تېره ورځ تر ۳۰۰ ډېرې کورنۍ له ایران او پاکستانه راستنې شوې

له دوو ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د ستنېدو پر دوام؛ د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وایي، چې تېره ورځ شاوخوا ۳۲۳ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.

له دوو ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د ستنېدو پر دوام؛ د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وایي، چې تېره ورځ شاوخوا ۳۲۳ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.
دغه کډوالې کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پله او د اسلام کلا له لارو بېرته ستنې شوې دي.
دغه اژانس په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغو ۳۲۳ کورنیو له ډلې ۱۷ یې د تورخم له لارې، ۲۹ یې د کندهار د سپین بولدک له لارې ، ۶۲ یې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۲۱۵ یې د هرات د اسلام کلا له لارې راستنې شوې دي.له بل پلوه (د لړم په ۲۶مه) د کاناډا د سرحدي خدمتونو ادارې ویلي و، چې ۱۹ تنه کډوال یې د هغوی په خوښه بېرته افغانستان ته لېږلي دي.تر دې وړاندې (د لړم په ۲۰مه) د ایران تسنیم خبري اژانس د انقلاب تایباد لوی څارنوال له قوله راپور ورکړی و، چې د روان کال له پيله تر دې دمه ٢٣ زره او ١٥٦ تنه بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.او په پاکستان کې بیا د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر له شاوخوا ۷۰۰ زرو هم لوړ شوی دی.


د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو قوانینو د پلي کولو په اړه وویل، چې هیڅکله یې هم داسې ګومان نه و کړی، چې د ښځو حقونه داسې په اسانۍ سره تر پښو لاندې شي.
اغلې یوسفزۍ وایي، چې د طالبانو د دغو کړنو له مخې «مېرمنو هر څه له لاسه ورکړل.»
د نړۍوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، طالباو ۷۰ داسې قانونه او فرمانونه صادر کړي چې نېغ په نېغه یې د ښځو حقونو په نښه کړې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون ښځې په چورلټ ډول له ټولنیزو چارو بې برخې کړې دي.
د دغه قانون له مخې، د ښځو غږ هم «عورت» بلل شوی دی.
یو شمېر نړۍوالو بنسټونو په تېره بیا د بښنې نړۍوال سازمان، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورورکونکي دفتر او ځینو نورو هېوادونو په افغانستان کې روان وضعیت له «جنسیتي اپارتاید» سره یو شان بللی دی.
ملالې یوسفزۍ د طالبانو د دغو قوانیو په اړه د بيبيسي انګریزي خپرونې ته ویلي:« دغه قوانین دومره زیات افراطي دي، چې هیڅوک نه شي کولای هغه پر منطق برابر وبولي.»
هغې زیاته کړه:« ډېرې نجونې خپل ځان په ډېر بد او ناهیلي کوونکي وضعیت کې ویني، هغوی داسې ګڼي چې د دغه حالته د وتلو بله هېڅ لاره نه ده ورپاتې. د هغوی لپاره راتلونکی ډېر تیاره برېښي.»
ملالې یوسفزۍ د «ډوډۍ او سور ګل» نومي فلم د نندارې پر مهال چې د طالبانو په واکمنۍ کې د درېیو افغان مېرمنو ژوند انځوروي برخه لرله.
دغه مستند فلم چې افغان فلم جوړونکې صحرا ماني د امریکایۍ لوبغاړې جنیفر لارنس په همکارۍ جوړ کړی، د افغان مېرمنو پر مبارزو او مقاومت چورلي.
ملالې د دغه فلم په اړه وویل: «دغه فلم یوازې د درېیو مېرمنو په اړه نه دی؛ بلکې دا د هغه ۲۰ مېلیونه نجونو او مېرمنو د ژوندانه کیسې بیانوي، چې ډېر لږ نندارې ته وړاندې شوي.»
دغه مستند فلم د غاښونو د ډاکترې زهرې چې دا مهال یې خپل مسلک پرېښی؛ د بشري حقونو د یوې فعالې ترنم چې مرکز ته تښتیدلې او د دولتي کارکونکې شریفې چې خپل مسلک او مالي خپلواکي یې له لاسه ورکړې کیسې بیانوي.
دغه درې مېرمنې دا مهال په افغانستان کې نه اوسېږي؛ خو ملاله او صحرا ماني هیلهمندې دي چې دغه مستند فلم د نړۍوالو ذهنونه بیدار کړي او د هغو مېرمنو په اړه به سوچ وکړي چې تر دې مهاله په خپل هېواد کې دغسې ستونزې زغمي.
صحرا ماني وایي:« ډوډۍ د خپلواکۍ نښه ده؛ یعنې د د خپلو کورنیو د اقتصادي ملاتړ لپاره ډوډۍ پیدا کول ضروري څیز دی؛ نو کله چې ډوډۍ تر لاسه شي مانا یې دا ده، چې خپل واک دې په خپل لاس کې دی.»
ملاله یوسفزۍ او فلم جوړونکې ډله هیلهمن دي، چې د دغه فلم له لارې د افغان مېرمنو د مبارزو پیغام د نړۍ ګوټ، ګوټ ته ورسوي او د افغان مېرمنو له حقونو څخه د هغوی ملاتړ ته لاره هواره کړي.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له طالبانو سره د هند اړیکو ته په اشارې نوي ډیلي ته خبرداری ورکړی، چې د افغانانو په منځ کې دې خپل محبوبیت له خطر سره نه مخامخ کوي.
صالح له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې هند له افغانستان سره خپله دوستي بایللې ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې هند له طالبانو سره د خپلو اړیکو د عادي کولو په حال کې دی.
دغه هېواد په کابل کې د خپل سفارت ځينې برخې بېرته پرانېستې او د ممبۍ په کونسلګرۍ کې يې د طالبانو استازي منلي دي.
په هند کې پخواني افغان ډيپلوماتان د طالبانو د فشار له امله دغه هېواد پرېښی دی.
په همدې حال کې ډیلي په افغانستان کې له خپلو پخوانیو متحدینو سره ټولې اړیکې پرې کړې دي.
ځینې سرچینې وايي، چې نوي ډیلي حتی د ملي مقاومت جبهې غړو او پخوانیو سیاسي مشرانو ته هم ویزې نه دي ورکړي.
امرالله صالح د پرېنټ هندي ورځپاڼې سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې هند باید ځان له طالبانو لرې وساتي او که غواړي له دې ډلې سره تعامل وکړي؛ نو باید د افغان ټولنې له بېلابېلو برخو سره یې په اړه سلا مشورې وکړي.
ښاغلي صالح وویل: «طالبان باید هند ته لارښوونه ونه کړي چې له چا سره خبرې وکړي، چېرته پانګونه وکړي او چا ته ویزې ورکړي او که نه.»
نوموړي زیاته کړه:« هند باید هغه انځور وساتي، چې د تېرو ۷۰ کلونو او زرګونو کلونو راهیسې یې د خلکو تر منځ ساتلی دی. هند باید یوازې له طالبانو سره په تعامل کې خپل شهرت او حیثیت له خطر سره مخامخ نه کړي.»
صالح څرګنده کړه، چې له طالبانو سره د نوي ډیلي تعامل به خامخا د پاکستان چلند ته ورته وي.
صالح همداراز وویل، چې هند باید متوازن چلند خپل کړي او د افغانانو په منځ کې د لسګونو کلونو مخکې خپل د ښه نیت انځور ژوندی وساتي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال زیاته کړه، چې له طالبانو سره د هند د ښکېلتیا تر شا په واقعیت پوهېږي؛ خو له طالبانو سره ښکېلتیا ته باید د تېرو ۷۰ کلونو او یا د طالبانو له ظهور څخه د زرګونو کلونو د دوام په سترګه ونه کتل شي.
هغه وويل:« دا زموږ په تاريخ کې يو ډېر غير معمولي څپرکی دی.»
امرالله صالح په افغانستان کې د خپلې دندې پر مهال له نوي ډیلي سره نږدې اړیکې پاللې.
څومره چې دی هند ته نږدې و، په هم هغه کچه یې پاکستان سره اړیکي خړ پړ و.
خو له طالبانو سره د هند د اړیکو د نږدې والي په اړه د صالح له څرګندونو داسې ښکاري، چې نوموړی په دې اړه اندېښنه لري.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هند افغانانو ته د ویزو ورکول بند کړل؛ خو طالبانو له نوي ډیلي څخه غوښتي، چې د ویزو ورکول بیا له سره پیل کړي.
د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګو مشر جي پي سېنګ په دې وروستیو کې کابل ته سفر کړی او د دغې ډلې د بهرنیو او دفاع وزیرانو په ګډون یې له طالب چارواکو سره کتلي دي.

د طالبانو اړوند د المرصاد رسنۍ د پاکستان په تړاو په یوې لیکنه کې ویلي، چې د پاکستان سیاسي او دفاعي وضعیت د اشرف غني ادارې ته نږدې کچې او حالت ته رسېدلی دی.
په دغې خپرې شوې لیکنه کې راغلي:« لکه څنګه چې په پاکستان کې د دوو سترو قوتونو (تحریک طالبان پاکستان او پوځي ادارو) تر منځ پوځي او عسکري جګړه لوړې کچې ته رسېدلې، په هماغه کچه دواړه لوري د يو بل په وړاندې په رسنيز او تبليغاتي ډګر کې هم ډېر فعال لیدل کېږي.»
لیکنه زیاتوي، له يوې خوا ټيټيپي هره ورځ په لسګونو امنيتي کارکوونکي وژني او له بله پلوه، امنيتي ادارې بیا د ټيټيپي پر ضد عمليات کوي، چې له امله یې پاکستان او په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا د جګړې په ډګر بدل شوی دی.»
د دغې لیکنې له مخې، د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت په وروستیو کې په خلکو بمبارۍ کېدې، چې اوس د ياکستان حکومت هم ورته کار پیل کړې او په قبایلي سیمو بمبارۍ کوي.
لیکنې وړاندې لیکلي: «د اشرف غني ادارې په وروستیو کې په خواله رسنیو کې د طالبانو پر ضد تبلیغات او پروپاګنډ پیل کړي و او ویل یې، چې طالبان د ای اېس ای ادارې لپاره کار کوي او اوس د پاکستان حکومت هم دغه ناکامه کړنلاره خپله کړې او وایي، چې د تحريک طالبان پاکستان غړي او مشرتابه په افغانستان کې دي او له هماغه ځایه خپلو مسوولینو او مجاهدینو ته لارښوونې کوي.»
په دغې لیکنه کې د ټيټيپي د ویاند محمد خراساني هغه بیان ته اشاره شوې چې ویلي یې و: «که څوک غواړي چې زموږ له مشرتابه سره وګوري او دا تایید کړي چې د تحریک طالبان پاکستان مشرتابه چیرته دی؛ نو موږ حاضر يو چې زموږ تر واک لاندې سیمو کې بې پرې ژورنالیستانو ته بلنه ورکړو چې زموږ له مشرتابه سره وګوري او مرکې ورسره وکړي.»
د دغې لیکنې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې اوس تحریک طالبان پاکستان په یوه نه ماتېدونکي ځواک بدل شوی، د دولت دا ډول بې بنسټه ادعاوې د تحریک طالبان پاکستان د لا ثبات لامل ګرځي.
لیکنه زیاتوي، د افغان طالبانو اړوند بې بنسټه څرګندونې د امریکا د اجنډا یوه برخه ده چې د پاکستان خلکو ته د منلو نه ده.

د حال وش په نوم د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران حکومت یو افغان وګړی پرته له دې چې کورنۍ یې خبره کړي د «نشهيي توکو د قاچاق» په تور اعدام کړی. دغه کس د ایران په بندر عباس زندان کې په دار ځړول شوی.
د حال وش په نوم د بشري حقونو یو سازمان نن سې شنبه د (لړم ۲۹مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ایران حکومت بیا یو افغان وګړی د دغه هیواد په بندر عباس زندان کې د «نشهيي توکو د قاچاق» په تور په دار ځړولی او له اعدام وړاندې یې د هغه کورنۍ نه ده خبره کړې.
دغه سازمان وايي، د خدایرحیم پوپلزي په نوم دغه کس چې د اوو اولادونو پلار و، د افغانستان د فراه ولایت د قلعهکاه ولسوالۍ اوسیدونکی دوه کاله وړاندې په ایران کې د «نشهيي توکو د قاچاق» په تور نیول شوی و او تېره ورځ دوشنبه اعدام شو.
حال وش وايي، دغه افغان وګړی له خپلې کورنۍ سره له وروستي ځل لیدلو پرته اعدام شوی دی.
تر اوسه پورې د دغه کس د اعدام په اړه د ایران حکومت او رسنیو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.
په ایران کې د هغو بندیانو شمېر چې د «مخدره توکو قاچاق» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوی دی.
د ۲۰۲۲ پرتله، چې هغه مهال ۲۵۶ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي وو، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او دغه شمېر ۴۷۱ ته لوړ شوی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.
پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې کویټ د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د ۵۰۰ زره ډالرو مرسته وکړه. اوچا ویلي، چې دا په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د کویټ لومړۍ مرسته ده.
یاد سازمان د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) پر اېکس لیکلي، چې دغه مرستې به د بېړني حالت لپاره د زیانمنو د ژغورولو په موخه ولګول شي.
د یاد سازمان په خبره، په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د اوچا د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د اړمنو شمېر څه باندې ۲۳ میلیونه کسانو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې یادې ادارې بیا څو ورځې مخکې د یو راپور په خپرولو سره ویلي و، چې افغانستان لپاره یې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي ۶،۷ میلیارډه ډالره مرسته راټوله او په بشري مرستو لګولې ده.
دغه مرستې د بې وزلۍ، اقتصادي ناورین، سیاسي سقوط او د روغتیايي سیستم د پرځېدو له خطر سره هم همهاله شوې دي.
د یو شمېر نورو راپورونو له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې ۳۹۲ داسې تګلارې پلي کړي، چې بشري مرستې او فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي.
د دغو تګلارو څخه تر ۷۰ زیات یې داسې دي، چې د بشري مرستو په رسولو کې یې د مېرمنو ګډون زیانمن کړی دی.