• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کویټ د لومړي ځل لپاره د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د ۵۰۰ زره ډالرو مرسته وکړه

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۴۳ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې کویټ د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د ۵۰۰ زره ډالرو مرسته وکړه. اوچا ویلي، چې دا په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د کویټ لومړۍ مرسته ده.

یاد سازمان د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) پر اېکس لیکلي، چې دغه مرستې به د بېړني حالت لپاره د زیانمنو د ژغورولو په موخه ولګول شي.
د یاد سازمان په خبره، په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د اوچا د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د اړمنو شمېر څه باندې ۲۳ میلیونه کسانو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې یادې ادارې بیا څو ورځې مخکې د یو راپور په خپرولو سره ویلي و، چې افغانستان لپاره یې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي ۶،۷ میلیارډه ډالره مرسته راټوله او په بشري مرستو لګولې ده.
دغه مرستې د بې وزلۍ، اقتصادي ناورین، سیاسي سقوط او د روغتیايي سیستم د پرځېدو له خطر سره هم همهاله شوې دي.
د یو شمېر نورو راپورونو له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې ۳۹۲ داسې تګلارې پلي کړي، چې بشري مرستې او فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي.
د دغو تګلارو څخه تر ۷۰ زیات یې داسې دي، چې د بشري مرستو په رسولو کې یې د مېرمنو ګډون زیانمن کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کابل او پکتيکا کې ۵ کسان د «لواطت او نامشروع اړيکو» په تور نيولي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۴ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې ويلي، چې په پکتيکا کې يې درې کسان د «لواطت په تور» په عام محضر کې ۳۰ – ۳۰ دورې وهلي او په کابل کې بیا امربالمعرف یوه ښځه او یو نارينه د «نامشروع اړیکو» په تور نيولي دي. د امربالمعروف نوي قانون د نارينه او ښځې خبري «غيرې اخلاقي» ګڼي.

د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی ابتداييه محکمې د پکتيکا د سرروضې ولسوالۍ کې درې کسان د «لواطت په تور» د ۳۰ دورو وهلو ترڅنګ هر یو په ۱۵ – ۱۵ کاله تنفيذي بند محکوم کړي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وايي، چې د دوی محتسبانو د کابل ښار په پنځمه امنيتي حوزه کې یوه ښځه او یو نارينه د «ناشروع» یا د واده پرته اړيکې په تور تر نیولو وروسته قضايي ادارو ته سپارلي دي.

طالبانو د دغو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو محتسبان په ټول هیواد کې د دې ډلې د امربالمعروف قانون پر بنسټ د نارینه او ښځو نیولو ته دوام ورکړی او په بېلابيلو ولایتونو کې يې یو شمېر ښځې او نارينه نیولي او زنداني کړي دي.

د طالبانو امربالمعروف د وزارت له خوا د نیول شویو کسانو لپاره سختې سزاګانې ټاکل شوي.

دغه کسان معمولا په عام محضر کې په دُرو وهلي کيږي او يا د طالبانو زندانونو ته استول کيږي.

که څه هم د طالبانو د امربالمعروف وزارت په دې اړه مشخص جزییات نه ورکوي، چې مجازات څنګه پلي کوي؛ خو د دې ډلې ستره محکمه نږدې هره ورځ خلک د اخلاقي فساد او له واده څخه بهر د اړیکو په تور په عام محضر کې وهي.

د ازادۍ جبهه: په کابل کې مو دوه طالب جنګیالي وژلي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۷ GMT+۰

د ازادۍ جبهې د دوشنبې په ورځ پر اېکس خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل په شپږمه حوزه کې د چهار قلعهٔ چهار دهي سمیه کې یې د طالبانو پر یوې پوسته او موټر برید کړی او دوه طالبان یې وژلي دي.

د یادې جبهې په وینا، په دغه چاودنه کې دوه طالب جنګیالي ټپیان شوي‌ هم دي.

دغې جبهې پر اېکس یوه ویډيو هم خپره کړې چې یوه چاودنه ښيي.

طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

سراج حقاني: له نړۍ سره د مشروع تعامل په برخه کې هيڅوک مخالف نه دی

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۱ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزير په خوست کې د قران کريم د تلاوت په يوه سيالۍ کې ګډونوالو ته وویل، چې دوی د نړۍ له هېوادونو سره تعامل او ښې اړيکې غواړي او په افغانستان کې استعمار ورته د منلو نه دی. سراج الدین حقاني زياته کړه، چې له نړۍ سره یې ګټې او اړتیاوې تړلې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزير سراج الدين حقاني د دوشنبې په ورځ په خوست کې يوې غونډې ته ويلي، چې خلک دې په افغانستان کې د شته ستونزو په اړه اندېښنه نه کوي.

د نوموړي په وینا، د دوی په نظام کې له نړۍ سره د مشروع تعامل په برخه کې هيڅوک مخالف نه دی.

هغه زياته کړه: «څنګه چی لویه دنیا یو تر بل متقابل تعامل لري، موږ هم د خپلې پاليسۍ له مخې په هغه تعامل کې ځان شریکول غواړو، ځکه زموږ منافع، زموږ ضرورتونه له دنیا سره هم په تجارت او هم په ډېرو مواردو کې تړلي دي.»

د طالبانو کورنیو چارو وزیر وویل، چې دوی د هغو مخالف دی، څوک چې د جنګ په پایله کې دلته راځي او تحمیليږي.

طالب چارواکي له نړيوالو سره د تعامل او اړیکو ساتلو په برخه کې بېلابيل نظرونه لري.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده څو ځله په خپلو ويناوو کې ويلي، چې د نړۍ پروا نه ساتي.

هغه د همدې کال د وږي مياشتي په ۲۲ مه نېټه په جوزجان کې يوې ولسي غونډې ته ویلي و، چې دوی د شریعت په لاره کې هېڅ قوت ته نه تسلیمیږي او نه هم معامله کوي.

جرمني کې د افغانستان سفیر هم «د برلین تر فشار لاندې» له دندې استعفا وکړه

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۰

په جرمني کې د افغانستان سفیر یما یاري اعلان وکړ، چې د کوربه هېواد په غوښتنه یې له خپلې دندې استعفا کړې ده. یاري ویلي دي چې د افغان وګړو او کډوالو د ستونزو د زیاتیدو د مخنیوي په خاطر چې کېدای شي په جرمني کې د افغانستان د سفارت د تړل کیدو لامل شي، خپله دنده پای ته رسوي.

په برلېن کې د افغانستان سفارت نن دوشنبه «د لړم۲۸مه» افغانستان انټرنشنل ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې په برلېن کې د افغانستان سفیر یما یاري په حواله لیکلي، چې د افغان کډوالو د کونسلي چارو د دوام لپاره له خپلې دندې استعفا کوي او د سفارت چارې خپلو همکارانو ته پرېږدي.

دیپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې عبدالباقي پوپل د یاري پر ځای په جرمني کې د افغانستان د سفارت مسوولیت پر غاړه اخستی دی.

عبدالباقي پوپل تر دې مخکې په برلین کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر و. هغه د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکى دى او د سيمه ييزو ارګانونو د مرستيال په توګه يې کار کړى دى.

ځینو ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، شونې ده چې له نویو بدلونونو سره په جرمني کې د افغانستان سفارت له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي.

تر اوسه طالبانو په جرمني کې د افغان سفارت د دغو تغییراتو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې په بن کې د افغانستان کونسل لطف الله سادات هم اعلان کړی و، چې د کوربه هېواد د محدودیتونو او غوښتنو له امله به خپله دنده پای ته ورسوي.
سرچینو د لړم میاشتې په لومړیو کې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې جرمني له افغان ډیپلوماټانو غوښتي چې یا له طالبانو سره تعامل وکړي او یا هم خپل کار پای ته ورسوي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د سادات له خوا په بن کې د افغانستان د کونسلګرۍ په رسمي فیسبوک پاڼه خپره شوې، راغلي چې«د شته ستونزو د دوام د مخنیوي او د کوربه هېواد د سیاسي ملحوظاتو او محدودیتونو او غوښتنې په پام کې نیولو سره، زه چې د افغانستان په ډېپلوماتیکه دستګاه کې د ۲۳ کلونو خدمت ویاړ لرم، په جرمني کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د جنرال ‌کونسل په توګه له خپلې دندې ګوښه کیږم.»
تر دې مخکې په یو شمېر لویدیزو هېوادونو کې د پخواني افغان حکومت سفیرانو له طالبانو سره د خبرو لپاره د کوربه هېوادونو د فشارونو د زیاتېدو اعلان کړی و.
افغانستان انټرنشنل یوه ځانګړي راپور کې موندلې وه، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په جرمني کې د افغانستان له سفارت او بن کونسلګرۍ سره تعامل ددې دوو ډپلوماتیکو استازځایونو د لومړۍ درجه مسوولانو په ګوښه کېدو پورې مشروط کړی.

د یاد وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په برلین کې د افغانستان سفارت او د بن کونسلګرۍ ته کافي وخت ورکړل شوی و، چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل چارې پرمخ بوځي، خو دوی دې چارې ته حاضر نه شول او اوس چې حاضر دي، طالبان یې نه مني.
دا په داسې حال کې ده چې نورو هېوادونو هم په تېره يوه مياشت کې پر افغان سفيرانو فشارونه زيات کړي او پيغامونه يې لېږلي، چې "له طالبانو سره تعامل وکړئ، يا خپل ډېپلوماتيک ماموريت پای ته ورسوئ."

افغان ۱۹ کلنو متحده عربي اماراتو ته د ۱۶۹ منډو په توپير ماته ورکړه

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۰ GMT+۰

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د یو ورځنیو لوبو د درې اړخیزې لوبلړۍ په دوام نن افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د ۱۶۹ منډو په لوی توپير متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماته ورکړه. په دې سیالۍ کې محبوب تسکين ۱۴۱ ناسوځيدلې او فیصل ۱۵۶ منډې جوړې کړې او لوبډله يې تر بريا ورسوله.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرکټ لوبډلو ترمنځ د دوشنبې ورځې د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغان ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو سيالي لوبډلې ته ۳۶۰ منډې هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په توپوهنه کې محبوب تسکين ۱۴۱ ناسوځيدلې منډې وکړې او فیصل، چې د پاکستان په وړاندې يې هم سل منډې جوړې کړې وې په دې لوبه کې يې هم په ۱۰۴ توپونو ۱۵۶ منډې تر لاسه کړې.

د متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې په ۴۵،۴ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د ۱۶۹ منډو په توپير وبايلله.

د متحده عربي امارتو په لوبډلې کې ایتن ډي سوزا ۵۵ او اریان سکسینا ۴۰ تر نوور لوبغاړو ډېري منډې وکړې.

د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې نصرت نورستاني، خاطر ستانکزي او نظيف الله اميري دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ سيالۍ کې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپير ماته ورکړې وه.

د همدې سياليو د مهالوېش له مخې به افغانستان خپله درېيمه لوبه راتلونکې چارشنبه د پاکستان لوبډلې سره تر سره کړي.