بلخ او پروان کې طالب چارواکو د وسلو د ثبت په اړه د هبت الله د امر پر پلي کولو ټینګار کړی

د بیت المال د ثبت، تثبیت او ساتني په موخه د هبت الله اخوندزاده د امر د پلي کولو په اړه په یو شمېر ولایتونو کې غونډې جوړې شوې دي. په بلخ ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د پوځي تجهیزاتو، د شخصي او بیت المال وسلو د ثبتولو او د وسلو د راکړې ورکړې د بندولو په اړه خبرې وکړې.