رویټرز: له واک څخه د شېخ حسینې د لرې کولو پرمهال په لاریونونو کې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې له واک څخه د بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینې د لرې کولو پرمهال په لاریونونو کې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي. د راپور له مخې، تر دې وړاندې د بنګله دېش د حکومت له خوا د سخت چلند له امله د وژل شویو کسانو شمېر زر تنه ښودل شوی و.