طالبان: نړۍواله ټولنه دې پرته له توپيره د اقلیمي بدلون منفي اغېزو پر وړاندې مبارزه وکړي

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر مطیع الحق خالص اقلیمي بدلون یوه نړۍواله ننګونه بللې ده.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر مطیع الحق خالص اقلیمي بدلون یوه نړۍواله ننګونه بللې ده.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ له خپل مل پلاوي سره یوځای د اقليمي بدلونونو په برخه کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي رُسلان اېدلګریف سره په لیدنه کې کړې دي.نوموړي زیاته کړې، چې نړۍواله ټولنه باید پرته له کوم توپيره د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو پر وړاندې مبارزه وکړي.د طالبانو تر کنڼرول لاندې باختر اژانس بیا د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي له قوله لیکلي، چې نوموړي ژمنه کړې چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون اړوند ځنډول شویو پروژو د بیا پیل او طالب استازو ته به په سیمهییزو او نړۍوالو چاپېریالي غونډو کې د ګډون په تړاو خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.له بل پلوه د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په وروستۍ کلنۍ غونډه کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر مطیع الحق خالص ګډون کړی و.


طالبانو د غور ولایت د شهرک په ولسوالۍ کې یوه دیني-جهادي مدرسه د حماس د پخواني مشر یحیی سنوار په نوم ونوموله.
طالب چارواکي محمد جلال وویل، دغه ګام د غزې د خلکو سره د پیوستون او د راتلونکو نسلونو لپاره د حماس د مشرانو د سرښېندنو د ژوندي ساتلو ښکاذندویي کوي.
محمد جلال د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او حقاني شبکې ته نږدې کس دی. هغه د د یحیی سنوار په نوم د دغې مدرسې د نومولو په تړاو په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کار یې د غزې له خلکو سره د پیوستون او د حماس د مشرانو د «سرښیندنو» په موخه کړی دی. هغه دا رنګه لیکلي، چې یحیی سنوار د فلسطیني ماشومانو لپاره الهام بخښونکې څېره ده او په افغانستان کې د یوې مدرسې نومول د راتلونکو نسلونو لپاره ښه درس دی.
په غور ولایت کې سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په پنجشېر کې د طالبانو د استخباراتو یو چارواکي رحمت الله هجرت په ۱۴۰۲ کال کې دغه مدرسه په خپل نامه د غور د شهرک په ولسوالۍ کې جوړه کړې وه.
سرچېنې وایي، دمګړۍ په دغه مدرسه کې ۵۰۰ طالبان په زدهکړو بوخت دي.
د مدرسو په جوړولو د دیني بنسټ پالنې په اړه اندېښنې
طالبانو په تېرو درېیو کالو کې له یوې خوا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی، له بله پلوه یې په افغانستان کې زرګونه مدرسې جوړې کړې دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د دیني مدرسو شمېر ۲۱ زره او ۲۵۷ یادوي.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې، ټول ټال درې مېلیونه طالبان په دغو مدرسو کې زدهکړې کوي. طالبانو دا رنګه په افغانستان کې د ټولو دولتي او خصوصي ښونځیو شمېر ۱۸ زره او ۳۳۷ ښيي.
کارپوهان وایي، طالبان په دغو مدرسو کې ماشومانو ته د بنسټ پالنې زدهکړې ورکوي، چې د دوی له نظره دغه کار د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېر خطرناک دی.
طالبانو د دیني مدرسو د جوړولو تر څنګ د پوهنې او لوړو زدهکړو په نظام او نصاب کې هم ژور بدلونونه راوستي دي، دیني مضمونونه یې زیات کړي او تخصصي مضمونونه یې لرې کړي دي.
«د طالبانو او حماس ګډ ارمان»
سره له دې چې د اسراییل سره د حماس د جګړې او په افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالی سره توپیر لري؛ خو دغه دواړه ډلې یو بل ته الهام بخښونکې دي، طالبان وایي له حماس ډلې سره ګډ ارمانونه لري.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د حماس پخواني مشر اسماعیل هنیه د طالبانو ستاینه وکړه او هغه یې «د امریکا پر واندې د دغې ډلې ستر بری» یاد کړی و.
هنیه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې وه، چې طالبان به وتوانېږي «د خپلو فلسطیني ورونو څخه ملاتړ وکړي او د اورشلیم په ازادولو کې به د هغوی سره مرسته او همکاري وکړي.»
طالبانو په وروستیو میاشتو کې د کابل او د افغانستان د نورو ولایتونو په بېلابېلو برخو کې د «بیت المقدس» جومات ته ورته د دغه جومات بېلګې جوړې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو پخواني مرستیال وزیر د افغانستان په اړه د واشنګټن د راتلونکي تګلارې په تړاو د امریکا د پخوانیو چارواکو وروستۍ غونډې ته په غبرګون کې ویلي، چې امریکا د افغانستان له جګړې زده کړه نه ده کړې او یو ځل بیا په دغه هېواد کې د مداخلې خبره کوي.
رسول موسوي ټینګار وکړ، چې «امریکا په افغانستان کې جګړه وکړه خو نه پوهیده چې ولې جګړه کوي.»
په دې وروستیو کې د فلوریډا په پوهنتون کې د نړۍوال او ملي امنیت انستیتوت د افغانستان او امریکا د پخوانیو چارواکو په شتون کې د افغانستان په اړه د امریکا د راتلونکي تګلارې په تړاو یوه ناسته جوړه کړې وه.
دې غونډې ته په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو پخواني مرستیال وزیر پر اېکس لیکلي: «امریکا شل کاله په افغانستان کې جګړه وکړه، خو پوهه نه شوه چې ولې جګړه کوي او تر اوسه یې ترې زده کړه نه ده کړې او بیا په افغانستان کې د مداخلې خبرې کوي، پرته له دې چې پوه شي ولې؟»
دې ناستې ته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي لنډ پیغام ولیږه او د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخواني قوماندان، د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي او د دغه هېواد یو شمېر نورو شخصیتونو خبرې وکړې.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني قومندان جنرال فرانک مکنزي په افغانستان کې د خپل هېواد جګړه له وسله والو ډلو سره د مقابلې لپاره یوه "اړتیا" وبلله. هغه وويل: «موږ په افغانستان کې پوځي تېروتنه وکړه. موږ باید اسامه بن لادن ډېر مخکې وژلی وای.» دغه پخواني امریکايي چارواکي وویل، چې امریکا باید د افغانستان په جګړه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې تمرکز کړی وای، نه د افغان حکومت پر جوړښت.
مکنزي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه وویل، امریکا نه غوښتل چې د ماتې په اعلانولو سره له افغانستانه ووځي، خو په پایله کې د جګړې ماهیت بدل شو.
د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي او د دې غونډې ګډونوال زلمي خلیلزاد ټینګار وکړ، چې د دوحې هوکړه له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې د همکارۍ اساس کېدای شي.
همدا راز ښاغلي خلیلزاد وویل: "زه نه غواړم چې توقعات زیات کړم، خو ټینګار کوم چې د دوحې همدغه هوکړه د همکارۍ چوکاټ کېدای شي."

په بدخشان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور ریاست وايي، چې د جمعې په ورځ د بهارک ولسوالۍ او فیض اباد ښار ترمنځ د ټرافیکي پېښې له امله اته تنه مړه شوي دي. دغه رياست وايي، چې یو موټر د کوکچې سيند ته لویدلی دى.
په هغو کسانو کې چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، یو سړی، څلور ښځې او درې ماشومان شامل دي.
د طالبانو د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند احسان الله کامګار د جمعې په ورځ (د لړم ۲۵مه) وویل، چې د چلوونکي جسد له سيند څخه را اېستل شوى او د نورو جسدونو د موندلو هڅې روانې دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکو ویلي، چې دغه پېښه د هوا د خرابوالي له امله رامنځته شوې ده.

افغانستان انټرنشنل ته باوري سرچینو ویلي، چې طالبانو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور سلګونه بندیان د بګرام زندان ته لېږدولي دي. لږ تر لږه درېیو سرچینو تایید کړې چې ډېری دغه بندیان د پنجشیر، پروان، کاپیسا، بغلان، تخار او د افغانستان له نورو شمالي سیمو دي.
سرچينو زياته کړې، چې ډېرى بنديان له پلچرخي زندان څخه بګرام ته لېږدول شوي دي. تر اوسه د دغو بندیانو شمېر معلوم نه دی او طالبانو هم تر اوسه بګرام ته د بندیانو د لېږد په اړه څه نه دي ویلي.
بګرام زندان د بګرام د هوايي اډې یوه برخه کې دی چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د امریکا په مشرۍ د نړۍوالو ایتلافي ځواکونو په لاس کې و او د طالبانو او داعش پر ضد د جګړې پر مهال نیول شوي کسان په کې بندیان وو.
په دغه زندان کې د طالبانو او داعش د قوماندانانو او وسله والو په ګډون په سلګونه «خطرناک» بندیان ساتل کیدل.
د نړۍوالو ځواکونو له وتلو او د افغان حکومت له سقوط سره طالبانو دغه اډه ونیوله او بندیان یې خوشې کړل.
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په سلګونه کسان د طالبانو ضد جبهې سره د همکارۍ، د داعش د غړیتوب او ان د انتقادي فعالیتونو په تور نیولي. په دغو کسانو کې خبریالان، مېرمنې او د پوهنتون استادان هم شامل دي. د بشري حقونو د سازمانونو له خوا هم د طالبانو له خوا د بندیانو د سختو شکنجو او ناوړه چلند په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې د بګرام هوايي ډګر په هېواد کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه اډه وه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار پر دې ټکي نیوکه کړې، چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د بګرام اډه د چین له خوا «اشغال» شوې ده. هغه د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د بګرام اډې د بېرته نیولو خبره کړې وه.

د فرانسې په سټراسبورګ ښار کې د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۱۴مه) د اروپا کې د عامه مشارکت د ستراتیژیکو محاکمو په نوم نړۍوال کنفرانس جوړ شې چې د بیان ازادۍ، رسنیو ملاتړ او پیاوړتیا او د مدني او ټولنیزو فعالانو د دفاع په موضوعاتو راټول و.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ادارې پر اېکس خپره کړې خبرپانه کې ویلي: «په دې غونډه کې د هغو مسایلو پر حل تمرکز وشو چې یو شمېر واکداران، سیاستوال، سوداګریز شرکتونه او ان حکومتونه له حقوقي وسیلو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د خبریالانو او د بیان ازادۍ د مدافعانو د ویرې او چوپتیا په خاطر دوسیې جوړوي.»
دغې ادارې ویلي، چې په یاد کنفرانس کې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ د سازمان مرستیال بصیر احمد دانشیار او د نوموړي سازمان د رهبرۍ پلاوي غړي احمد شاه عظیمي هم ګډون کړی وو.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ اداره وایي، دوی په دغه نړۍوال کنفرانس کې خپلو خبرو کې په نړۍواله کچه د بیان ازادۍ د ملاتړ په هکله ننګونو او طرحو ته اشاره کړې ده.
دا د اروپا کې د عامه مشارکت د ستراتیژیکو محاکمو دویم نړۍوال کنفرانس دی چې ترسره کیږي.
دغه نړۍوال کنفرانس د اروپا شورا، په اروپا کې د عامه مشارکت پر وړاندې ستراتیژیک محاکمو ایتلاف او د مطبوعاتو او رسنیو د ازادۍ لپاره د اروپایي مرکز له خوا جوړ شوی و.