ډونالډ ټرمپ د بېاسناده کډوالو د جبري اېستنې لپاره د بېړني حالت اعلانولو ته چمتووالی ښودلی

د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغه هېواد کې د بېاسناده کډوالو د جبري اېستلو له امله د ملي بېړني حالت د اعلانولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغه هېواد کې د بېاسناده کډوالو د جبري اېستلو له امله د ملي بېړني حالت د اعلانولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
په یوه بیان کې ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هغه به د امریکا په تاریخ کې په لوی شمېر د بېاسناده خلکو د شړلو لپاره ټولې پوځي اسانتیاوې وکاروي.
ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال په وار، وار ویلي و، چې ټول بېاسناده کډوال به له دغه هېواده وباسي.هغه دا هم په ډاګه کړې وه، چې تر ټولو مخکې به هغه بېاسناده کډوال اېستل کېږي چې په جرمونو کې ښکېل وي.دغو څرګندونو په متحده ایالتو کې د بشري حقونو د مدافعینو نیوکې هم راپارولې دي.د امریکا د کډوالۍ شورا یوه جګپوړي غړي ارون رېچلن مېلنېک ویلي، د متحده ایالاتو د قانون له مخې ولسمشران کولای شي ملي بېړنی حالت اعلان کړي او یوازې په ځانګړو حالاتو کې بېړني واکونه پلي کړي.نوموړي زیاته کړې:« د کډوالو د اېستنې لپاره د پوځي ځواک کارول په ځانګړو حالاتو کې نه شي راتلای.»

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د اوکراین په اودیسا او سومي ښارونو کې د روسیې د توغندیو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، په دغو پراخو بریدونو کې، له سلو ډیر نور کسان ژوبل شوي هم دي.
د اودیسا ښار پوځي ادارې ویلي، چې په دغه ښار برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي. د ټپیانو په ډله کې یو ماشوم هم شامل دی چې په مرګونې حالت کې دی.
د بیړنیو حالاتو کمیټې د چارواکو په وینا، په سومي ښار کې بیا ۱۱ کسان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګدون ۸۹ نور ټپیان شوي دي.
په دغه برید کې د استوګنې ودانۍ او ملکي تاسیساتو ته سخت زیان اوښتی.

کرملین د جو بایډن د وروستۍ پرېکړې په اړه چې کییف ته یې د روسیې په خاوره کې د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ورکړې ویلي، چې جو بایډن د اوکراین جګړه پراخوي. کرملین ویلي، چې د امریکا د دې پرېکړې په اړه به غبرګون وښيي.
کرملین پر بایډن تور لګولی چې د اوکراین جګړې ته پکی وهي او د هغه وروستۍ پریکړې ته د ځواب ورکولو ژمنه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ وویل، چې اوکراین په روسیه کې د دوی له خوا د ورکړل شویو لرې واټن ویشتونکو توغنديو د کارولو اجازه لري.
بایډن دغه پرېکړه په داسې حال کې کوي، چې نوموړی د اوکراین د ملاتړ په اړه د امریکا د راتلونکې ادارې په تګلاره شک لري.
کییف له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوله، چې د متحده ایالاتو له خوا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ترلاسه کړي، ترڅو د روسیې پوځي اهداف په نښه کړي.
د راپورونو له مخې، د بایډن دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ نور هم زیاتوي او نړۍواله ټولنه بیا دې وضعیت ته اندېښنه لري.
تر دې وړاندې بیا ویل شوي و، چې ډونالډ ټرمپ غواړي د اوکراین او روسیې جګړه ژر ختمه کړي.
د اوکراین ولسمشر په روسیه کې د شمالي کوریا د ځواکونو له مېشتېدو وروسته په جدي توګه وغوښتل، چې د دغه هېواد لوېدیځ متحدین باید کییف ته اجازه ورکړي، چې د روسیې په خاوره کې د شمالي کوریا ځواکونه په نښه کړي.
روسیې تر دې وړاندې هم د امریکا په ګډون د اوکراین ملاتړو هېوادونو ته ګواښ کړی و، چې که اوکراین ته اجازه ورکړي چې په روسیه د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو پر مټ برید وکړي، له ناوړه پایلو سره به مخ شي.

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، چې د بایډن دولت د ایران بریدونو ته د اسراییل له ځواب ورکولو او دغه راز له نیابتي ډلو سره د مخامخ کېدو سره موافق نه و. نوموړي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) د اسراییل په پارلمان کې د وینا پرمهال وکړې.
نتنیاهو وویل، چې د واشنګټن په ځواب کې یې ویلي: «د غبرګون نه ښودل د منلو وړ نه دي او مونږ د ایران د بریدونو ځواب ورکوو».
د اسراییل لومړي وزیر همداراز د ایران پر پوځي اهدافو د دغه هېواد برید ته په اشارې سره وویل، چې دا عملیات د ایران د اسلامي جمهوري د هوایي دفاعي سیسټمونو د له منځه وړلو لامل شو او د بالسټیک توغندیو د تولید په برخه کې د ایران وړتیا ته ریښتینی زیان ورسیده.
اخوا، په اسراییل کې د ټرمپ د راتلونکې ادارې سفیر مایک هاکبي بیا د ایران تر ملاتړ لاندې د وسله والو ډلو پر بشپړ له منځه وړلو ټینګار وکړ.
نتنیاهو په کنسټ (د اسراییل پارلمان) کې د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې جو بایډن پر غزې، خان یونس او رفح د بریدونو مخالف هم و.
د نوموړي په وینا، بایډن ورته خبرداری ورکړی و، چې پر رفح ښار د برید په صورت کې به د تسلیحاتي مرستو لړۍ بنده کړي او دا کار یې هم وکړ.
د اسراییل لومړي وزیر دغه راز زیاته کړه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم ده ته ورته خبرداری ورکړی و: «خو ما ورته وویل، چې په هر حالت کې به دا جګړه مخکې یوسم».
حماس د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د اسراییل په سوېل برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یو زره ۲۰۰ کسان ووژل شول او څه باندې ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل کړل.
اسراییل بیا د دې بریدونو په غبرګون د غزې په تړانګې پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې وروسته بیا د غزې په ملاتړ په دې جګړو کې د لبنان حزب الله او د یمن حوثیان هم ښکېل شول.
پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر اوسه څه باندې ۴۰ زره فلسطینیان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان دي.
پر غزې د اسراییل په پراخو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د غزې د څه باندې دوه میلیونه نفوس نږدې ټوله برخه په وار - وار بې ځایه شوې او دغه سیمه په پراخه توګه ویجاړه شوې هم ده.
د ملګرو ملتونو د یو وروستي راپور له مخې، په غزه کې د وژل شوو کسانو شاوخوا ۷۰ سلنه برخه ښځې او ماشومان جوړوي.

د ټایمز اف اسراییل ورځپاڼې ویلي، چې پر تل ابیب د حزب الله په توغندي برید کې یوه میرمن وژل شوې او پنځه کسه نور ټپیان دي. د اسراییل پر شمال د دغې ډلې راکټي بریدونو کې بیا ۱۲ نور کسان هم ټپیان شوي دي.
د دغې ورځپاڼې په وینا، د اسراییل پر شمالي سیمو حزب الله شاوخوا ۱۰۰ راکټونه ویشتي، چې ۱۲ نور کسان هم په کې ټپیان شوي دي.
د اسراییل ۱۲ خبري شبکې پر تل ابیب د لبنان د حزب الله د راکټي برید په اړه ویلي، چې د توغندي د یوې برخې د لوېدو له امله اور لګېدلی دی.
العربیه شبکې هم خبر ورکړی، چې یو بالستیک توغندی له لبنان څخه د اسراییل پر شمال توغول شوی دی.

سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د تاجکستان او افغانستان پر پوله یو شمېر وسله والو پر چینایي کاریګرو برید کړی، چې له امله یې یو چینایي وګړی وژل شوی دی.
دغه برید چې د تاجکستان د ختلان ولایت د زربوز درې په شمس الدین شهین ناحیه کې شوی، په کې څلور چینایي کاریګر او یو تاجکستاني وګړی ټپيان شوي هم دي.
د باخبره سرچینو په خبره، دا پېښه د لړم په ۲۷مه او ۲۸مه شوې ده.
د بریدګرو اصلي موخه هغه چینایي کاریګر و، چې په دې سیمه کې د سرو زرو په کان کې په کار بوخت و.
یوې سیمه ییزې سرچینې یاني شفق خبري وېبسایټ ته ویلي: «ټول قربانیان د شمس الدین شهین ناحیې یو روغتون ته لېږدول شوي دي او د پېښې د څېړلو په موخه امنیتي ځواکونه هم په سیمه کې دي.»
ویل کېږي، چې بریدګر د افغانستان له خاورې د تاجکستان خاورې ته ننوتلي او چینایي کاریګران یې په نښه کړي دي.
تر اوسه روښانه نه ده، چې دا برید د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو او یا د اسلامپالو جنګیالیو له خوا شوی دی.
د تاجکستان حکومت تر اوسه د دغې پېښې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
دا پېښه کولی شي، چې د مرکزي اسیا په هېوادونو کې د ترهګرو ډلو د نفوذ په اړه اندېښنې زیاتې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې بلوڅ ځواکونو په پاکستان کې پر چینایي انجنیرانو خونړی برید کړی و.
تاجکستان بیا په وار - وار د افغانستان په پولو کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او له شانګهای سازمان او د جمعي امنیت تړون څخه یې غوښتي، چې په دې پوله کې امنیتي تابیاوې پیاوړې کړي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تاجکستان په پوله کې امنیتي اقدامات زیات کړي او په دې سیمه کې یې ډېر امنیتي ځواکونه مېشت کړي دي.
د تاجکستان لپاره تر ټولو جدي ګواښ د انصارالله ډله ده، چې د افغانستان په شمال ختیځ په ځانګړې توګه په بدخشان کې مېشته ده.
دا ډله چې له طالبانو سره متحده ده، د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان له مخالفانو څخه شمېرل کېږي.
