• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني لومړی وزیر وايي، د اوکراین د جګړې په اړه د پوتین په نظر کې بدلون نه دی راغلی

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۳۱ GMT+۰

د جرمني لومړي وزیر د روسیې له ولسمشر سره د ټیلیفوني خبرو په اړه وویل چې د اوکراین د جګړې په اړه د ولادیمیر پوتین په نظر کې بدلون نه دی راغلی. اولاف شولتز پوتین ته وویل چې له اوکراین سره د جرمني، اروپا او نورو هیوادونو د ملاتړ د کمیدو هیله دې نه کوي.

شولتز په جرمني کې له راتلوونکو ټاکنو مخکې د جمعې په ورځ له پوتین سره یو ساعت اوږده خبرې اترې وکړې، چې دا په نږدې دوو کلونو کې لومړی ځل د دوی مخامخ اړیکه او خبرې وې.

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ګډون منتقدانو وویل چې تیلیفوني اړیکه د کییف په ملاتړ کې د لویدیځ پیوستون سرغړونه وه او دغه خبرې د جرمني د کورنیو مسلو په اړه وې.

دغه تیلیفوني اړیکه له کریملین سره د ځینو لویدیځو مشرانو له‌خوا د اړیکو له ډیریدو وروسته څرګندیږي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په روسیه کې د بریکس په غونډه کې ګډون کړی و.

تمه ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ډسمبر په میاشت کې د اروپايي ټولنې په غړي هیواد مالټا کې په امنیتي غونډه کې ګډون وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

کیم جونګ اون د شمالي کوریا له پوځ وغوښتل چې جګړې ته چمتو شي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۳۱ GMT+۰

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د دغه هېواد له پوځ څخه وغوښتل چې د رښتینې جګړې لپاره خپل ظرفیتونه پیاوړي کړي. ښاغلي اون، امریکا او متحدان یې د کړکېچ د زیاتېدو پړه بللي او د جګړې لپاره یې د چمتووالي غوښتنه کړې ده.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس KCNA د دوشنبې په ورځ (لړم ۲۸مه) راپور ورکړ چې کیم جونګ اون دغه څرګندونې د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره په کتنه کې وکړې.

جګړې ته د چمتووالي لپاره د هغه امر روسیې ته د شمالي کوریا د زرګونو سرتیرو له استولو او د پیونګ یانګ او مسکو ترمنځ د هراړخیز همکارۍ تړون له تصویب وروسته راځي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس شاوخوا یوه اوونۍ مخکې خبر ورکړی و چې دغه هېواد له روسیې سره د هر اړخیزې همکارۍ تړون چې د جون په میاشت کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا لاسلیک شوی و، تصویب کړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ د لړم ۲۰مې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون له مخې که پر یوه هېواد روسیه یا شمالي کوریا برید وشي، دوی به د یو بل ملاتړ کوي.

کیم جونګ اون د خپل هېواد پوځي چارواکو ته ویلي چې د جنوبي کوریا په ګډون د امریکا او متحدانو ګواښونه «د تاریخ تر ټولو بد پړاو» ته رسېدلي دي.

د شمالي کوریا رسنیو هم درې ورځې وړاندې راپور ورکړی و چې کیم جونګ اون د بې پیلوټه الوتکې د ازموینې څخه لیدنه وکړه او امر یې وکړ چې پیونګ یانګ باید د ځانمرګو ډرون «ډله‌ییز تولید» ته لومړیتوب ورکړي.

دا له چاودیدونکو توکو ډک ډرون، چې پیونګ یانګ په لومړي ځل د اګست په میاشت کې پرانستلې، د دې لپاره ډیزاین شوې چې په قصدي توګه د دښمن هدفونه په نښه کړي او د لارښود توغندیو په څیر عمل وکړي.

په غزه کې ۸۷ سلنه استوګنځایونه او د ښوونځیو ودانۍ زیانمنې شوي

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۰۹ GMT+۰

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، په غزه کې د اسراییل د روانې جګړې له پیل راهیسې په دغه تړانګه کې ۸۷ سلنه استوګنځایونه او د ښوونځیو ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د دغه راپور له مخې په غزه کې ۸۰ سلنه سوداګریز تاسیسات او ۶۸ سلنه ترانسپورتي شبکې او کرنیزې ځمکې هم د اسراییلو د بریدونو له امله زیانمنې شوې دي.

دغه جګړه چې د تیر کال په اوکټوبر میاشت کې پر اسراییل د حماس د برید د غچ اخیستو په موخه پیل شوه،‌ تر اوسه یې څه باندې ۴۰ زره فلسطینیان وژلي او لسګونه زره نور یې ټپیان کړي دي.

په اسراییل د حماس برید کې ۱۲۰۰ اسراییليان او بهرني وګړي وژل شوي او ۲۵۱ نور یرغمل شوي وو.

پر غزه د اسراییل په پراخو هوايي، او ځمکنیو بریدونو کې د غزې د څه باندې دوه میلیونه نفوس نږدې ټوله برخه په وار وار بې ځایه شوې او دغه سیمه په پراخه توګه ویجاړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د یو وروستي راپور له مخې، په غزه کې د وژل شوو کسانو شاوخوا ۷۰ سلنه برخه ښځې او ماشومان جوړوي.

په غزې د اسراییل له برید وروسته، د لبنان حزب الله ډلې د فلسطینیانو په ملاتړ په اسراییلو بریونه وکړل او دا کار د دې سبب شو چې د اسراییلو جګړه لبنان ته هم وغزیږي او هلته هم په زرګونه کسان ووژني.

تانزانیا کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي دي

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۲۵ GMT+۰

د تانزانیا په سوداګریزې پلازمینه دارالسلام کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړړه شوي او تر ۸۰ زیات نور ژغورل شوي دي.

په ختیځ دارالسلام کې د کاریاکو په بازار کې دغه څلور پوړیزه ودانۍ د شنبې په ورځ د سهار په نهو بجو نړیدلې ده.

د تانزانیا ولسمشرې سمیعه سلوو حسن په یوې اعلامیه وویل، له ۸۰ څخه ډیر کسان ژغورل شوي او روغتونونو ته لیږدول شوي دي. هغې وویل، چې د دغو کسانو له ډلې شپاړس یې لا هم په روغتون کې بستري دي.

د نوموړې په وینا، حکومت به د دغو کسانو د درملنې لګښتونه ورکړي او د مړو د ښخولو په مراسمو کې به مرسته وکړي.

د ودانیو نړېدل په ځینو افریقايي ښارونو کې د کمزورو ساختماني معیارونو یا د ضعیفو بنسټونو له امله رامنځ ته کیږي.

خلیلزاد: په روسیه کې د شمالي کوریا د سرتېرو حضور په اروپا کې د ناټو لپاره مستقیم ګواښ دی

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۵ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې په روسیه کې د شمالي کوریا د سرتېرو حضور په اروپا کې د ناټو او لوېدیځ لپاره مستقیم ګواښ دی. بل خوا، بایډن د لومړي ځل لپاره په روسیه کې د امریکا له خوا اوکراین ته د ورکړل شوو وسلو د کارولو اجازه ورکړې.

نوموړي پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې د امریکا د ګټو په پام کې نیولو سره یو مهم ګام دا دی، چې کییف ته وسلې ورکړل شي څو د شمالي کوریا سرتېري د روسیې په خاوره کې په نښه او له منځه یوسي.
زلمي خلیلزاد دغه راز زیاته کړې، چې د شمالي کوریا د سرتېرو له منځه وړل یوازې د اوکراین د ملاتړ لپاره نه، بلکې د ناټو او لوېدیځ پروړاندې د ګواښونو د کمولو په موخه اړین کار دی.
د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی وایي، چې روسیه اوسمهال په دې لټه کې ده، چې د اوکراین د جګړې د پایته رسولو لپاره یوه ډیپلوماټیکه لاره پیدا کړي.
خلیلزاد زیاتوي، چې روسیې په دې وروستیو کې پر اوکراین بریدونه زیات کړي، څو د ژمي له سختېدو مخکې اوکراین تر دې زیات زیانمن کړي او د اوکراینیانو روحیه کمزورې کړي.
زلمی خلیلزاد په داسې حال کې په روسیه کې د شمالي کوریا د سرتېرو پر له منځه وړلو ټینګار کوي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي تېره میاشت وویل، چې شمالي کوریا د اوکراین په جګړه کې د روسیې له پوځ سره د مرستې لپاره وسلې او پوځیان دواړه استولي دي.
د روانې میاشتې په ترڅ کې بیا د ناټو سرمنشي روسیې ته د شمالي کوریا د ځواکونو د استولو مساله تایید کړه او ویې ویل، چې د دغه هېواد پوځي واحدونه په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

د اسوشییتید خبري اژانس د سرچینو په وینا، بایډن د لومړي ځل لپاره په روسیه کې د امریکا له خوا اوکراین ته د ورکړل شوو اوږد واټن ویشتونکو توغندیو کارولو سره ستونزه نه لري.

د هغو کسانو په وینا چې دې موضوع کې ښکیل، ولسمشر جو بایډن د لومړي ځل لپاره اوکراین ته اجازه ورکړي چې د متحده ایالاتو له خوا د ورکړل شوو د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو پر مټ په روسیه کې دننه برید وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي تر دې وړاندې په وار - وار ویلي و، چې د دغه هېواد لوېدیځ متحدین باید کییف ته اجازه ورکړي، چې د روسیې په خاوره کې د شمالي کوریا ځواکونه په نښه کړي.
نوموړي له لوېدیځو هېوادونو غوښتي و، چې د روسیې په خاوره د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د بریدونو ممنوعیت لغوه کړي.
د اوکراین ولسمشر په روسیه کې د شمالي کوریا د ځواکونو له مېشتېدو وروسته د درېیمې نړۍوالې جګړې خبرداری هم ورکړی و او زیاته کړې یې وه، چې د دغې هیواد جګړې کې د شمالي کوریا د ځواکونو ننوتل د درېیمې نړۍوالې جګړې د پیل لپاره د روسیې لومړی ګام دی.
اخوا، روسیې بیا د امریکا په ګډون د اوکراین ملاتړو هېوادونو ته ګواښ کړی، چې که اوکراین ته اجزازه ورکړي چې په روسیه د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو پر مټ برید وکړي، له ناوړه پایلو سره به مخ شي.

سرچینې: بایډن د لومړي ځل لپاره په روسیه کې د اوږد واټن توغندیو کارولو سره ستونزه نه لري

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۶ GMT+۰

د اسوشییتید خبري اژانس د سرچینو په وینا، بایډن د لومړي ځل لپاره په روسیه کې د امریکا له خوا اوکراین ته د ورکړل شوو اوږد واټن ویشتونکو توغندیو کارولو سره ستونزه نه لري.

د هغو کسانو په وینا چې دې موضوع کې ښکیل، ولسمشر جو بایډن د لومړي ځل لپاره اوکراین ته اجازه ورکړي چې د متحده ایالاتو له خوا د ورکړل شوو د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو پر مټ په روسیه کې دننه برید وکړي.

دا پریکړه د متحده ایالاتو د پالیسۍ یو لوی بدلون ښيي او په داسې حال کې شوی چې د بایډن د دندې موده د پای ته رسیدو په حال کې ده. منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې د اوکراین لپاره د امریکا ملاتړ به محدود کړي او ژر تر ژره به دغه جګړه پای ته ورسوي.

ویل کیږي، چې دا وسلې به د شمالي کوریا د هغې پریکړې په ځواب کې وکارول شي چې روسیې ته یې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د یرغل د ملاتړ لپاره زرګونه سرتیري استولي.