د انصارالله وسله والې ډلې د تاجکستان حکومت ته په «شرعي مسلو د بندیز» له امله ګواښ کړی

د انصارالله وسله والې ډلې د تاجکستان حکومت ته د یوه ویډیویي پیغام له لارې په «شرعي مسلو د بندیز» له امله د بریدونو ګواښ کړی. تېره ورځ د تاجکستان او افغانستان پر پوله وسله والو پر چینایي کارګرو برید کړی و، چې یو چینایي وګړی یې وژلی و.