې څخه ټرمپ ډېر «افراطي» عمل کوي.
د ټرمپ ګڼو مسلمانو او عرب ملاتړو رویټرز ته ویلي، هغوی هیلهمن دي چې د دونالډ ټرمپ د ملي اطلاعاتو پخوانی مشر ریچارډ ګرنل چې د امریکا له مسلمانانو او عرب وګړو سره یې د اړیکو په جوړولو کې کار کړی، په دې برخه کې به رغنده رول ولوبوي.
دغه کس امریکا مېشتو عربانو او مسلمانانو سره ژمنه کړې وه، چې ټرمپ به ډېر ژر په منځني ختیځ کې جګړه پای ته ورسوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، هغه هېوادونه چې اسراییل ته وسلې ورکوي د دغه هېواد په جنایتونو کې شریک دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه په سوریه او فلسطین کې د اسراییل د بریدونو په غبرګون د دغه وزارت د ویاند بیان خپور کړی دی.
په دغه بیان کې د اسماعیل بقایي له قوله لیکل شوي، چې په دمشق کې د اسراییل تېری او د لسګونو کسانو مرګ ژوبله او د زېربناوو تخریب د ایران لهخوا غندل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې ده، پر ګاونډیو هېوادونو د اسراییل د تېریو او جنایتونو پراخول او د سوریې حکومت له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه په پرله پسې توګه سرغړونې د ملګرو ملتونو د منشور خلاف کړنه ده.
هغه په دې تړاو د ملګروملتونو د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.
ښاغلي بقایي د دغو کړنو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د اسراییل لهخوا د زېربناوو له منځه وړل، د ښځو او ماشومانو په ګډون د خلکو ډلهییزه وژنه د ملګرو ملتونو د نړۍوالو حقونو سرغړونه او جنګي جنایت دی.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وایي، چې هر کال په نړۍ کې ۴،۹ میلیونه ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه سازمان له هېوادونو غواړي چې د دغو ماشومانو د وضعیت د ښه کولو لپاره لاس په کار شي.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان د جمعې په ورځ (د لړم ۲۵مه) پر اېکس خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې اقلیمي بدلونونه، جګړې او نړۍوال روغتیایي بحرانونه په ټوله نړۍ کې د ماشومانو لپاره جدي ګواښونه دي.
د ماشومانو د ملاتړ دغه اداره، د سمدستي لاس په کار کیدو پر اهمیت ټینګار سره وایي: «اوس د عمل وخت دی، نه د خبرو. هر ماشوم له پنځه کلنۍ وروسته، د ژوند کولو او ودې مستحق دی.»
د ماشومانو د ژغورنې سازمان په داسې حال کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې په ډېرو سیمو کې په جګړو او کړکېچ کې ښکېل میلیونونه ماشومان د تاوتریخوالي، خوارځواکۍ او روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ته د نه لاسرسي په ګډون له جدي خطرونو سره مخ دي.
د ماشومانو د مړینې کچه په هغو سیمو کې چې جګړه په کې روانه ده، په ځانګړې توګه غزې، سوریې، یمن، اوکراین او افغانستان کې لوړه ده. په دې سیمو کې د بحرانونو او جګړو له امله ماشومان روغتیايي خدمتونو ته لږ لاس رسی نه لري او له جدي خطرونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې د یو راپور له مخې، د غزې په جګړه کې د شپږو میاشتو په موده کې د تایید شویو قربانیانو شاوخوا ۷۰سلنه ښځې او ماشومان دي.
په افغانستان کې پراخې بې وزلۍ او اقتصادي کړکېچ د دې لامل شوی چې میلیونونه ماشومان له خوړو، زده کړو او لومړنیو اسانتیاوو بې برخې شي.

په لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو (یونیفل) په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د لبنان په سویل لوېدیځ کې د دغو ځواکونو پر مرکز د توپ مرمۍ لګېدلې ده.
دی ونیفل په وینا، دغه مرمۍ ونه چاوده او د پیښې په ځای کې ایټالیوي ځواکونو د کنټرول شوي چاودنې په ترسره کولو سره یې دغه مرمې له منځه یوړه.
په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی او یوازې د یونیفل مرکزي دفتر ته لږ زیان اوښتی دی.

دوو جګپوړو ډیموکراټ سناتورانو په یو لیک کې، د امریکا له دفاع وزارت او د قانون پلي کونکو ادارو څخه غوښتي، چې د روسیې له چارواکو سره د ایلن ماسک د اړیکو په اړه راپورونه وڅیړي، چې د دوی په وینا، د ملي امنیت سره تړاو لري.
رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې دا لیک یې لیدلی دی.
ایلن ماسک، دسپیس اېکس اجرایوي مشر او د اېکس ټولنیز شبکې مالک، چې په دې وروستیو کې د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د فدرالي حکومت د نوي «دولتي موثریت څانګې» د یو مشر په توګه ټاکل شوی، دغه اداره دوه مشران لري.
د سپیس اېکس د مشر په توګه، ماسک د پنټاګون او د متحده ایاالتو استخباراتي ادارو سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت قراردادونه هم لاسلیک کړي.
د بهرنیو اړیکو د کمیټې جګپوړي غړې جین شاهین او د سنا د وسله والو خدماتو د کمیټې مشر جیک ریډ په خپل لیک کې د امریکا له لوی څارنوال میرک ګارلینډ او د پنټاګون له عمومي مفتش څخه غوښتي چې د هیواد د پوځ او استخباراتي ادارو سره دسپیس اېکس په قراردادونو کې ماسک د رول اړه څیړنې وکړي.
دغو دوو سناتورانو له روسي چارواکو سره د ماسک د اړیکو په اړه د خپرو شوو راپورونو په تړاو خبرې څرګندونې کړي او ویلي یې دي، چې د دغو قراردادونو له څېړلو وروسته باید له دغو قراردادونو د ماسک د احتمالي تعلیق یا ایستلو په اړه پرېکړه وشي.
شاهین او ریډ زیاته کړه، چې ماسک د متحده ایالاتو د حکومت له میلیاردونو ډالرو پیسو څخه ګټه پورته کړې او د متحده ایالاتو له "پېژندل شوي دښمن" سره د هغه اړیکې د "حکومتي قراردادي او د امنیتي قراردادونو د لرونکې" په توګه په ماسک د "اعتماد" په اړه جدي شکونه راپورته کوي.
وال سټریټ ژورنال تیره میاشت له روسي چارواکو سره د ماسک د تماسونو په اړه راپور ورکړ او له هغه وروسته د امریکا د کانګرس یو شمیر ډیموکراټ غړو د څیړنو غوښتنه کړې وه.
تیره ورځ، نیویارک ټایمز راپور ورکړی و، چې ماسک په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر سره کتلي.
په دغه راپور کې ویل شوي و، چې د دغو لیدنو موخه د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکیج د کمولو په اړه خبرې اترې دي.
