پاکستاني طالبانو په بنو کې د ځانمرګي برید ادعا کړې

پاکستاني طالبان وايي، چې د خیبر پښتونخوا بنو ولسوالۍ په بکاخېل تحصیل کې یې پر مالي خېل امنیتي پوسته ځانمرګی برید کړی.

پاکستاني طالبان وايي، چې د خیبر پښتونخوا بنو ولسوالۍ په بکاخېل تحصیل کې یې پر مالي خېل امنیتي پوسته ځانمرګی برید کړی.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دغه برید د اخترمحمد خلیل تر مشرۍ لاندې انصار المهدي خراسان جبهې کړی، چې ددې ډلې لومړنی ځانمرګی برید ګڼل کیږي.
د سرچینې په وینا، په برید کې تر ۱۰ ډېر کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
له برید وروسته په سیمه کې چورلکو الوتنه پیل کړې ده.
یادې جنګیالۍ ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې لومړی یې پر پوسته موټر بم برید کړی او وروسته یې جنګیالي پوستې ته ور ننوتلي، ۲۳ پوځیان یې وژلي او وسلې او مهمات یې له ځانونو سره وړي دي.
د پاکستان امنیتي ادارو تر اوسه ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم پخلی کړی.

د روسیې دفاع وزارت وايي، د اوکراین په تړاو د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پالیسي بدلېدو پسې کیېف د دغه هېواد بریانسک سیمه په لر واټنه اټکمز توغندي سره وویشته. د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، اوکراین نن د روسیې خاورې ته شپږ توغندي توغولي چې پنځه یې شنډ کړي دي.
دا وزارت زیاتوي چې یوه زیانمن توغندي په نظامي سیمه کې اور لګولی دی.
اوکراین هم ادعا کړې چې نیمه شپه یې بریانسک کې د پوځي وسلو ډېپو په نښه کړې، خو دا یې نه دي ویلي چې کوم ډول وسله یې کارولې ده.
د اوکریان لوی درستیزوالي وايي، د دوی په برید پسې په نښه شوې سیمه کې ګڼې چاودنې شوې دي.
اوکراین له هغه وروسته دا تاکتیکي توغندیز سیستم یا اتکمز د روسیې پرضد کاروي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ورته په جګړه کې د امریکايي وسلو د کارولو په تړاو محدودیتونه کم کړل.
دا پریکړه د متحده ایالاتو د پالیسۍ یو لوی بدلون ښيي او په داسې حال کې شوی چې د بایډن د دندې موده د پای ته رسیدو په حال کې ده.
کرملین جو بایډن د دې پرېکړې له امله د اوکراین د جګړې په پراخولو تورن کړی او ویلي یې دي، چې غبرګون به وښيي.
تر دې څرګندونو وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو نوی فرمان لاسلیک کړ، چې مسکو ته په پراخه کچه د اتومي وسلو د کارولو اجازه ور کوي.
په دغه فرمان سره روسیه د اتومي ځواک لرونکو هېوادونو له ملاتړه برخمن یوه غیر اتومي هېواد پر وړاندې اتومي وسلې کارولی شي.
د نويو تعدیلاتو له مخې، پر روسیه او ددغه هېواد پر متحدانو د دښمن د تیري مخنیوی د مسکو تر ټولو مهم لومړیتوب دی او د هر پوځي ایتلاف غړی هېواد چې پر روسیه او د مسکو پر متحدانو تېری کوي، د یاد ایتلاف د تیري په توګه ګڼل کیږي.
په همدې ترڅ کې روسي چارواکو ویلي چې ددوی د اتومي وسلو د استعمال موخه دفاعي ده.
د اوکراین په جګړه کې دا نوې پرمختیا په داسې حال ده چې د امریکا ټاکلي ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ټاکنیزو هڅو کې ویل، چې په واکمنېدو سره به د اواکراین جګړه ختمه کړي.

د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې ځايی سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره ورځ د ناڅرګندو وسله والو له خوا تښتول شوي ۷ تنه پاکستاني پولیس په مشروط ډول د قومي مشرانو په منځګړتوب خوشي شوي دي. سرچینې وايي، خوشي شويو پولیسو ژمنه کړې چې تر خلاصون وروسته به خپلې دندې پرېږدي.
په بنو کې ځايي سرچینو نن «د لړم۲۹مه» وویل چې د بنو له روچه پوستې څخه تښتول شوي پولیس نن سه شنبه د وسله والو له خوا خوشي شوي دي.
د بنو پولیسو د ۷ تنو خوشي شویو پولیسو انځورونه هم خپاره کړي دي.
یو ځايي قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د خبرو پرمهال د وسله والو طالبانو شرایط دا وو، چې پولیسو ته به خپلې وسلې بېرته نه ور کوي او بیا ځلي به خپلو دندو ته نه ګرځي.
که څه هم تر دې دمه پاکستاني طالبانو ددې پولیسو د نیولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو ځايي سرچینې وايي، پولیس د حافظ ګل بهادر ډلې له خوا تښتول شوي وو.
تېره ورځ پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پولیسو له قوله خبر ورکړی و، چې نامعلومو وسله والو د خيبر پښتونخوا په بنو کې اووه پوليس تر نیولو وروسته تښتولي دي.
د بنو امنیه قوماندان جيونيوز ته ويلي، چې وسله والو د بنو روچه پوسته نيولې او وروسته یې دغه پوليس له ځان سره بیولي دي.
په دې وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او په ځانګړي ډول پر پولیسو فشارونه زیات کړي چې خپلې دندې پرېږدي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو نوی فرمان لاسلیک کړ، چې مسکو ته په پراخه کچه د اتومي وسلو د کارولو اجازه ور کوي.
پوتین د سه شنبې په ورځ د لړم پر ۲۹مه د دغه فرمان د لاسلیکولو له لارې روسیې ته اجازه ورکړه چې د اتومي ځواک لرونکو هېوادونو له ملاتړه برخمن یوه غیر اتومي هېواد پر وړاندې اتومي وسلې کارولی شي.
دغه فرمان د متحده ایالتونو او فرانسې د ولسمشرانو له اعلان وروسته لاسلیکیږي، چې اوکراین ته یې د خپلو لرې واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ور کړې ده.
کرملین له دې وړاندې ویلي و چې په اتومي دکتورین کې یې بدلونونه راوستي او د اړتیا پرمهال به رسمي بڼه خپله کړي.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف تاس دولتي رسنۍ ته وویل، چې د مسکو اتومي دکتورین تعدیلات چمتو دي او د اړتیا پرمهال به پلي شي.
د نويو تعدیلاتو له مخې، پر روسیه او ددغه هېواد پر متحدانو د دښمن د تیري مخنیوی د مسکو تر ټولو مهم لومړیتوب دی او د هر پوځي ایتلاف غړی هېواد چې پر روسیه او د مسکو پر متحدانو تېری کوي، د یاد ایتلاف د تیري په توګه ګڼل کیږي.
په همدې ترڅ کې روسي چارواکو ویلي چې ددوی د اتومي وسلو د استعمال موخه دفاعي ده.

په دغو کسانو کې یو هم حقوق پوه بیني تای په لس کاله بند محکوم شوی او د نوموړي تر څنګ لسګونه نور کلونه، کلونه په بند محکوم شوي.
د الجزیرې ټلویزیون د راپور له مخې، د هانګ کانګ یوې محکمې د ډیموکراسۍ یو مخکښ مدافع وکیل په لس کاله بند محکوم کړ او لسګونه نور فعالان یې د چین په خاوره کې د ملي امنیت تر ټولو لویه قضیه کې د کلونو کلونو په بند محکوم کړل.
۶۰ کلن حقوق پوه بیني تای چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو کې یې د هانګ کانګ د ډیموکراسۍ په پلوي لاریونونو کې مهم رول لوبولی و، د سې شنبې په ورځ وروسته له هغه په اوږده بند محکوم شو چې څارنوالانو هغه د فعالانو لهخوا د یوې توطیې «تنظیم کوونکي» په توګه وباله.
تای او ۴۴ نور یا په خپلو جرمونو اعتراف کړی او یا هم د ښار د مقننه قوې لپاره د ډیموکراسۍ پلوه نوماندانو د غوره کولو لپاره د نا رسمي لومړنیو ټاکنو تنظیم کولو په تور مجرم پېژندل شوي.
دغو فعالانو غوښتل هغه وکیلان وټاکي چې د ښار د بودجې په وړاندې منفي رایه ورکړې، چې مقننه قوه منحل کړي او بیا د ښار مشر لرې کړي؛ خو دا ډول کړنه د هانګ کانګ د اساسي قانون له مخې اجازه نه لري.
څارنوالانو پر دغو کسانو تور ولګاوه او وايي، د حکومت د "پرځولو" پلان یې جوړ کړی و.
له تای وروسته، تر ټولو اوږده سزا ۲۷ کلن اوون چاو ته ورکړل شوه، نوموړي په ټاکنو کې د نوماند په توګه ګډون کړی و او له دې امله باید ۷ کاله او نهه میاشتې باید په زندان کې تېرې کړي.
همداسې په ترتیب سره پخواني ژورنالیست ۳۴ کلن ګوینت هو ته د اووه کاله بند سزا ورکړل شوې ده.
خو دوی دواړو محکمو ته ویلي، چې دوی بې ګناه دي.
له دغه ډلې د اسټرالیا تبعه ګورډن نګ، چې د هانګ کانګ له وګرو څخه یې په ټولنیزو رسنیو کې په ابتدايي ټاکنو کې د رایې ورکولو غوښتنه کړې، په اوه کاله او درې میاشتو بند محکوم شوی.
د دغې ډلې ډېری کسان په ۲۰۲۱ کال کې نیول شوي وو او تر اوسه په زندان کې وو.
په راپور کې ویل شوي، چې د ۴۷ تورنو کسانو څخه د هانګ کانګ د ملي امنیت پولیسو لهخوا په ۲۰۲۱ کال کې د تای په ګډون ۳۱ نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.
په ۲۰۲۱۹ کال کې کله چې د هانګ کانګ د هغه وخت مشرې کېري لام د قانوني بدلونونو وړاندیز وکړ، چې مجرمین د چین اصلي خاورې ته وسپارل شي. هانګ کانګ کې حکومت ضد لاریونونونه پیل شول.
لاریونونه په چټکۍ سره د چین په خاوره کې د حکومت ضد غورځنګ ته وده ورکړه ځکه چې د هانګ کانګ اوسېدونکو د ښار مشر غوره کولو لپاره مستقیمې ټاکنې او د سیاسي ازادۍ غوښتنه کوله.

د انصارالله وسله والې ډلې د تاجکستان حکومت ته د یوه ویډیویي پیغام له لارې په «شرعي مسلو د بندیز» له امله د بریدونو ګواښ کړی. تېره ورځ د تاجکستان او افغانستان پر پوله وسله والو پر چینایي کارګرو برید کړی و، چې یو چینایي وګړی یې وژلی و.
د انصارالله وسله والې ډلې د تاجکستان حکومت ته د یوه تازه ویډیویي پیغام له لارې په «شرعي مسلو د بندیز» له امله د بریدونو ګواښ کړی او ویلي یې دي چې د دغه هیواد حکومت په دې وروستیو کې د «حجاب» په ګډون پر یو شمېر «شرعي مسلو بندیز لګولی نو دوی به یې په وړاندې کرار نه کیني او بریدونه به پرې وکړي.»
د (جماعت انصارالله تاجکستان) وسله والې ډلې کسان چې مخکې یې اصلي ټاټوبی په سوریه کې و او اوس د افغانستان په شمال ختیځ په ځانګړې توګه په بدخشان کې مېشت شوي، په خواله رسنۍ ټیلیګرام کې یوه نوې ویډیو خپره کړې چې په تاجکستان کې د «حجاب او نورو دیني مسلو د بندیز» په هکله یې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ته د نويو بریدونو ګواښ کړی.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان څه موده وړاندې له اسلامي احکامو سره د مبارزې لپاره عملي او سمبولیک ګامونه پورته کړل، د اسلامپالو له نیولو، ځپلو، زنداني کولو بیا د ښځو د حجاب لرې کولو او په ځوانانو د ږیرو تر خریلو پورې کړنې یې ترسره کړې.
د انصارالله ډلې دوو جنګیالیو په دغې ویډیو کې د تاجکستان ولسمشر ته ویلي، چې «د ملا عمر په څېر چې امریکا یې په افغانستان کې په ګونډو کړه او مجاهدینو یې افغانستان فتح کړ، دا ډول به موږ تاجکستان فتح کوو.»
د تاجکستان حکومت لا تر اوسه پورې د انصارالله دغه تازه ګواښ ته غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې په تاجکستان کې له اتلس کلونو کم عمره هلکان او نجونې په جوماتونو کې د لمانځه له ادا کولو منعه شوي وو او په کورونو کې ډله ییزې مذهبي زده کړې هم بندې شوې وې.
تېره ورځ د تاجکستان په خاوره کې پر چینايي وګړو برید کولی شي، چې د مرکزي اسیا په هېوادونو کې د ترهګرو ډلو د اغېز په اړه اندېښنې راپورته کړي.
تاجکستان تردې وړاندې په ځلونو د افغانستان پر پولو کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او له شانګهای سازمان او د ټولییز امنیت تړون له غړو هیوادونو یې غوښتي، چې پر دې پوله کې امنیتي تابیاوې پیاوړې کړي.
د تاجکستان لپاره دا مهال تر ټولو جدي ګواښ د انصارالله ډله ده، چې د افغانستان په شمال ختیځ په ځانګړې توګه په بدخشان کې مېشته ده، دغه ډله چې له طالبانو سره نږدې اړیکي لري او د هغوی تر چتر لاندې په افغانستان کې فعاله ده، د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان له کلکو مخالفانو څخه شمېرل کېږي.
