امریکا د حماس پر شپږو لوړپوړو چارواکو بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانه دارۍ وزارت د سې شنبه په ورځ د حماس په شپږو لوړپوړو چارواکو د نویو بندیزونو د لګولو خبر ورکړ. د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دغه بندیزونه د حماس د سیاسي دفتر د غړو «باسم نعیم» او «غازي حمد» په ګډون د دغې ډلې شپږ غړي په نښه کوي.