طالبانو له روغتیا نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې د افغانستان داخلي روغتیایي سیسټم تقویه کړي

د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روغتیا نړیوال سازمان له سیمه ییزې مشرې سره په لیدنه کې غوښتنه وکړه، چې د افغانستان داخلي روغتیايي سیسیټم تجهیز او تقویه کړي.