پاکستان: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه کوم ځانګړی غوراوی نه لرو

پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د پاکستان د بهرینو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ له قوله لیکلي، چې دا مهال د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه کوم کس نه دی غوره شوی او نه هم په دې اړه چا کوم وړاندیز کړی.