طالبان وايي، کابل کې د جاپان سفارت ورسره د څه باندې ۱۷.۵ میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې

د طالبانو اقتصاد وزارت وايي، کابل کې د جاپان سفارت ورسره له نشهيي توکو سره د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره او د اقلیمي بدلون له امله زیانمنو کورنیو سره د مرستې په موخه ۷.۶۳ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي. خو کابل کې د جاپان سفارت په دې اړه څه نه دي ويلي.





