د هند په یوه زېږنتون کې د اور لګېدنې له امله لس تنه نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي

د هند په شمالي ایالت کې د نوي زېږېدليو ماشومانو د جدي پاملرنې په څانګه کې د اور لګېدو له امله لس تنه نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.

د هند په شمالي ایالت کې د نوي زېږېدليو ماشومانو د جدي پاملرنې په څانګه کې د اور لګېدو له امله لس تنه نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.
دغه اور د جمعې په ورځ ناوخته د اترپردېش ایالت د مرکز لکنو سویل لوېدیځ کې د مهاراني لکشمي بای په روغتیایي مرکز کې لګېدلی و.
د دغه د ایالت مرستیال وزیر برجېش پاټک وویل، د پېښې پر مهال په دغې څانګه کې ټول ۴۹ ماشومان ساتل کېدل، چې له ډلې یې شاوخوا ۳۸ نوي زېږېدلي ماشومان وژغورل شول.
نوموړي له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل، اووه تنه ټپي ماشومان په بېلابېلو څانګو او ځینو خصوصي روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.»
هغه وویل، په دغې پېښه کې یو ماشوم لا هم تری تم دی.
که څه هم د اور لګېدنې لامل لا هم معلوم نه شوی دی؛ خو د اترپردېش سر وزیر یوګي ادیتیا نات د پېښې په اړه د څېړنو امر کړی.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په دې پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

امنیتي سرچېنو منلې، چې په دغه برید کې چې د بلوچستان ایالت په کلات سیمه کې پر یو پوځي مرکز شوی، اووه تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
سرچېنې وایي، چې دغه برید د شپې ناوخته شوی او وسلهوالو له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستی؛ خو امنیتي سرچینو په دغه برید کې وسلهوالو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د دغه برید پړه د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ منلې او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ویلي، چې په دغه برید کې یې امنیتي ځواکونو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په صوبو کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې، چې تر ډېره یې پړه ټيټيپي، د بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ او داعش خراسان ډلې په غاړه اخلي.
همدغه څو ورځې وړاندې د بلوچستان په کویټې کې د یو ځانمرګي برید له امله ۲۶ تنه ووژل شول او تر ۵۰ زیات ټپیان شوي وو.

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي، چې اسراییل په رسمیت نه پېژني او د فلسطین له خلکو ملاتړ کوي.
ښاغلي ابراهیم دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په پیرو کې د اسیا - پاسیفیک اقتصادي همکارۍ په سرمشریزه کې د یوې خبري غونډې پرمهال کړې دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، نوموړي هر هغه وړاندیز رد کړ چې له مخې یې ویل کېدل د مالیزیا حکومت پلان لري چې له اسراییل سره خپل ډیپلوماټیک واټن کې بدلون راولي.
نوموړي د سي اېن اېن سره په مرکه کې ویلي، چې مالیزیا د فلسطین د خلکو "عدالت غوښتنې" لپاره باید د اسراییل په اړه خپل دریځ ثابت وساتي.
هغه زیاته کړې، که څه هم اسراییل په ملګرو ملتونو کې غړیتوب لري؛ خو د دوی حکومت یې په رسميت نه پېژني.

په امریکا کې د مسلمانانو مشرانو په ټاکنو کې له دونالډ ټرمپ څخه ملاتړ وکړ؛ خو اوس د هغه په کابینه کې له نویو ګومارنو سخت «نهیلي» شوي دي.
هغوی رویټرز ته ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د مارکو روییو له ټاکنو خوښ نه دي.
د فلاډلفیا اوسېدونکی پانګهوال او د «ټرمپ لپاره د مسلمانانو» د ډلې بنسټ اېښودونکي رابیول چودري وایي:« ډونالد ټرمپ زموږ له برکته بریالی شو؛ خو موږ یې د بهرنیو چارو د وزیر په ټاکل کېدو ناراضه یو.»
نوموړی وایي، چې په میشیګان او نورو ایالتونو کې د ډونالډ ټرمپ په ملاتړ د مسلمانانو رای کارونې د هغه په بریالیتوب کې ډېره مرسته وکړه.
د امریکا منتخب ولسمشر دونالډ ټرمپ د اسراییل کلک ملاتړی مارکو روییو د خپلې کابینې په اډانه کې د بهرنیو چارو وزارت ته نومولی دی.
مارکو روییو تر دې وړاندې ویلي و، چې په غزه کې به د اوربند لپاره نظر پوښتنه و نه کړي او هغه په دې باور دی چې اسراییل باید د حماس «ټول غړي» له منځه یوسي.
دونالډ ټرمپ دا رنګه د اسراییل بل ملاتړی مایک هاکبي په اسراییل کې د سفیر په توګه نومولی دی.
مایک هاکبي په فلسطین کې د دوو هېوادونو د رامنځته کولو مسله «د نه منلو او غیر عملي» بللې ده.
د امریکا د مسلمانانو د ځواکمنولو او مشارکت د شبکې اجرایوي مشر رکسینالډو نازارکو ویلي، مسلکان رای ورکوونکي هیله من وو، چې ټرمپ به داسې کسان په کابینه کې ګوماري چې د سولې لپاره کار وکړي.
هغه وایي، داسې هېڅ نښې نښانې تر اوسه نه دي لیدل شوي.
د مینه سونا د پوهنتون پخوانی استاد حسن عبدالسلام هم وایي، چې د ټرمپ د ګومارلو تګلارې د حیرانتیا وړ دي او هغه شان چې هغه فکر کاوه له هغې څخه ټرمپ ډېر «افراطي» عمل کوي.
د ټرمپ ګڼو مسلمانو او عرب ملاتړو رویټرز ته ویلي، هغوی هیلهمن دي چې د دونالډ ټرمپ د ملي اطلاعاتو پخوانی مشر ریچارډ ګرنل چې د امریکا له مسلمانانو او عرب وګړو سره یې د اړیکو په جوړولو کې کار کړی، په دې برخه کې به رغنده رول ولوبوي.
دغه کس امریکا مېشتو عربانو او مسلمانانو سره ژمنه کړې وه، چې ټرمپ به ډېر ژر په منځني ختیځ کې جګړه پای ته ورسوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، هغه هېوادونه چې اسراییل ته وسلې ورکوي د دغه هېواد په جنایتونو کې شریک دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه په سوریه او فلسطین کې د اسراییل د بریدونو په غبرګون د دغه وزارت د ویاند بیان خپور کړی دی.
په دغه بیان کې د اسماعیل بقایي له قوله لیکل شوي، چې په دمشق کې د اسراییل تېری او د لسګونو کسانو مرګ ژوبله او د زېربناوو تخریب د ایران لهخوا غندل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې ده، پر ګاونډیو هېوادونو د اسراییل د تېریو او جنایتونو پراخول او د سوریې حکومت له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه په پرله پسې توګه سرغړونې د ملګرو ملتونو د منشور خلاف کړنه ده.
هغه په دې تړاو د ملګروملتونو د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.
ښاغلي بقایي د دغو کړنو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د اسراییل لهخوا د زېربناوو له منځه وړل، د ښځو او ماشومانو په ګډون د خلکو ډلهییزه وژنه د ملګرو ملتونو د نړۍوالو حقونو سرغړونه او جنګي جنایت دی.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وایي، چې هر کال په نړۍ کې ۴،۹ میلیونه ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه سازمان له هېوادونو غواړي چې د دغو ماشومانو د وضعیت د ښه کولو لپاره لاس په کار شي.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان د جمعې په ورځ (د لړم ۲۵مه) پر اېکس خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې اقلیمي بدلونونه، جګړې او نړۍوال روغتیایي بحرانونه په ټوله نړۍ کې د ماشومانو لپاره جدي ګواښونه دي.
د ماشومانو د ملاتړ دغه اداره، د سمدستي لاس په کار کیدو پر اهمیت ټینګار سره وایي: «اوس د عمل وخت دی، نه د خبرو. هر ماشوم له پنځه کلنۍ وروسته، د ژوند کولو او ودې مستحق دی.»
د ماشومانو د ژغورنې سازمان په داسې حال کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې په ډېرو سیمو کې په جګړو او کړکېچ کې ښکېل میلیونونه ماشومان د تاوتریخوالي، خوارځواکۍ او روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ته د نه لاسرسي په ګډون له جدي خطرونو سره مخ دي.
د ماشومانو د مړینې کچه په هغو سیمو کې چې جګړه په کې روانه ده، په ځانګړې توګه غزې، سوریې، یمن، اوکراین او افغانستان کې لوړه ده. په دې سیمو کې د بحرانونو او جګړو له امله ماشومان روغتیايي خدمتونو ته لږ لاس رسی نه لري او له جدي خطرونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې د یو راپور له مخې، د غزې په جګړه کې د شپږو میاشتو په موده کې د تایید شویو قربانیانو شاوخوا ۷۰سلنه ښځې او ماشومان دي.
په افغانستان کې پراخې بې وزلۍ او اقتصادي کړکېچ د دې لامل شوی چې میلیونونه ماشومان له خوړو، زده کړو او لومړنیو اسانتیاوو بې برخې شي.
