په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۰ ته لوړ شو

په پاکستان کې د پولیو تازه یوه مثبته پېښه ثبت شوه، چې له دې سره په دغه هېواد کې روان کال د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۰ ته لوړ شو.

په پاکستان کې د پولیو تازه یوه مثبته پېښه ثبت شوه، چې له دې سره په دغه هېواد کې روان کال د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۰ ته لوړ شو.
دغه وروستۍ پېښه د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې څخه راپور شوې ده.
دا په روان کال کې په ټانک کې د پولیو دویمه پېښه وه، چې ثبت شوه.
په پاکستان کې د پولیو ۴۹مه پېښه ټیک څلور ورځې وړاندې د بلوچستان صوبې په جعفراباد سیمه کې ثبت شوې وه.د دغو ۵۰ پېښو له ډلې تر دې دمه په بلوچستان کې ۲۴، په سند کې ۱۳، خېبرپښتونخوا کې ۱۱ او په پنجاب او اسلام اباد کې بیا یوه، یوه پېښه راپور شوې ده.پاکستان یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی، چې د پولیو ویروس په کې لا تر اوسه له منځه نه دی تللی.د پاکستان روغتیایي چارواکي په کورنیو غږ کوي، چې د حکومت لهخوا په مکرر ډول د پولیو واکسین کمپاینونو کې په فعاله توګه برخه واخلي او د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې دې مرسته وکړي.

د اسلام اباد له بي۱۷ ښارګوټي څخه مېشتو افغانانو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې پولیسو په دغه ښارګوټي کې یوشمېر افغانان نیولي او له ځانه سره یې بېولي دي.
له دغه ښارګوټي یو افغان وایي، چې پولیسو شاوخوا ۲۵ کسان نیولي دي او لاهم دغه عملیات روان دي.
د اسلام اباد بي۱۷ ښارګوټی چې تر ډېره په کې افغانان مېشت دي، وخت ناوخت پولیس ورځي او بې اسناده افغانان بیایي.
له بي۱۷ څخه افغان کډوال شېرخان وایي، چې څلور ملګري یې نن سهار پولیسو له ځانه سره وړي او د دغه لوی ښارګوټی په هرې برخې کې پولیس ګرځي او غواړي چې نور کسان هم ونیسي.
د شېرخان په وینا، ملګري یې پاسپورټونه لري؛ خو د ویزو موده یې پای ته رسېدلې ده.
هغه زیاته کړې، چې ملګرو یې د ویزو د تمدېدو مرحله هم بشپړه کړه؛ خو د ویزو تمدېدېل شاوخوا له شلو ورځو تر یوې میاشتې وخت نیسي.
هغه وایي، د نارینه پولیسو ترڅنګ ګڼې ښځینه پولیسې هم د دوی ملتیا کوي.
څه باندې تېره میاشت هم د اسلام اباد پولیسو له دغه ښارګوټي یوشمېر ځوانان له ځانه سره بېولي وو؛ هغه مهال دغه افغان ځوانانو پاسپورټونه او ویزې هم له ځانه سره لرلې.
د لړم میاشتې په ۲۷مه هم په کراچۍ ښار کې د طالبانو سرکونسل عبدالجبار تخاري په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي و، چې د پاکستان له زندانونو د دوی په هڅو ۱۱ افغان کډوال راخوشې شوي چې په کې یوه ښځه او اووه ماشومان هم شامل وو.
د سند ایالت په کراچۍ ښار کې د طالبانو سرکونسل د معلوماتو له مخې، یواځې په دغې صوبه کې تر دې دمه څلور زره او ۲۵۸ افغان بندیان خوشې شوي دي.
د عبدالجبار تخاري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا مهال یواځې شاوخوا ۳۵ افغان بندیان د سند په زندانونو کې پاتې دي.
په کراچۍ کې هم تر ډېره د اسنادو د نشتوالي له امله افغانان بندیانېږي.
په ټوله کې دغه لړۍ له هغه وروسته د پاکستان په بېلابېلو صوبو کې زور اخلي، چې دغلته د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شي، په دې وروستیو ورځو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره د افغان کډوالو نیول او زنداني کول هم زیات شوي دي.

باوري سرچینې وايي، چې د خیبرپښتونخوا بنو ولسوالۍ په جانیخیلو سیمه کې د ولسي خلکو پر موټر د وسله والو په ډزو کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ټپیان دي. ویل کیږي برید د یوه ځايي قومي مشر پر موتر شوی دی.
له خیبرپښتوخوا بنو څخه باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن سې شنبه د (لړم ۲۹مه) ویلي، چې د بنو ولسوالۍ په جانیخیلو سیمه کې د ځايي قومي مشر ملک شوديخیل پر موټر د وسله والو په ډزو کې د دغه ملک په ګډون څلور تنه وژل شوي او څلور تپیان دي.
په وژل شويو کې ملک شوديخیل، یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او په ټپیانو کې یوه ښځه، دوه ماشومان او یو نارینه شامل دي.
دغه برید نن سهار وختي پر هغه موټر شوی له کلي څخه د بازار په لور روان و.
ځايي پولیس وايي، چې د دغه برید په اړه نه پوهیږي چې ولې پر ولسي خلکو ډزې شوې خو وايي په سیمه کې په وسله والو پسې د لټون عملیات روان دي.
وسله والو ډلو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو په دغې سیمه کې د پاکستاني پوځ او تي ټي پي تر منځ وخت ناوخت وسله والې نښتې کیږي.
پر ولسي خلکو د وسله والو له لوري د بنو په جانیخیلو سیمه کې دغه برید داسې مهال کیږي چې تېره اونۍ د شمالي وزیرستان میرعلي ولسوالۍ په تپې کلي کې د شپې مهال پر څو کورونو یوې نامعلومې زورورې چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه ووژل او تر ۱۵ یې زیات ټپیان کړي وو.
تېره ورځ په همدې بنو کې وسله والو اوه پولیس ژ،ندي تښتولي وو او لا یې هم لوری نه دی معلوم.

د جي ۲۰ هېوادونو مشرانو په برازیل کې له دغې سرمشریزې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې په غزه او لبنان کې د اوربند غوښتنه وکړه.
دوی د غزې په تړانګه کې د ویجاړونکي بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او همدارنګه په لبنان کې د بریدونو د زیاتوالي او په فلسطین کې د مرستو د بهیر د پراخولو په بېړنۍ اړتیا یې ټینګار وکړ.
له بل پلوه د رویټرز د راپور له مخې بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د لبنان د اوربند سره، سره اسراییل به د حزب الله پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ ویلي، چې اسراییل به د ایران په ملاتړ د لبنان د وسلهوال غورځنګ حزب الله پرضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي ان که په لبنان کې اوربند هم وشي.
نوموړي دغه څرګندونې د اسراییل پارلمان ته کړې دي.

پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا د کوهاټ په ادمخيل دره کې یې د پولیو څلور هغه کارکوونکي نیولي چې خپل کار کې یې درغلي کړې وه. پولیس وايي، دوی ماشومانو ته پرته له دې چې د پولیو څاڅکي ورکړي، ثبتول یې.
پاکستاني رسنیو د خیبرپښتونخوا د کوهاټ پولیسو له قوله نن سې شنبه د (لړم ۲۹مه) راپور ورکړی چې د کوهاټ په ادمخيل دره کې د پولیو هغه کارکوونکي نیول شوي چې په سیمه کې یې ماشومانو ته د پولیو څاڅکي نه ورکول خو هغوی یې ثبتول او خپل دفتر ته یې راپور ورکاوه.
کوهاټ کې د پولیو د برخې مشر ډاکټر محب خان رسنیو ته ویلي چې په دې برخه کې یې پلټنې له هغه وروسته پیل کړې چې د دوو مياشتو په موده کې په دوو ماشومانو کې د پوليو د ناروغۍ پېښې مثبتې شوې.
د کوهاټ پولیسو ویلي، چې د پوليو کارکوونکو ماشومانو ته څاڅکي نه دي ورکړي او دوی د څاڅکو ورکولو جعلي نښې لګولې دي.
کوهاټ کې د پولیو د برخې چارواکي وايي، د دغو درغلو کسانو تر نیول کېدو وروسته په سیمه کې ټولو د پولیو کارکوونکو د دغو کسانو د نیولو په غبرګون کې کاربندیز کړی.
پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په روان کال کې ۴۹ ته رسیدلی او د پولیو وروستۍ پېښه د دغه هیواد د بلوچستان صوبې په جعفراباد سیمه کې ثبت شوې ده.
په روان کال کې د ټولو ۴۹ پېښو له ډلې ۲۴ یې په بلوچستان کې، ۱۳ یې په سند کې، ۱۰ یې په خیبرپښتونخوا کې او په پنجاب او اسلام اباد کې بیا یوه، یوه پېښه راپور شوې ده.
پاکستان یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی، چې د ګوزڼ ناروغي په کې لا تر اوسه پورې له منځه نه ده تللې.

د طالبانو اړوند د المرصاد رسنۍ د پاکستان په تړاو په یوې لیکنه کې ویلي، چې د پاکستان سیاسي او دفاعي وضعیت د اشرف غني ادارې ته نږدې کچې او حالت ته رسېدلی دی.
په دغې خپرې شوې لیکنه کې راغلي:« لکه څنګه چې په پاکستان کې د دوو سترو قوتونو (تحریک طالبان پاکستان او پوځي ادارو) تر منځ پوځي او عسکري جګړه لوړې کچې ته رسېدلې، په هماغه کچه دواړه لوري د يو بل په وړاندې په رسنيز او تبليغاتي ډګر کې هم ډېر فعال لیدل کېږي.»
لیکنه زیاتوي، له يوې خوا ټيټيپي هره ورځ په لسګونو امنيتي کارکوونکي وژني او له بله پلوه، امنيتي ادارې بیا د ټيټيپي پر ضد عمليات کوي، چې له امله یې پاکستان او په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا د جګړې په ډګر بدل شوی دی.»
د دغې لیکنې له مخې، د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت په وروستیو کې په خلکو بمبارۍ کېدې، چې اوس د ياکستان حکومت هم ورته کار پیل کړې او په قبایلي سیمو بمبارۍ کوي.
لیکنې وړاندې لیکلي: «د اشرف غني ادارې په وروستیو کې په خواله رسنیو کې د طالبانو پر ضد تبلیغات او پروپاګنډ پیل کړي و او ویل یې، چې طالبان د ای اېس ای ادارې لپاره کار کوي او اوس د پاکستان حکومت هم دغه ناکامه کړنلاره خپله کړې او وایي، چې د تحريک طالبان پاکستان غړي او مشرتابه په افغانستان کې دي او له هماغه ځایه خپلو مسوولینو او مجاهدینو ته لارښوونې کوي.»
په دغې لیکنه کې د ټيټيپي د ویاند محمد خراساني هغه بیان ته اشاره شوې چې ویلي یې و: «که څوک غواړي چې زموږ له مشرتابه سره وګوري او دا تایید کړي چې د تحریک طالبان پاکستان مشرتابه چیرته دی؛ نو موږ حاضر يو چې زموږ تر واک لاندې سیمو کې بې پرې ژورنالیستانو ته بلنه ورکړو چې زموږ له مشرتابه سره وګوري او مرکې ورسره وکړي.»
د دغې لیکنې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې اوس تحریک طالبان پاکستان په یوه نه ماتېدونکي ځواک بدل شوی، د دولت دا ډول بې بنسټه ادعاوې د تحریک طالبان پاکستان د لا ثبات لامل ګرځي.
لیکنه زیاتوي، د افغان طالبانو اړوند بې بنسټه څرګندونې د امریکا د اجنډا یوه برخه ده چې د پاکستان خلکو ته د منلو نه ده.
