نتنیاهو: د بایډن دولت د ایران بریدونو ته د اسراییل له ځواب ورکولو سره موافق نه و

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، چې د بایډن دولت د ایران بریدونو ته د اسراییل له ځواب ورکولو او دغه راز له نیابتي ډلو سره د مخامخ کېدو سره موافق نه و. نوموړي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) د اسراییل په پارلمان کې د وینا پرمهال وکړې.