طالبان نړۍوالې ادارې په افغانستان کې د تاریخ تېرو درملو په وېشلو تورنوي

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د دوشنبې په ورځ د روغتیا د نړۍوال سازمان له پلاوي سره په کتنه کې د نړۍوالو ادارو له خوا په افغانستان کې د تاریخ تېرو درملو په وېشلو اندېښنه څرګنده کړه. عبدالسلام حنفي وایي، چې د دغو درملو وېشل د نړۍوالو ادارو اعتبار ته زیان رسوي.





