• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: بایډن د لومړي ځل لپاره په روسیه کې د اوږد واټن توغندیو کارولو سره ستونزه نه لري

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۳۲ GMT+۰

د اسوشییتید خبري اژانس د سرچینو په وینا، بایډن د لومړي ځل لپاره په روسیه کې د امریکا له خوا اوکراین ته د ورکړل شوو اوږد واټن ویشتونکو توغندیو کارولو سره ستونزه نه لري.

د هغو کسانو په وینا چې دې موضوع کې ښکیل، ولسمشر جو بایډن د لومړي ځل لپاره اوکراین ته اجازه ورکړي چې د متحده ایالاتو له خوا د ورکړل شوو د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو پر مټ په روسیه کې دننه برید وکړي.

دا پریکړه د متحده ایالاتو د پالیسۍ یو لوی بدلون ښيي او په داسې حال کې شوی چې د بایډن د دندې موده د پای ته رسیدو په حال کې ده. منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې د اوکراین لپاره د امریکا ملاتړ به محدود کړي او ژر تر ژره به دغه جګړه پای ته ورسوي.

ویل کیږي، چې دا وسلې به د شمالي کوریا د هغې پریکړې په ځواب کې وکارول شي چې روسیې ته یې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د یرغل د ملاتړ لپاره زرګونه سرتیري استولي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

جنوبي وزیرستان کې د جومات دروازه کې چاودنه شوې

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۲ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت د جنوبي وزیرستان د برمل ولسوالۍ په اعظم ورسک کې د جومات په دروازه کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

سیمه ییز پولیس چارواکي وايي، چې چاودنه د شهزاده جومات پر وړاندې شوې او هدف یې هم د جومات ملا امام او د جمعیت علمای اسلام غړی مولانا شهزاده ترابي و.

د پاکستان استخباراتو یوې تبلیغاتي پاڼې په خواله رسنۍ اېکس کې د چاودنې د شېبې تصویر خپور کړی او ویلي یې دي، چې "خوارجو" په جنوبي وزیرستان کې یو جومات په نښه کړی دی.

په دې پاڼه کې په خپاره شوي یادښت کې ویل شوي چې د دغه برید هدف د جمعیت علمای اسلام یو مشر او مبلغ مولانا شهزاده خان ترابي و.

د سیمې خلک وايي، د پېښې ټپیان د واڼه روغتون ته لېږدول شوي دي.

امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د بريد په اړه پلټنې پيل شوې دي.

دا د پاکستان د مذهبي ډلو پر مشرانو دویم برید دی چې په تېرو څو ورځو کې ترسره کیږي.

تروسه کومې وسلوالې ډلې ددې پیښې پړه په غاړه نه ده اخیستې.

دوه ورځې وړاندې داعش خراسان په یوه برید کې د جماعت اسلامي د باجوړ ولسوالۍ مسوول صوفي حمید د وژلو پړه پر غاړه واخېسته.

په بنګله دېش کې د ډينګي ناروغۍ له امله د مړو شمېر تر ۴۰۰ واوښت

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۰ GMT+۰

په بنګله دېش کې چارواکو اعلان کړی چې سږ کال ۴۰۷ کسان د ډینګي ناروغۍ له امله مړه شوي او نږدې ۷۸ زره او ۶۰۰ کسان په دغه هېواد کې په روغتونونو کې بستر دي. بنګله دیش په وروستیو کلونو کې د ډینګي تر ټولو بدې ناروغۍ سره مبارزه کوي.

د تودوخې زیاتوالی او دوامداره موسمي بارانونه د دې لامل شوي چې د ناروغانو شمیر زیات شي او روغتونونه په ځانګړي ډول ښاري سیمو کې روغتیايي مرکزونه له ستونزو سره مخ شي.

د نومبر تر نیمایي پورې د څلور زره او ۱۷۳ ناروغانو درملنه کېده، چې نږدې نیمایي یې د پلازمینې ډاکې په روغتونونو کې بستر شوي وو.

په ښارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه د ډینګي ناروغۍ خپریدو ته وده ورکوي، په ځانګړې توګه له جون څخه تر سپټمبر میاشتې پورې موسمي بارانونه زیات وي.

د تودوخې لوړوالی او موسمي توپانونه، دواړه د اقلیم له بدلون سره تړاو لري، چې د میاشو تولید او د ډینګي چټک خپریدو زیاتوالی ورسره موندلی دی.

حماس: پر بیت لاهیا د اسراییل په برید کې ۷۲ کسان وژل شوي

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۶ GMT+۰

د حماس مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ د غزې په شمالي ښار بیت لاهیا کې د استوګنې پر ودانۍ د اسراییل په برید کې ۷۲ فلسطینیان وژل شوي دي. له دې مخکې رویټرز خبري اژانس د فلسطیني ډاکټرانو په حواله ویلي و، چې په دې سیمه کې د اسراییل په برید کې لسګونه فلسطینیان وژل شوي.

په دغه برید کې د مرګ ژوبلې کره شمېرې تر اوسه نه دي خپرې شوې.

د فلسطین د ملکي دفاع سازمان ویلي چې لسګونه تنه ټپیان او یا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

د اسراییل پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دغه برید انځورونه، چې رویټرز خبري اژانس خپاره کړي، په بشپړه توګه ویجاړه شوې ودانۍ ښيي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د پېښې یوه ویډیو رسنیو ته رسېدلې، چې ښيي ځايي خلک تر خاورو لاندې شوي مړي راوباسي او یو شمېر نږدې کورونه هم سخت زیانمن شوي دي.

د ډاکټرانو او د سیمې د اوسېدونکو په وینا، په دې ودانۍ کې د شپږو کورنیو غړي اوسېدل.

تېره میاشت د اسراییل پوځ له ټانکونو سره مل بیت لاهیا او شاوخوا ښارګوټو ته د حماس د ځواکونو د ورتلو د مخنیوي لپاره پوځي ځواک واستاوه.

د اسراييلي پوځ په وينا په دغو دريو سيمو کې سلګونه وسله وال وژل شوي دي.

د ورځې په پیل کې، ډاکټرانو وویل، د غزې په مرکزي برخه کې د بوریج په کمپ کې د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.

د ډاکټرانو په وینا، څلور تنه نور د نصیرات په کمپ کې وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۴۳ زره او ۸۰۰ کسان وژل شوي دي.

یونېسف: په پاکستان کې هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ نوي زېږېدلي ماشومان مري

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۱۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، په پاکستان کې هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ نوي زېږېدلي ماشومان مري، چې دا په نړۍ او سوېلي اسیا کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړینې لوړه کچه ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د سوېلي اسیا څانګې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۷مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د اټکل له مخې، په ټول پاکستان کې هره ورځ له ۷۰۰ څخه ډیر نوي زېږېدلي ماشومان مري.

په راپور کې ویل شوي، چې د حرانتیا وړ خبره لا داده، چې په ډیری برخو کې د نویو زیږیدلو ماشومانو د مړینې مخنیوی شونی دی.

د دغه راپور له مخې، چې وړاندې داسې انګېرل کېدل، چې ګواکې د ماشومانو مړینه د زیږون پر وخت د مسلکي روغتیايي کارکوونکو د نشتوالي له امله رامنځ ته کیږي، خو په پاکستان کې شاوخوا ۶۹ سلنه زیږون د مسلکي کسانو له خوا کیږي.

خو دغه سازمان وايي، چې په دغه هېواد کې د نويو زیږیدلو ماشومانو مړینه د مسلکي کسانو د نشتوالي له امله نه ده.

په دغه راپور کې په پاکستان کې د نویو زیږیدلو ماشومانو د مړینې یو له سترو لاملونو څخه په میندو کې د خوارځواکۍ له امله د وخت نه مخکې زیږون په ګوته شوی دی.

راپور زیاتوي، چې ۴۲ سلنه مېرمنې د زیږون پر مهال د وینې کمښت لري او دا شمېرې په کلیوالي سیمو کې نورې هم لوړې دي.

په راپور کې د نوي زیږیدلو ماشومانو د مړینې او هغوی ته په راتلونکي کې د زیان په اړه قوي خوړو ته د میندو د لاسرسي نه شتون هو ښودل شوی.

دوی وايي، دمګړۍ په پاکستان د یوې نوې طریقې له لارې د ډیرو ماشومانو ژوند ژغورل شوی او یادې طریقې تر ډیره بریده ښه پایله ورکړې ده.

دغه طریقه د کانګرو مور په نوم یادیږي، چې نوی زیږدلی ماشوم د مور پر سینه ایښودل کیږي او له زیږون وروسته هغوی له ورځو او اونیو وروسته سره یوځای کوي، او په دې ډول سره ماشوم چې له وخت مخکې زیږدیدلي وي له مور سره اړیکه یې پیاوړې کیږی، له دې لارې د پوستکي تماس نیول کیږي، فشار کموي او په ماشوم کې ټول پنځه حسونه هڅوي.

یونېسف وايي، د ماشومان د ژوند ژغورولو لپاره د دغې طریقي ټول اړین توکي د نویو زیږیدلو ماشومانو مېندو ته ورکوي.

پاکستاني حکومت په چمن کې ځايي اوسېدونکو ته د ۵۰۰۰ وړیا پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۸ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، چې د دغه هیواد حکومت ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سوېلي پښتونخوا په چمن کې ځايي اوسېدونکو ته د ۵۰۰۰ وړیا پاسپورټونو ورکولو د وېش لړۍ پیل کړې ده. خو هلته پرلت‌وال ورسره په ډیورنډ کرښه ویزه او پاسپورټ نه مني.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون ناست پرلت وهونکي وايي، چې د پاکستان دغې پرېکړې ته نه تلسیمږي او له پاسپورټ پرته دواړو خواو ته تګ راتګ غواړي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې تېره ورځ حکومت په بلوچستان ایالت کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د چمن اوسېدونکو لپاره د ۵۰۰۰ وړیا پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د وړیا پاسپورټونو له ورکولو یې موخه د چمن د بې وزله مزدورانو مرسته کول دي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه سند پالیسي له امله زیانمن شوي دي.

په چمن کې ځايي خبریالان وايي، چې د وړیا پاسپورټ د وېش لړۍ د بلوچستان ایالت د حکومتي مسولانو او په چمن کې د مېشتو پوځیانو د استازي له لوري پیل شوې.

د خبریالانو د معلوماتو له مخې د دغه پروګرام په پرانېسته کې قومي مشرانو او سوداګرو هم برخه اخیستې وه.

د پاکستان سما نیوز د کوټې د پولیسو د مشر له قوله لیکلي دي چې: «د دې پروژې له مخې، حکومت د ۵۰۰۰ کسانو لپاره د پاسپورټ فیس ورکوي. کله چې د چمن په دروازه د يو سند قانون نافذ شو، نو ځينو خلکو دا غلط فهمي وکړه چې بېکاري يې زياته کړه. حکومت غواړي چې ټول خلک پاسپورټونه ولري، خو هغه څوک چې د پاسپورټ اخيستلو توان نه لري. په وړیا توګه ورکول کیږي.»

همدارنګه دغه چارواکو ویلي، چې خلکو ته به د وړیا پاسپورټونو ترڅنګ د افغانستان وړیا ویزې هم ورکړي.

دوی زیاته کړې، چې د چمن د خلکو لپاره د کاري زمیني چمتو کولو لپاره یې د چمن پر خلکو ۹۰۰ میلیونه پاکستاني روپۍ ویشلي دي او ډیر ژر به د چمن د ماسټر پلان د پروژي په پیل سره هلته خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

بل خوا پاکستان د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون د پرلت وهلو یوه کال پوره شوی او پرلت وهونکي وايي، د پاکستان د دغې پرېکړې په کلکه مخالفت کوي.

د چمن پرلت غړی صادق خان اڅګزی وايي: «د پاکستان پاسپورټ څه چې موږ بیخې ډیورنډ کرښه نه منو، رشوت خوړونکي اداري نه منو او ناروا پالیسي نه منو. دا د پاسپورټ اخیستلو په ویش کې ځینو ضعیفو کسانو ګډون کړی، خو دا د چمن د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده.»

پرلت وال خبرداری ورکوي، که د پاکستان حکومت له خپلو دغو ډول کړنو لاس وانه خلي دوی اړ کیږي، چې دغه سوله ییز پرلت د حکومت په وړاندې په تاوتریخجن بهیر واړوي.

پاکستان تېر کال د نومبر په میاشت کې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه وکړه.

د دغې پرېکړې په غبرګون د چمن ښار سلګونو کسان پرلت وواهه او د یوه کال په تېریدو لا هم پرلت دوام لري او د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې نه دی پر شا شوی.