طالبانو پاکستان ته د ۳۶ ټُنه خرابو وریجو د بېرته ګرځولو خبر ورکړ

په خوست کې د غلام خان ګمرک مسوولان وایي، چې ۳۶ ټُنه خرابې شوې وریجې یې بېرته پاکستان ته ګرځولي دي. د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې یاده اندازه وریجې په نباتي افاتو ککړې وې.