حال وش: د ایران حکومت یو افغان وګړی پرته له دې چې کورنۍ یې خبره کړي اعدام کړی

د حال وش په نوم د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران حکومت یو افغان وګړی پرته له دې چې کورنۍ یې خبره کړي د «نشه‌يي توکو د قاچاق» په تور اعدام کړی. دغه کس د ایران په بندر عباس زندان کې په دار ځړول شوی.