پولیسو کوهاټ کې د پولیو څلور هغه کارکوونکي نیولي چې په خپل کار کې یې درغلي کړې وه

پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا د کوهاټ په ادم‌خيل دره کې یې د پولیو څلور هغه کارکوونکي نیولي چې خپل کار کې یې درغلي کړې وه. پولیس وايي، دوی ماشومانو ته پرته له دې چې د پولیو څاڅکي ورکړي، ثبتول یې.