• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني په بن ښار کې د افغانستان جنرال کونسل له خپلې دندې استعفا وکړه

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۲ GMT+۰

د جرمني په بن ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کونسل سید لطیف الله سادات په حواله لیکلي چې په بن کې د جنرال کونسل په توګه له خپلې دندې ګوښه کیږي. سادات وايي، له یوې مودې راهیسې ددې سیاسي استازولۍ مسلکي دندې د سیاسي دلایلو له امله خنډونه سره مخ شوې دي.

په جرمني کې د افغانستان جنرال کونسلګرۍ نن دوشنبه «د لړم۲۸مه» په خواله رسنۍ فېسبوک کې د جنرال کونسل سید لطیف الله سادات په حواله یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.

په دې خپرپاڼه کې لیکل شوي چې:«د شته ستونزو د دوام د مخنیوي او د کوربه هېواد د سیاسي ملحوظاتو او محدودیتونو او غوښتنې په پام کې نیولو سره زه چې د افغانستان په ډېپلوماتیکه دستګاه کې د ۲۳ کلونو خدمت ویاړ لرم، په جرمني کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د جنرال ‌قونسل په توګه له خپلې دندې ګوښه کیږم.»

په دې خبرپاڼه کې د کوربه هېواد جرمني سیاسي ملحوظات او محدودیتونه نه دي روښانه شوي.

افغان جنرال کونسل په دې خبرپاڼه کې یوازې دومره یادونه کړې ده چې له یوې مودې راهیسې د دې استازولۍ مسلکي دندې په ځانګړې توګه د سیاسي، دلایلو له امله له خنډونو سره مخ شوې دي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په جرمني کې د افغانستان د نمایندګیو بانکي حسابونه، تادیات او لګښتونه د وروستیو تحولاتو له لومړۍ اونۍ څخه تر اوسه د کوربه د اړونده ادارو تر مستقیم څار لاندې دي.

سید لطیف الله سادات چې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې ۲۳ کلنه کاري سابقه لري وايي، د لومړي درجه مسوول په توګه د خپلی ټاکني له لومړۍ نیټې نه د خپلو رسمي کړنو او چارو څخه په پوره شفافیت د حساب ‌ورکولو لپاره چمتو دی.

خو سادات په دې خبرپاڼه کې نه دي ویلي چې ایا بن کونسلګري به خپل کار ته ادامه ورکوي او یا هم وبه تړل شي.

له دې وړاندې د افغانستان انټرنشنل یوه ځانګړي راپور کې موندلې وه، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په جرمني کې د افغانستان له سفارت او بن کونسلګرۍ سره تعامل ددې دوو ډپلوماتیکو استازځایونو د لومړۍ درجه مسوولانو په ګوښه کېدو پورې مشروط کړی.

د یاد وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په برلین کې د افغانستان سفارت او د بن کونسلګرۍ ته کافي وخت ورکړل شوی و، چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل چارې پرمخ بوځي، خو دوی دې چارې ته حاضر نه شول او اوس چې حاضر دي، طالبان یې نه مني.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره؛ امریکا درې میلیارده او چین ۶۴ میلیونه ډالره مرسته کړې

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یاو شیاوینګ اعلان وکړ چې بیجینګ په دریو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره څه باندې ۶۴ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. د سیګار د راپور له مخې، امریکا هم په دې موده کې افغانستان ته له درې میلیارده ډېر ډالر استولي دي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د بېجینګ له بین المللي خبرو اترو مرکز سره په مرکه کې وویل چې هېواد یې په تېرو دریو کلونو کې له افغانستان سره ۴۷۰ میلیونه یوان چې څه باندې ۶۴ میلیونه ډالره کېږي، مرسته کړې ده.

که څه هم چین د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو په کابل کې یې سفیر ټاکلی او لومړنی هېواد دی چې د طالبانو سفیر یې په بیجینګ کې منلی دی.

له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو او واک ته د طالبانو له راتګ وروسته چین هم هڅه کړې چې د افغانستان په اقتصادي پروژو او د کانونو، تیلو او ګازو په قراردادونو کې دخیل شي.

له افغانستان سره چې دمګړۍ د طالبانو په واک کې دی، د چین او امریکا د مرستو اندازه له کابل سره د دواړو هېوادونو د چلند ښودنه کوي.

په تېرو دریو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا مرستې د چین په پرتله ۴۷ چنده زیاتې دي.

متحده ایالات طالبان په رسمیت نه پیژني، خو له افغانستان څخه یې له وتلو وروسته کابل ته د مرستو لیږلو ته دوام ورکړی دی.

د سیګار د راپور له مخې، چې په اکتوبر میاشت کې خپور شو، متحده ایالاتو په تیرو دریو کلونو کې له افغانستان او افغان کډوالو سره په ټولیزه توګه ۲۱.۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د سیګار په وینا، له دې پیسو څخه ۳.۳۳ میلیارده ډالر د بشري او پراختیايي مرستو تر نامه لاندې افغانستان ته استول شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا مرستې تل له نیوکو سره مخ دي.

د طالبانو ځینې منتقدان او د امریکا ځانګړی مفتش وايي، چې ښيي افغانستان ته لېږل شویو پیسو ته طالبانو لاسرسی درلود او ګټه یې ترې پورته کړه ده، خو ملګري ملتونه چې د مرستو همغږي کوي، ادعا کوي چې دا پیسې طالبانو ته نه ځي.

د افغانستان بانک چې طالبان یې اداره کوي، تر تېر کال غويي میاشتې پورې په اونۍ کې دوه ځلې کابل ته د ۴۰ میلیونو ډالرو کڅوړو راتلل اعلانول.

طالبانو وروسته د مرستو د رسیدو خبر خپرول بند کړل، خو په په همدغه ترڅ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې کابل ته د ۴۰ میلیونو ډالرو کڅوړې لا هم روانې دي.

جماعت اسلامي ګوند له طالبانو غوښتي چې افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد نه کاروي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر په اسلام اباد کې په يوه کنفرانس کې له افغان طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو پر وړاندې نه کاروي. د دغه ګوند مشر حافظ نعيم الرحمان پاکستان حکومت ته ويلي، چې له طالبانو سره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې د ناامنیو زیاتېدو اړوند په يوه کنفرانس کې پر حکومت غږ وکړ، چې د امنيتي بحران د اواري لپاره له ښکيلو خواوو سره خبرې اترې پيل کړي.

نوموړي ټينګار کړی، چې پاکستان حکومت دې په بيړنۍ توګه پر خپله امنيتي پاليسۍ بیا کتنه وکړي.

هغه وویل: «د هر انسان ژند ارزښتناک دی، حکومت باید پر خپلې تګلارې له سره کتنه وکړي.»

د جماعت اسلامي ګوند مشر په افغانستان کې له واکمنو طالبانو وغوښتل، چې مسوولانه عمل وکړي او اسلام اباد ډاډمن کړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو په ضد نه کارول کيږي.

نوموړي په دې اړه له پاکستان نه هم غوښتي چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اندېښنو د اواري لپاره په خبرو کې برخه واخلي.

د پاکستان د یو شمېر سياسیونو ترڅنګ د پاکستان بېلابيلو چارواکو په وار وار پر افغان طالبانو نيوکه کړې، چې د پاکستان په ناامنیو کې لاس لري او یو شمېر ترهګرې ډلې د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي.

خو طالبانو د پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې رد کړې او په خپلو څرګندونو کې يې ډاډ ښودلی، چې د افغانستان له خاورې به چا ته زيان ونه رسيږي.

ملګري ملتونه: واورې روغتیايي خدمتونو ته د افغان ښځو لاسرسی ننګوي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د افغانستان په کلیوالو سیمو کې سړه هوا او واورې روغتیايي خدمتونو ته د افغان ښځو لاس رسی ستونزمنوي. دغه سازمان وايي، سږ کال یې د استرالیا په مرسته ۲،۴ میلیونه افغانانو ته چې ډېری یې ښځې دي، د ژوند ژغورنې خدمات وړاندې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق د دوشنبې په ورځ «د لړم ۲۸مه» په خواله رسنۍ اېکس په یوه یادښت کې اعلان وکړ، چې د ژمي په موسم کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي اړوند ننګونو سره د مقابلې لپاره یې په ټول افغانستان کې په اتو سیمه ییزو ګودامونو کې طبي وسایل زېرمه کړي دي.

د دغه سازمان په وینا، روغتیایی خدمتونو ته د ښځو او میندو لاسرسی، په بیړنیو حالاتو کې د ماشوم د زیږون او د لومړنیو خدمتونو لپاره د ماهرو کارکوونکو د شتون په ګډون، کمښت راغلی چې د مړینې او نورو ناروغیو د زیاتیدو لامل کیږی.

دغه سازمان لیکلي: "موږ له خپلو شریکانو سره د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ښځو او نجونو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوو."

دغه سازمان په یوه بل یادښت کې لیکلي چې د روان کال له جنوري څخه تر اکتوبر میاشتې پورې دوه اعشاریه څلور میلیونه افغانانو ته چې ۸۰ سلنه یې ښځې او نجونې وې، د ژوند ژغورنې خدمتونه وړاندې شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د استرالیا هېواد په مالي مرسته د افغانستان له خلکو سره شوې دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان په افغانستان کې له درې اعشاریه پنځه میلیونو میندو او امیندواره ښځو سره د حیاتي مرستو د برابرولو اعلان کړی و او ټینګار یې کړی و چې امیندواره او تازه میندې شوې ښځې د اوسني بحران له امله له زیاتو خطرونو او زیانونو سره مخ دي.

په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د وسلو د خرڅلاو پټ دوکانونه جوړ شوي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۶ GMT+۰

د پاکستاني طالبانو یو شمېر جنګیالیو په افغانستان کې د وړو وسلو پېر او پلور ته مخه کړې او د طالبانو د حکومت ځینې غړي ورسره همکاري کوي.دغه وسلې د کابل په بوش بازار، شکردره، د خوست په اهنګرانو مارکېټ، کندز ښار او غزني کې په پټه خرڅیږي.

په کابل کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ټي ټي پي اسانچارو په کابل، کندز، پکتیکا، غزني او خوست ولایتونو کې د سپکو وسلو پټ دوکانونه پرانېستي او د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو اړوند وسلو پېر او پلور پکې کیږي.

سرچینه وایي، " دغه وسلې د کابل په بوش بازار، شکردره، چې پخوا هلته حافظ ګل بهادر اوسېده، د خوست په اهنګرانو مارکېټ، کندز ښار او غزني کې په پټه خرڅیږي".

په دې وسلو کې ایم ۱۶، ایم ۴، کلاشنیکوف، د جي اېن جي مرمۍ، چې په ګرنېټ کوپونو کې کاریږي او ګرنېټ کوپ لرونکي اېم فور پلورل کیږي. د سرچینې په وینا، یو ګرنېټ کوپ لرونکی اېم ۴ په درې سوه زره افغانیو پلورل کیږي.

د لړم میاشتې پر پنځمه د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخونزاده د یوه فرمان په صادرولو سره له وسله تونونو د وسلو بې اجازې اېستل بند کړل.

په دغه اته ماده ییز فرمان کې د طالبانو مشر له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست نه د وسلو، پوځي تجهیزاتو او نورو مهماتو د وېش واک اخستی.

د سرچینې په باور، ددغه فرمان ورکولو یو هدف د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وسلو د خرڅلاو او قاچاق مخنیوی دی، چې د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو ترې اندېښنې ښودلې دي.

طالبانو د وسلو د خرڅلاو او قاچاق په تور خپل یو شمېر قوماندانان هم نیولي دي.

په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ کال له پوځي عملیاتو وروسته د قبایلي سیمو د وسلو ډېری سوداګر د افغانستان سرحدي سیمو ته راغلل او د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې وکړای شول چې په خوست او ور څېرمه ولایتونو کې په کمه بیه ګرانې او پرمختللې وسلې وپیري.

سرچینه وایي، چې "دغو وسله پلورونکو ته القاعدې خپل مخکیني پورونه بېرته ور کړل او دوی وکړای شول چې په دې پیسو د سقوط په ورځو کې کافي اندازه وسلې وپېري".

سرچینه وایي، "ټي ټي پي د وسلو له ازاد بازار نه په دې وروستیو کې نوي سنایپر ترلاسه کړي چې په څلور کیلومټره کې هدف په نښه کوي او د امریکایي دهشکې مرمۍ خوري".

د سرچینې په باور، "ټي ټي پي د ژمي له را رسېدو وړاندې په ازاد بازار کې په زیاته کچه سپکې او درندې وسلې پېرلې او باجوړ، شمالي او جنوبي وزیرستان ته یې د خپلو پسرلنیو عملیاتو لپاره لېږدولې دي".

پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې چې د اسلام اباد مخالفو جنګیالیو ته یې د نویو وسلو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړې، خو طالبانو دا ډول رپوټونه رد کړي دي.

ایراني پولیسو درې هغه پاکستانیان نیولي چې ایران کې یې افغانان یرغمل کول

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۲ GMT+۰

د ایران پولیسو درې هغه پاکستانیان نیولي چې د بونګې لپاره یې افغانان یرغمل کول او د هغوی له کورنیو یې پیسې اخستې. دغه درې تنه پاکستاني وګړي په تهران کې نیول شوي او پر خپل جرم یې اعتراف کړی.

د ایران د اعتماد ورځپاڼې د رپوټ له مخې، دا درې تنه پاکستانیان «اګاهۍ ادارې» ته د یوه افغان له شکایت وروسته نیول شوي دي.

یاد افغان شکایت کړی چې « په کار پسې ګرځېدم چې درې کسانو راته وویل چې د باغ ساتنې لپاره یې ګوماري، خو هغوی زه بندي کړم، چې ښايي لس نور کسان هم هلته وو».نوموړي زیاته کړې چې « له نورو یرغمل شویو کسانو سره مې خبرې وکړې، له یوې تر دریو اونیو بندیان وو».

یاد افغان ویلي چې د پیسو له ترلاسه کولو وروسته دوی زندانیان نه خوشي کول.

دغو پاکستانیانو په خپل اعتراف کې ویلي چې افغانانو څه وخت مخکې دوی یرغمل کړي وو او ددوی له کورنیو یې بونګې غوښتې.