• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د بهرنیو چارو پخوانی مرستیال وزیر: امریکا بیا په افغانستان کې د مداخلې خبره کوي

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۲ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو پخواني مرستیال وزیر د افغانستان په اړه د واشنګټن د راتلونکي تګلارې په تړاو د امریکا د پخوانیو چارواکو وروستۍ غونډې ته په غبرګون کې ویلي، چې امریکا د افغانستان له جګړې زده کړه نه ده کړې او یو ځل بیا په دغه هېواد کې د مداخلې خبره کوي.

رسول موسوي ټینګار وکړ، چې «امریکا په افغانستان کې جګړه وکړه خو نه پوهیده چې ولې جګړه کوي.»

په دې وروستیو کې د فلوریډا په پوهنتون کې د نړۍوال او ملي امنیت انستیتوت د افغانستان او امریکا د پخوانیو چارواکو په شتون کې د افغانستان په اړه د امریکا د راتلونکي تګلارې په تړاو یوه ناسته جوړه کړې وه.

دې غونډې ته په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو پخواني مرستیال وزیر پر اېکس لیکلي: «امریکا شل کاله په افغانستان کې جګړه وکړه، خو پوهه نه شوه چې ولې جګړه کوي او تر اوسه یې ترې زده کړه نه ده کړې او بیا په افغانستان کې د مداخلې خبرې کوي، پرته له دې چې پوه شي ولې؟»

دې ناستې ته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي لنډ پیغام ولیږه او د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخواني قوماندان، د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي او د دغه هېواد یو شمېر نورو شخصیتونو خبرې وکړې.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني قومندان جنرال فرانک مکنزي په افغانستان کې د خپل هېواد جګړه له وسله والو ډلو سره د مقابلې لپاره یوه "اړتیا" وبلله. هغه وويل: «موږ په افغانستان کې پوځي تېروتنه وکړه. موږ باید اسامه بن لادن ډېر مخکې وژلی وای.» دغه پخواني امریکايي چارواکي وویل، چې امریکا باید د افغانستان په جګړه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې تمرکز کړی وای، نه د افغان حکومت پر جوړښت.

مکنزي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه وویل، امریکا نه غوښتل چې د ماتې په اعلانولو سره له افغانستانه ووځي، خو په پایله کې د جګړې ماهیت بدل شو.

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي او د دې غونډې ګډونوال زلمي خلیلزاد ټینګار وکړ، چې د دوحې هوکړه له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې د همکارۍ اساس کېدای شي.

همدا راز ښاغلي خلیلزاد وویل: "زه نه غواړم چې توقعات زیات کړم، خو ټینګار کوم چې د دوحې همدغه هوکړه د همکارۍ چوکاټ کېدای شي."

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په بدخشان کې د يوې ټرافيکي پيښې له امله اته تنه مړه شوی

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۵۵ GMT+۰

په بدخشان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور ریاست وايي، چې د جمعې په ورځ د بهارک ولسوالۍ او فیض اباد ښار ترمنځ د ټرافیکي پېښې له امله اته تنه مړه شوي دي. دغه رياست وايي، چې یو موټر د کوکچې سيند ته لویدلی دى.

په هغو کسانو کې چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، یو سړی، څلور ښځې او درې ماشومان شامل دي.

د طالبانو د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند احسان الله کامګار د جمعې په ورځ (د لړم ۲۵مه) وویل، چې د چلوونکي جسد له سيند څخه را اېستل شوى او د نورو جسدونو د موندلو هڅې روانې دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکو ویلي، چې دغه پېښه د هوا د خرابوالي له امله رامنځته شوې ده.

سرچینې: طالبانو د ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور سلګونه بندیان بګرام ته لېږدولي دي

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۶ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته باوري سرچینو ویلي، چې طالبانو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور سلګونه بندیان د بګرام زندان ته لېږدولي دي. لږ تر لږه درېیو سرچینو تایید کړې چې ډېری دغه بندیان د پنجشیر، پروان، کاپیسا، بغلان، تخار او د افغانستان له نورو شمالي سیمو دي.

سرچينو زياته کړې، چې ډېرى بنديان له پلچرخي زندان څخه بګرام ته لېږدول شوي دي. تر اوسه د دغو بندیانو شمېر معلوم نه دی او طالبانو هم تر اوسه بګرام ته د بندیانو د لېږد په اړه څه نه دي ویلي.

بګرام زندان د بګرام د هوايي اډې یوه برخه کې دی چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د امریکا په مشرۍ د نړۍوالو ایتلافي ځواکونو په لاس کې و او د طالبانو او داعش پر ضد د جګړې پر مهال نیول شوي کسان په کې بندیان وو.

په دغه زندان کې د طالبانو او داعش د قوماندانانو او وسله والو په ګډون په سلګونه «خطرناک» بندیان ساتل کیدل.

د نړۍوالو ځواکونو له وتلو او د افغان حکومت له سقوط سره طالبانو دغه اډه ونیوله او بندیان یې خوشې کړل.

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په سلګونه کسان د طالبانو ضد جبهې سره د همکارۍ، د داعش د غړیتوب او ان د انتقادي فعالیتونو په تور نیولي. په دغو کسانو کې خبریالان، مېرمنې او د پوهنتون استادان هم شامل دي. د بشري حقونو د سازمانونو له خوا هم د طالبانو له خوا د بندیانو د سختو شکنجو او ناوړه چلند په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې د بګرام هوايي ډګر په هېواد کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه اډه وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار پر دې ټکي نیوکه کړې، چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د بګرام اډه د چین له خوا «اشغال» شوې ده. هغه د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د بګرام اډې د بېرته نیولو خبره کړې وه.

د فرانسې په سټراسبورګ کې د بیان ازادۍ او رسنیو ملاتړ او پیاوړتیا په موخه یو کنفرانس جوړ شو

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۱ GMT+۰

د فرانسې په سټراسبورګ ښار کې د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۱۴مه) د اروپا کې د عامه مشارکت د ستراتیژیکو محاکمو په نوم نړۍوال کنفرانس جوړ شې چې د بیان ازادۍ، رسنیو ملاتړ او پیاوړتیا او د مدني او ټولنیزو فعالانو د دفاع په موضوعاتو راټول و.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ادارې پر اېکس خپره کړې خبرپانه کې ویلي: «په دې غونډه کې د هغو مسایلو پر حل تمرکز وشو چې یو شمېر واکداران، سیاستوال، سوداګریز شرکتونه او ان حکومتونه له حقوقي وسیلو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د خبریالانو او د بیان ازادۍ د مدافعانو د ویرې او چوپتیا په خاطر دوسیې جوړوي.»

دغې ادارې ویلي، چې په یاد کنفرانس کې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ د سازمان مرستیال بصیر احمد دانشیار او د نوموړي سازمان د رهبرۍ پلاوي غړي احمد شاه عظیمي هم ګډون کړی وو.

100%

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ اداره وایي، دوی په دغه نړۍوال کنفرانس کې خپلو خبرو کې په نړۍواله کچه د بیان ازادۍ د ملاتړ په هکله ننګونو او طرحو ته اشاره کړې ده.

دا د اروپا کې د عامه مشارکت د ستراتیژیکو محاکمو دویم نړۍوال کنفرانس دی چې ترسره کیږي.

دغه نړۍوال کنفرانس د اروپا شورا، په اروپا کې د عامه مشارکت پر وړاندې ستراتیژیک محاکمو ایتلاف او د مطبوعاتو او رسنیو د ازادۍ لپاره د اروپایي مرکز له خوا جوړ شوی و.

طالبان وايي د فراه په فراه رود ولسوالۍ کې یې لومړنۍ لېسه پرانیسته

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د رپوټ له مخې د فراه په فراه رود ولسوالۍ کې په لومړي ځل لېسه پرانیستل شوه.

د فراه رود ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې رییس اختر محمد زعیم وايي، چې فراه رود منځنی ښوونځی یې پر لېسه بدل کړی دی.

د فراه رود ولسوالۍ ځايي اوسېدونکو او زدکوونکو د طالبانو له لوري د لېسې جوړېدو ته خوښ دي خو وايی چې تر اوسه یې لېسه تعمیر نه لري.

دوی زیاتوي پخوا د نهم صنف له فارغېدو وروسته دوی مجبور ول چې د نورو زدکړو لپاره د فراه ولایت مرکز او یا هم شاوخوا ولسوالیو ته لاړ شي.

د فراه رود ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وايي چې د ولسوالۍ نفوس زیات دی خو په دغه ولسوالۍ کې یوازې ۵ ابتدایه او ۳ منځني ښوونځي فعالیت لري.

محمد صادق جهادمل زیاتوي چې په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې د فراه رود لېسې ودانۍ د جوړولو لپاه عملي کار پیل شي.

دغه طالب چارواکی په داسې حال کې د دې لېسې د جوړولو خبره کوي چې په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو د تاوتریخوالي له امله ښوونځي تړل شوي وو.

د طالبانو ځايي چارواکي وايی چې د فرا رود منځنی ښوونځی چې لېستې ته بدل شو، شاوخوا ۷۰۰ زدکوونکي لري، خو یوازې ۵ استادان لري.

جرمني له څو میاشتو ځنډ وروسته ۲۰۰ افغانان له اسلام اباد څخه دغه هېواد ته ولېږدول

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۱ GMT+۰

د جرمن رسنیو د رپوټ له مخې شاوخوا ۲۰۰ افغان کډوال د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد جرمني ته ولېږدول شول. د جرمني اېم ډي ار ټلوېزیون لیکلي چې دا کډوال په افغانستان کې د جرمني ځواکونو پخواني همکاران وو.

جرمن رسنیو د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۵مه خبر ورکړ، چې دغو پناه غوښتونکو په افغانستان کې د جرمني لپاره د ژباړونکو یا موټر چلوونکو په توګه کار کاوه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه کډوال له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته پاکستان ته تللي وو او په دغه هېواد کې یې پناه اخیستې وه.

ویل کېږي چې په دغو پناه غوښتونکو کې ښځې هم شته چې ج د پنجشنبې په ماښام د جرمني ایرفورت هوايي ډګر ته رسیدلي دي.

د جرمني د کډوالۍ دفتر کارکوونکو د دې افغان کډوالو هرکلي وکړ.

په افغانستان کې د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته د جرمني فدرالي حکومت ژمنه کړې وه، چې هره میاشت به له خطر سره مخامخ ۱۰۰۰ افغانان جرمني ته ولېږدوي خو دا بهیر اوس له ځنډ سره مخ دی.

راپورونه ښيي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په خطر کې د یو شمېر افغانانو غوښتنلیکونه منلي وو، خو په دغه هېواد کې له څو امنیتي پېښو وروسته یې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته ایمیلونه لېږلي چې د ډېرو غوښتنلکیونه رد شوي وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د اعلان له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۳ زره افغانان چې له خطر سره مخامخ دي جرمني ته د تلو په تمه دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فېسر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا حکومت له افغانانو سره کړې ژمنې په خطر کې اچولې، وویل چې د لېږل شویو کډوالو شمېر تر ژمنې کم دی.

نوموړې د دې ځنډ لامل د زياتو امنيتي څېړونو شتون وباله.