ایران: هغه هېوادونه چې اسراییل ته وسلې ورکوي د دغه هېواد په جنایتونو کې شریک دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، هغه هېوادونه چې اسراییل ته وسلې ورکوي د دغه هېواد په جنایتونو کې شریک دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، هغه هېوادونه چې اسراییل ته وسلې ورکوي د دغه هېواد په جنایتونو کې شریک دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه په سوریه او فلسطین کې د اسراییل د بریدونو په غبرګون د دغه وزارت د ویاند بیان خپور کړی دی.
په دغه بیان کې د اسماعیل بقایي له قوله لیکل شوي، چې په دمشق کې د اسراییل تېری او د لسګونو کسانو مرګ ژوبله او د زېربناوو تخریب د ایران لهخوا غندل شوي دي.نوموړي زیاته کړې ده، پر ګاونډیو هېوادونو د اسراییل د تېریو او جنایتونو پراخول او د سوریې حکومت له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه په پرله پسې توګه سرغړونې د ملګرو ملتونو د منشور خلاف کړنه ده.هغه په دې تړاو د ملګروملتونو د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.ښاغلي بقایي د دغو کړنو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د اسراییل لهخوا د زېربناوو له منځه وړل، د ښځو او ماشومانو په ګډون د خلکو ډلهییزه وژنه د ملګرو ملتونو د نړۍوالو حقونو سرغړونه او جنګي جنایت دی.


د ماشومانو د ژغورنې سازمان وایي، چې هر کال په نړۍ کې ۴،۹ میلیونه ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه سازمان له هېوادونو غواړي چې د دغو ماشومانو د وضعیت د ښه کولو لپاره لاس په کار شي.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان د جمعې په ورځ (د لړم ۲۵مه) پر اېکس خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې اقلیمي بدلونونه، جګړې او نړۍوال روغتیایي بحرانونه په ټوله نړۍ کې د ماشومانو لپاره جدي ګواښونه دي.
د ماشومانو د ملاتړ دغه اداره، د سمدستي لاس په کار کیدو پر اهمیت ټینګار سره وایي: «اوس د عمل وخت دی، نه د خبرو. هر ماشوم له پنځه کلنۍ وروسته، د ژوند کولو او ودې مستحق دی.»
د ماشومانو د ژغورنې سازمان په داسې حال کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې په ډېرو سیمو کې په جګړو او کړکېچ کې ښکېل میلیونونه ماشومان د تاوتریخوالي، خوارځواکۍ او روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ته د نه لاسرسي په ګډون له جدي خطرونو سره مخ دي.
د ماشومانو د مړینې کچه په هغو سیمو کې چې جګړه په کې روانه ده، په ځانګړې توګه غزې، سوریې، یمن، اوکراین او افغانستان کې لوړه ده. په دې سیمو کې د بحرانونو او جګړو له امله ماشومان روغتیايي خدمتونو ته لږ لاس رسی نه لري او له جدي خطرونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې د یو راپور له مخې، د غزې په جګړه کې د شپږو میاشتو په موده کې د تایید شویو قربانیانو شاوخوا ۷۰سلنه ښځې او ماشومان دي.
په افغانستان کې پراخې بې وزلۍ او اقتصادي کړکېچ د دې لامل شوی چې میلیونونه ماشومان له خوړو، زده کړو او لومړنیو اسانتیاوو بې برخې شي.

په لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو (یونیفل) په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د لبنان په سویل لوېدیځ کې د دغو ځواکونو پر مرکز د توپ مرمۍ لګېدلې ده.
دی ونیفل په وینا، دغه مرمۍ ونه چاوده او د پیښې په ځای کې ایټالیوي ځواکونو د کنټرول شوي چاودنې په ترسره کولو سره یې دغه مرمې له منځه یوړه.
په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی او یوازې د یونیفل مرکزي دفتر ته لږ زیان اوښتی دی.

دوو جګپوړو ډیموکراټ سناتورانو په یو لیک کې، د امریکا له دفاع وزارت او د قانون پلي کونکو ادارو څخه غوښتي، چې د روسیې له چارواکو سره د ایلن ماسک د اړیکو په اړه راپورونه وڅیړي، چې د دوی په وینا، د ملي امنیت سره تړاو لري.
رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې دا لیک یې لیدلی دی.
ایلن ماسک، دسپیس اېکس اجرایوي مشر او د اېکس ټولنیز شبکې مالک، چې په دې وروستیو کې د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د فدرالي حکومت د نوي «دولتي موثریت څانګې» د یو مشر په توګه ټاکل شوی، دغه اداره دوه مشران لري.
د سپیس اېکس د مشر په توګه، ماسک د پنټاګون او د متحده ایاالتو استخباراتي ادارو سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت قراردادونه هم لاسلیک کړي.
د بهرنیو اړیکو د کمیټې جګپوړي غړې جین شاهین او د سنا د وسله والو خدماتو د کمیټې مشر جیک ریډ په خپل لیک کې د امریکا له لوی څارنوال میرک ګارلینډ او د پنټاګون له عمومي مفتش څخه غوښتي چې د هیواد د پوځ او استخباراتي ادارو سره دسپیس اېکس په قراردادونو کې ماسک د رول اړه څیړنې وکړي.
دغو دوو سناتورانو له روسي چارواکو سره د ماسک د اړیکو په اړه د خپرو شوو راپورونو په تړاو خبرې څرګندونې کړي او ویلي یې دي، چې د دغو قراردادونو له څېړلو وروسته باید له دغو قراردادونو د ماسک د احتمالي تعلیق یا ایستلو په اړه پرېکړه وشي.
شاهین او ریډ زیاته کړه، چې ماسک د متحده ایالاتو د حکومت له میلیاردونو ډالرو پیسو څخه ګټه پورته کړې او د متحده ایالاتو له "پېژندل شوي دښمن" سره د هغه اړیکې د "حکومتي قراردادي او د امنیتي قراردادونو د لرونکې" په توګه په ماسک د "اعتماد" په اړه جدي شکونه راپورته کوي.
وال سټریټ ژورنال تیره میاشت له روسي چارواکو سره د ماسک د تماسونو په اړه راپور ورکړ او له هغه وروسته د امریکا د کانګرس یو شمیر ډیموکراټ غړو د څیړنو غوښتنه کړې وه.
تیره ورځ، نیویارک ټایمز راپور ورکړی و، چې ماسک په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر سره کتلي.
په دغه راپور کې ویل شوي و، چې د دغو لیدنو موخه د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکیج د کمولو په اړه خبرې اترې دي.

د رویټرز خبري اژانس د یو راپور له مخې، د ایران یو جګپوړي چارواکي د جمعې په ورځ ویلي، چې ایران به د لبنان له خوا د اسراییل سره د اوربند د خوندي کولو لپاره په خبرو کې د هرې پرېکړې ملاتړ وکړي.
د ایران د جګپوړي چارواکي دغه څرګندونې دا په ګوته کوي چې تهران غواړي د لبنان جګړه نوره پای ته ورسوي چې د هغه لبناني متحد حزب الله ته یې سخت زیان رسولی دی.
د ایران د ستر مشر سلاکار علي لاریجاني بیروت ته د سفر پر مهال، په داسې حال کې چې هلته په خبرو اترو بوخت و، اسراییل د لبنان په پلازمینه کې د حزب الله تر کنټرول لاندې سیمو بمبارۍ ته دوام ورکاوه.
اسراییل په دې اونۍ کې د حزب الله تر کنټرول لاندې سویلي سیمو باندې هوایی بریدونه ګړندي کړي.
د لبنان دوو جګپوړو چارواکو رویټرز ته ویلي، چې په دغه هیواد کې د امریکا سفیرې د پنجشنبې په ورځ د لبنان د پارلمان مشر نبيح بیري ته د اوربند یوه طرحه وړاندې کړې، حزب الله په خبرو اتور کې د بیري د ښکیلتیا ملاتړ کوي.
سرچینو وویل، چې دا طرحه د واشنګټن لومړنی لیکل شوی وړاندیز و، چې لږترلږه په څو اونیو کې د خپل متحد اسراییل او د ایران له ملاتړه برخمن حزب الله ترمنځ جګړه ودروي. سرچینو د طرحې د منځپانګې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د فرانسې خبري اژانس ویلي، چې د لبنان په اړه د امریکا په پلان کې د ۶۰ ورځو اوربند شامل دی.
لاریجاني له بیري سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، بيري د اوربند په اړه هغه ته "ښه توضیحات" وړاندې کړي دي.
لاریجاني د یو خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې بیروت ته د امریکا د پلان د شنډولو لپاره راغلی، وویل: «موږ د کوم څه د ورانولو په لټه کې نه یو.»
لاریجاني د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته په اشارې سره وویل: «موږ د ستونزو د حل په لټه کې یوو. موږ په هر حالت کې د لبنان د حکومت ملاتړ کوو. هغه څوک چې ګډوډي کوي نتنیاهو او د هغه خلک دي.»
حزب الله په ۱۹۸۲ کال کې د ایران د سپاه پاسداران له خوا جوړ شو او د تهران له خوا تمویل کیږي.
یوه جګپوړي ډیپلوماټ چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، د اوربند لپاره نور وخت ته هم اړتیا شته او هغه هیله من دی چې د اوربند په اړه هوکره ترسره شي.
پر لبنان د اسراییل بریدونو شاو خوا یو میلیون خلک بې کوره کړي او پراخې سیمې یې ویجاړې کړي دي.
حزب الله په اسراییل خپل راکټي بریدونه جاري ساتلي او وسله وال یې په سویل کې له اسراییلي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د فرانسې خبري اژانس د لبنان د یو جګپوړي چارواکي له قوله ویلي، چې د لبنان حکومت په دغه هیواد کې د اوربند د رامنځ ته کولو لپاره د امریکا پر وړاندیز غور کوي.
دغه لبناني چارواکي د موضوع د حساسیت له امله د خپل نوم د پټ ساتلو غوښتنه کړې.
د هغه په وینا، په بیروت کې د امریکا سفیرې لیزا جانسن د پنجشنبې په ورځ (لرم ۲۴مه) له لبناني چارواکو سره د اوربند ۱۳ ماده ییز پلان شریک کړی دی.
د دغه پلان له مخې، به ۶۰ ورځنی اوربند رامنځ ته شي او په دې موده کې به د لبنان پوځ یو ځل بیا د اسراییلو په پولو کې ځای پر ځای شي.
اسراییلو تر اوسه د دې وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي.