• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: واورې روغتیايي خدمتونو ته د افغان ښځو لاسرسی ننګوي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د افغانستان په کلیوالو سیمو کې سړه هوا او واورې روغتیايي خدمتونو ته د افغان ښځو لاس رسی ستونزمنوي. دغه سازمان وايي، سږ کال یې د استرالیا په مرسته ۲،۴ میلیونه افغانانو ته چې ډېری یې ښځې دي، د ژوند ژغورنې خدمات وړاندې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق د دوشنبې په ورځ «د لړم ۲۸مه» په خواله رسنۍ اېکس په یوه یادښت کې اعلان وکړ، چې د ژمي په موسم کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي اړوند ننګونو سره د مقابلې لپاره یې په ټول افغانستان کې په اتو سیمه ییزو ګودامونو کې طبي وسایل زېرمه کړي دي.

د دغه سازمان په وینا، روغتیایی خدمتونو ته د ښځو او میندو لاسرسی، په بیړنیو حالاتو کې د ماشوم د زیږون او د لومړنیو خدمتونو لپاره د ماهرو کارکوونکو د شتون په ګډون، کمښت راغلی چې د مړینې او نورو ناروغیو د زیاتیدو لامل کیږی.

دغه سازمان لیکلي: "موږ له خپلو شریکانو سره د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ښځو او نجونو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوو."

دغه سازمان په یوه بل یادښت کې لیکلي چې د روان کال له جنوري څخه تر اکتوبر میاشتې پورې دوه اعشاریه څلور میلیونه افغانانو ته چې ۸۰ سلنه یې ښځې او نجونې وې، د ژوند ژغورنې خدمتونه وړاندې شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د استرالیا هېواد په مالي مرسته د افغانستان له خلکو سره شوې دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان په افغانستان کې له درې اعشاریه پنځه میلیونو میندو او امیندواره ښځو سره د حیاتي مرستو د برابرولو اعلان کړی و او ټینګار یې کړی و چې امیندواره او تازه میندې شوې ښځې د اوسني بحران له امله له زیاتو خطرونو او زیانونو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د وسلو د خرڅلاو پټ دوکانونه جوړ شوي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۶ GMT+۰

د پاکستاني طالبانو یو شمېر جنګیالیو په افغانستان کې د وړو وسلو پېر او پلور ته مخه کړې او د طالبانو د حکومت ځینې غړي ورسره همکاري کوي.دغه وسلې د کابل په بوش بازار، شکردره، د خوست په اهنګرانو مارکېټ، کندز ښار او غزني کې په پټه خرڅیږي.

په کابل کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ټي ټي پي اسانچارو په کابل، کندز، پکتیکا، غزني او خوست ولایتونو کې د سپکو وسلو پټ دوکانونه پرانېستي او د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو اړوند وسلو پېر او پلور پکې کیږي.

سرچینه وایي، " دغه وسلې د کابل په بوش بازار، شکردره، چې پخوا هلته حافظ ګل بهادر اوسېده، د خوست په اهنګرانو مارکېټ، کندز ښار او غزني کې په پټه خرڅیږي".

په دې وسلو کې ایم ۱۶، ایم ۴، کلاشنیکوف، د جي اېن جي مرمۍ، چې په ګرنېټ کوپونو کې کاریږي او ګرنېټ کوپ لرونکي اېم فور پلورل کیږي. د سرچینې په وینا، یو ګرنېټ کوپ لرونکی اېم ۴ په درې سوه زره افغانیو پلورل کیږي.

د لړم میاشتې پر پنځمه د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخونزاده د یوه فرمان په صادرولو سره له وسله تونونو د وسلو بې اجازې اېستل بند کړل.

په دغه اته ماده ییز فرمان کې د طالبانو مشر له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست نه د وسلو، پوځي تجهیزاتو او نورو مهماتو د وېش واک اخستی.

د سرچینې په باور، ددغه فرمان ورکولو یو هدف د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وسلو د خرڅلاو او قاچاق مخنیوی دی، چې د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو ترې اندېښنې ښودلې دي.

طالبانو د وسلو د خرڅلاو او قاچاق په تور خپل یو شمېر قوماندانان هم نیولي دي.

په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ کال له پوځي عملیاتو وروسته د قبایلي سیمو د وسلو ډېری سوداګر د افغانستان سرحدي سیمو ته راغلل او د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې وکړای شول چې په خوست او ور څېرمه ولایتونو کې په کمه بیه ګرانې او پرمختللې وسلې وپیري.

سرچینه وایي، چې "دغو وسله پلورونکو ته القاعدې خپل مخکیني پورونه بېرته ور کړل او دوی وکړای شول چې په دې پیسو د سقوط په ورځو کې کافي اندازه وسلې وپېري".

سرچینه وایي، "ټي ټي پي د وسلو له ازاد بازار نه په دې وروستیو کې نوي سنایپر ترلاسه کړي چې په څلور کیلومټره کې هدف په نښه کوي او د امریکایي دهشکې مرمۍ خوري".

د سرچینې په باور، "ټي ټي پي د ژمي له را رسېدو وړاندې په ازاد بازار کې په زیاته کچه سپکې او درندې وسلې پېرلې او باجوړ، شمالي او جنوبي وزیرستان ته یې د خپلو پسرلنیو عملیاتو لپاره لېږدولې دي".

پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې چې د اسلام اباد مخالفو جنګیالیو ته یې د نویو وسلو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړې، خو طالبانو دا ډول رپوټونه رد کړي دي.

ایراني پولیسو درې هغه پاکستانیان نیولي چې ایران کې یې افغانان یرغمل کول

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۲ GMT+۰

د ایران پولیسو درې هغه پاکستانیان نیولي چې د بونګې لپاره یې افغانان یرغمل کول او د هغوی له کورنیو یې پیسې اخستې. دغه درې تنه پاکستاني وګړي په تهران کې نیول شوي او پر خپل جرم یې اعتراف کړی.

د ایران د اعتماد ورځپاڼې د رپوټ له مخې، دا درې تنه پاکستانیان «اګاهۍ ادارې» ته د یوه افغان له شکایت وروسته نیول شوي دي.

یاد افغان شکایت کړی چې « په کار پسې ګرځېدم چې درې کسانو راته وویل چې د باغ ساتنې لپاره یې ګوماري، خو هغوی زه بندي کړم، چې ښايي لس نور کسان هم هلته وو».نوموړي زیاته کړې چې « له نورو یرغمل شویو کسانو سره مې خبرې وکړې، له یوې تر دریو اونیو بندیان وو».

یاد افغان ویلي چې د پیسو له ترلاسه کولو وروسته دوی زندانیان نه خوشي کول.

دغو پاکستانیانو په خپل اعتراف کې ویلي چې افغانانو څه وخت مخکې دوی یرغمل کړي وو او ددوی له کورنیو یې بونګې غوښتې.

طالبان: د کړکېچ نړیواله ډله ژمنه ده، چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون ستونزې هوارې کړي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۲۱ GMT+۰

طالبان وايي، د کړکېچ نړیوالې ډلې ژمنه ورسره کړې چې په افغانستان کې به د اقلیم د بدلون له امله رامنځته شوې ستونزې هوارې کړي. د طالبانو د چاپیریال ساتنې اداره وايي، چې دغه ژمنه ورسره په اذربایجان کې د وروستۍ غونډې په څنډو کې شوې.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن دوشنبه د (لړم ۲۸مه) په خپله ایکس پاڼه په یوه راپور کې د دغې ډلې د چاپیریال ساتنې ادارې د چارواکو له قوله لیکلي، چې د کړکېچ نړۍوالې ډلې چارواکو ورسره ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د اقلیم د بدلون له امله رامنځته شوې ستونزې هوارې کړي.

یاد ټلویزیون په خبر کې زیاتوي، چې دغه ژمنه په اذربایجان کې د دغې ډلې د چاپیریال ساتنې ادارې له مشر مطیع الحق مخلص سره د کړکېچ نړۍوالې ډلې د دغې ناستې په څنډو کې کړې ده.

د کړکېچ نړۍوالې ډلې په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په راپور کې ویلي، چې د کړکېچ نړیوالې ډلې ورسره ژمنه کړې چې په دې برخه کې به د مرستندویانو د جلبولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیم د بدلون په اړه په نړۍواله ناسته کې د طالبانو د پلاوي ګډون د بشري حقونو د بنسټونو او د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو له سختو نیوکو سره مخ شوی و.

د ملګرو ملتونو په کوربه توب د اقلیم د بدلون غونډه د تېرې دوشنبې په ورځ (لړم ۲۸مه) د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د دوو ورځو لپاره جوړه شوې وه، چې د افغانستان په ګډون ۱۶۰ هېوادونو په کې د شین کوړیزو ګازونو د کمولو ژمنه کړې ده.

ای او اېم: افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې لا هم په پولیو اخته ناروغان لري

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۵۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر اګسټ میاشتې پورې یې په افغانستان کې ۶۷ زره او ۷۵۲ ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان په افغانستان کې د پولیو وایرس د شتون په اړه ندیښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د دوشنبې په ورځ د (لړم ۲۸مه) په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې یې په خپل مالي ملاتړ نږدې ۷۰ زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان وايي، په افغانستان کې د اوسېدو نامناسب چاپیریال او ضعیف اقتصاد د اړتیا وړ خلکو ته د واکسین ترلاسه کول ستونزمن کړي.

دغه سازمان وايي، د افغانستان په ټولو برخو کې تازه راستنو شویو کډوالو، بې ځایه شویو خلکو او په ټولنه کې وروسته پاتې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

ای او اېم وايي،‌ د پولیو د له منځه وړلو نړۍوال نوښت سره په کډه د پولیو او نورو ناروغیو په وړاندې د وقاعیې د واکسین خدمتونو وړاندې کوي. او په ځانګړي ډول د افغانستان په ختیځ او سوېل کې خپل خدمتونه نور هم پراخوي.

دغه سازمان وايي، د خپلو خدمتونو وړاندې کولو پر مهال یې ۷۰۵۰ تنه داسې ماشومانو ته د واکسین په ورکولو هڅولي دي، چې وړاندې تردې یې خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکول.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان وايي، د خپلو هڅو په دوام یې د مرستو چمتو کولو له لارې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په څیر شریکانو سره مرستې کوي تر څو د اړتیا وړ روغتیايي توکي اړمنو خلکو ته ورسیږي.

یونېسف: د خوارځواکۍ د پېژندلو لپاره مو د څه باندې یو میلیون افغان ماشومانو معاینه کړې

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۵۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي، چې د سپټمبر په میاشت کې یې په افغانستان کې له یو میلیون ډیر ماشومان د خوارځواکۍ له امله معاینه کړي دي. یونېسف ټینګار کړی چې دغه ازموینې د خوارځواکۍ تر ګواښ لاندې ماشومانو د پیژندلو لپاره لومړی ګام دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف نن دوشنبه د (لړم ۲۸مه) لیکلي، چې یوازې د سپټمبر په میاشت کې یې په افغانستان کې له یو میلیون ډیر ماشومان د خوارځواکۍ له امله معاینه کړي دي.

دغه سازمان دا نه دي ویلي، چې په دغو څه باندې یو میلیون ماشومانو کې څومره شمېر یې په سخته خوارځواکۍ اخته دي.

خو د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې سږ کال ۳۴۳ زره ماشومان په سخته خوارځواکۍ د افغانستان روغتونونو ته د درملنې لپاره استول شوي دي.

تر دې مخکې د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي و چې په افغانستان کې د خوراکي توکو ناامني په مخ پر زیاتیدونکي ناورین بدله شوې او ۲.۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي په خوارځواکۍ اخته دي.

نړۍوال سازمانونه وايي، چې په افغانستان کې د بې وزلۍ او لوږې د پراخېدو له امله د هغو ماشومانو شمېر ډېرېږي، چې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.