د مقاومت جبهه: په کندز کې مو د طالبانو د استخباراتو ۳ غړي وژلي

د مقاومت جبهې نن ماښام د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره ویلي، چې په کندز ولایت کې یې د طالبانو د استخباراتو د عمومي مدیریت پر قرارګاه یې برید کړی. د دغې جبهې په وینا، په دې برید کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.