د جي ۲۰ سرمشریزې په غزه او لبنان کې د اوربند غوښتنه وکړه

د جي ۲۰ هېوادونو مشرانو په برازیل کې له دغې سرمشریزې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې په غزه او لبنان کې د اوربند غوښتنه وکړه.

د جي ۲۰ هېوادونو مشرانو په برازیل کې له دغې سرمشریزې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې په غزه او لبنان کې د اوربند غوښتنه وکړه.
دوی د غزې په تړانګه کې د ویجاړونکي بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او همدارنګه په لبنان کې د بریدونو د زیاتوالي او په فلسطین کې د مرستو د بهیر د پراخولو په بېړنۍ اړتیا یې ټینګار وکړ.
له بل پلوه د رویټرز د راپور له مخې بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د لبنان د اوربند سره، سره اسراییل به د حزب الله پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ ویلي، چې اسراییل به د ایران په ملاتړ د لبنان د وسلهوال غورځنګ حزب الله پرضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي ان که په لبنان کې اوربند هم وشي.
نوموړي دغه څرګندونې د اسراییل پارلمان ته کړې دي.

پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا د کوهاټ په ادمخيل دره کې یې د پولیو څلور هغه کارکوونکي نیولي چې خپل کار کې یې درغلي کړې وه. پولیس وايي، دوی ماشومانو ته پرته له دې چې د پولیو څاڅکي ورکړي، ثبتول یې.
پاکستاني رسنیو د خیبرپښتونخوا د کوهاټ پولیسو له قوله نن سې شنبه د (لړم ۲۹مه) راپور ورکړی چې د کوهاټ په ادمخيل دره کې د پولیو هغه کارکوونکي نیول شوي چې په سیمه کې یې ماشومانو ته د پولیو څاڅکي نه ورکول خو هغوی یې ثبتول او خپل دفتر ته یې راپور ورکاوه.
کوهاټ کې د پولیو د برخې مشر ډاکټر محب خان رسنیو ته ویلي چې په دې برخه کې یې پلټنې له هغه وروسته پیل کړې چې د دوو مياشتو په موده کې په دوو ماشومانو کې د پوليو د ناروغۍ پېښې مثبتې شوې.
د کوهاټ پولیسو ویلي، چې د پوليو کارکوونکو ماشومانو ته څاڅکي نه دي ورکړي او دوی د څاڅکو ورکولو جعلي نښې لګولې دي.
کوهاټ کې د پولیو د برخې چارواکي وايي، د دغو درغلو کسانو تر نیول کېدو وروسته په سیمه کې ټولو د پولیو کارکوونکو د دغو کسانو د نیولو په غبرګون کې کاربندیز کړی.
پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په روان کال کې ۴۹ ته رسیدلی او د پولیو وروستۍ پېښه د دغه هیواد د بلوچستان صوبې په جعفراباد سیمه کې ثبت شوې ده.
په روان کال کې د ټولو ۴۹ پېښو له ډلې ۲۴ یې په بلوچستان کې، ۱۳ یې په سند کې، ۱۰ یې په خیبرپښتونخوا کې او په پنجاب او اسلام اباد کې بیا یوه، یوه پېښه راپور شوې ده.
پاکستان یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی، چې د ګوزڼ ناروغي په کې لا تر اوسه پورې له منځه نه ده تللې.

د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغه هېواد کې د بېاسناده کډوالو د جبري اېستلو له امله د ملي بېړني حالت د اعلانولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
په یوه بیان کې ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هغه به د امریکا په تاریخ کې په لوی شمېر د بېاسناده خلکو د شړلو لپاره ټولې پوځي اسانتیاوې وکاروي.
ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال په وار، وار ویلي و، چې ټول بېاسناده کډوال به له دغه هېواده وباسي.
هغه دا هم په ډاګه کړې وه، چې تر ټولو مخکې به هغه بېاسناده کډوال اېستل کېږي چې په جرمونو کې ښکېل وي.
دغو څرګندونو په متحده ایالتو کې د بشري حقونو د مدافعینو نیوکې هم راپارولې دي.
د امریکا د کډوالۍ شورا یوه جګپوړي غړي ارون رېچلن مېلنېک ویلي، د متحده ایالاتو د قانون له مخې ولسمشران کولای شي ملي بېړنی حالت اعلان کړي او یوازې په ځانګړو حالاتو کې بېړني واکونه پلي کړي.
نوموړي زیاته کړې:« د کډوالو د اېستنې لپاره د پوځي ځواک کارول په ځانګړو حالاتو کې نه شي راتلای.»

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د اوکراین په اودیسا او سومي ښارونو کې د روسیې د توغندیو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، په دغو پراخو بریدونو کې، له سلو ډیر نور کسان ژوبل شوي هم دي.
د اودیسا ښار پوځي ادارې ویلي، چې په دغه ښار برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي. د ټپیانو په ډله کې یو ماشوم هم شامل دی چې په مرګونې حالت کې دی.
د بیړنیو حالاتو کمیټې د چارواکو په وینا، په سومي ښار کې بیا ۱۱ کسان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګدون ۸۹ نور ټپیان شوي دي.
په دغه برید کې د استوګنې ودانۍ او ملکي تاسیساتو ته سخت زیان اوښتی.

کرملین د جو بایډن د وروستۍ پرېکړې په اړه چې کییف ته یې د روسیې په خاوره کې د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ورکړې ویلي، چې جو بایډن د اوکراین جګړه پراخوي. کرملین ویلي، چې د امریکا د دې پرېکړې په اړه به غبرګون وښيي.
کرملین پر بایډن تور لګولی چې د اوکراین جګړې ته پکی وهي او د هغه وروستۍ پریکړې ته د ځواب ورکولو ژمنه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ وویل، چې اوکراین په روسیه کې د دوی له خوا د ورکړل شویو لرې واټن ویشتونکو توغنديو د کارولو اجازه لري.
بایډن دغه پرېکړه په داسې حال کې کوي، چې نوموړی د اوکراین د ملاتړ په اړه د امریکا د راتلونکې ادارې په تګلاره شک لري.
کییف له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوله، چې د متحده ایالاتو له خوا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ترلاسه کړي، ترڅو د روسیې پوځي اهداف په نښه کړي.
د راپورونو له مخې، د بایډن دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ نور هم زیاتوي او نړۍواله ټولنه بیا دې وضعیت ته اندېښنه لري.
تر دې وړاندې بیا ویل شوي و، چې ډونالډ ټرمپ غواړي د اوکراین او روسیې جګړه ژر ختمه کړي.
د اوکراین ولسمشر په روسیه کې د شمالي کوریا د ځواکونو له مېشتېدو وروسته په جدي توګه وغوښتل، چې د دغه هېواد لوېدیځ متحدین باید کییف ته اجازه ورکړي، چې د روسیې په خاوره کې د شمالي کوریا ځواکونه په نښه کړي.
روسیې تر دې وړاندې هم د امریکا په ګډون د اوکراین ملاتړو هېوادونو ته ګواښ کړی و، چې که اوکراین ته اجازه ورکړي چې په روسیه د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو پر مټ برید وکړي، له ناوړه پایلو سره به مخ شي.

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، چې د بایډن دولت د ایران بریدونو ته د اسراییل له ځواب ورکولو او دغه راز له نیابتي ډلو سره د مخامخ کېدو سره موافق نه و. نوموړي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) د اسراییل په پارلمان کې د وینا پرمهال وکړې.
نتنیاهو وویل، چې د واشنګټن په ځواب کې یې ویلي: «د غبرګون نه ښودل د منلو وړ نه دي او مونږ د ایران د بریدونو ځواب ورکوو».
د اسراییل لومړي وزیر همداراز د ایران پر پوځي اهدافو د دغه هېواد برید ته په اشارې سره وویل، چې دا عملیات د ایران د اسلامي جمهوري د هوایي دفاعي سیسټمونو د له منځه وړلو لامل شو او د بالسټیک توغندیو د تولید په برخه کې د ایران وړتیا ته ریښتینی زیان ورسیده.
اخوا، په اسراییل کې د ټرمپ د راتلونکې ادارې سفیر مایک هاکبي بیا د ایران تر ملاتړ لاندې د وسله والو ډلو پر بشپړ له منځه وړلو ټینګار وکړ.
نتنیاهو په کنسټ (د اسراییل پارلمان) کې د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې جو بایډن پر غزې، خان یونس او رفح د بریدونو مخالف هم و.
د نوموړي په وینا، بایډن ورته خبرداری ورکړی و، چې پر رفح ښار د برید په صورت کې به د تسلیحاتي مرستو لړۍ بنده کړي او دا کار یې هم وکړ.
د اسراییل لومړي وزیر دغه راز زیاته کړه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم ده ته ورته خبرداری ورکړی و: «خو ما ورته وویل، چې په هر حالت کې به دا جګړه مخکې یوسم».
حماس د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د اسراییل په سوېل برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یو زره ۲۰۰ کسان ووژل شول او څه باندې ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل کړل.
اسراییل بیا د دې بریدونو په غبرګون د غزې په تړانګې پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې وروسته بیا د غزې په ملاتړ په دې جګړو کې د لبنان حزب الله او د یمن حوثیان هم ښکېل شول.
پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر اوسه څه باندې ۴۰ زره فلسطینیان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان دي.
پر غزې د اسراییل په پراخو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د غزې د څه باندې دوه میلیونه نفوس نږدې ټوله برخه په وار - وار بې ځایه شوې او دغه سیمه په پراخه توګه ویجاړه شوې هم ده.
د ملګرو ملتونو د یو وروستي راپور له مخې، په غزه کې د وژل شوو کسانو شاوخوا ۷۰ سلنه برخه ښځې او ماشومان جوړوي.
