طالبان: تېرو ۷ میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ تر یو مېلیارډ ډالرو ډېره سوداګري شوې

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وایي، چې په تېرو اوو میاشتو کې د یو مېلیارد ۸۲۷ مېلیون ډالرو په ارزښت د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.