طالبان: په سمنګان ولایت کې درېیو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه

د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، چې په سمنګان ولایت کې یې پر درېیو تنو تورنو کسانو تعزیري سزا پلې کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، چې په سمنګان ولایت کې یې پر درېیو تنو تورنو کسانو تعزیري سزا پلې کړې ده.
دغې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د خلم ولسوالۍ ابتداییه محکمې د پرېکړې له مخې دغه درې تنه چې په «زنا» تورن وو د خلکو د سترګو پر وړاندې په یوه ورزشي لوبغالي کې پرې تعزیري سزا پلې شوه.
د دغې محکمې له لوري درېیو واړو تورنو کسانو ته یې ۳۹-۳۹ دورې تعزیري سزا ورکړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سزا د ورکړې په دغې راټولېدنه کې په خلم ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتداییه محکمې مشر، د دغې ډلې ولسوال، امنیه قوماندان، د استخباراتو مدیر، ټول ملکي کارکوونکي، پوځي او ولسي خلکو ګډون کړی و.

په ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وایي، چې د تورخم په دروازه کې د ناروغانو، مساپرو او سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې د اسانتیاو د رامنځته کولو په موخه طالبانو د پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړې.
باختر اژانس د تورخم د کمیسار له قوله لیکلي، چې په دغې ناسته کې د ناروغانو په تګ راتګ کې د هغوی لپاره د لازمو اسانتیاو په برابرولو خبرې شوې او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر سر هم د شته خنډونو پر لرې کولو هوکړه شوې ده.
د باختر اژانس په خبر کې زیاته شوې، چې د موټر چلوونکو لپاره د (ټي اې ډي) کارټونو د نوې کولو او په ودونو کې د ناوې او د مړو د لېږد رالېږد لپاره هم د شرایطو په برابرولو خبرې اترې شوې دي.
په دغې ناسته کې دواړو لوریو د یادو موضوعاتو د حل لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار کړی او ژمنه شوې، چې د تورخم بندر د چارو د ښه والي لپاره به کار کوي.
خو د دغې او دې ته د ورته ناستو پاستو سره، سره همدا اوس هم د افغانستان د تازه میوو او شنو سبو لپاره د تورخم د دروازې تر څنګ د سپین بولدک، غلام خان او خرلڅۍ دروازې تړل شوې او ورسره د افغانستان د سوداګریزو توکو پر صادراتو لوړ ټکس او مالیه لګول شوې ده، له همدې امله د افغانستان تازه مېوې او سابه پاکستان ته نه صادرېږي چې ورسره افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
افغان سوداګر وایي، د دوی د کاروبار د ښه کولو او ستونزو د هوارولو لپاره دوامداره ډیپلوماټیکو هلو ځلو ته اړتیا لیدل کېږي، چې تر دې دمه طالبان په دغو برخو کې پاتې راغلي.

د رواداري په نامه د بشري حقونو یو بنسټ موندنې ښیي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د زدهکړو له حقه د ښځو او نجونو قصدي محرومیت ناوړه رواني، اقتصادي، ټولنیزې او کلتوري پایلې لري.
دغه بنسټ په خپل یو تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې پر زدهکړو د لګول شوي بندیز له امله د اجباري او کم عمره ودونو په ګډون د کورني تاوتریخوالي بېلابېل ډولونه هم زیات شوي دي.
په دغه راپور کې په افغانستان کې د تعلیم له حقه د ښځو د محرومولو لپاره د طالبانو د سازمان شویو کړنو د بشري حقونو اړخونه تحلیل او ارزول شوي دي او همدارنګه د طالبانو تر واک لاندې په ښوونیزو مرکزونو کې د ماشومانو او ځوانانو د زدهکړې امکانات یې څېړلي دي.
په دغه راپور کې راټول شوي مالومات د پوښتنلیکونو له لارې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د قربانیانو او عیني شاهدانو په ګډون د بېلابېلو خلکو سره د شویو مرکو څخه اخیستل شوي دي.
د اوسني راپور د موندنو پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې د افغانستان د پوهنې د نظام د ایډیالوژیک کولو لپاره هدفي هڅې کړې او د افغانستان د ښوونځیو او پوهنتونونو په نصاب کې یې بنسټیز بدلونونه راوستي دي.
راپور زیاتوي، چې په دې موده کې طالبانو د یو شمېر ښوونځیو او پوهنتونونو له نصاب او کتابتونونو څخه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو اړوند موضوعات او مواد اېستي او لیک لوست او حرفوي زدهکړو ته یې د معلولو نجونو لاسرسی محدود کړی دی.
راپور وړاندې کاږي، چې طالبان په مورنۍ ژبه، مذهب، کلتور او تاریخ کې د زدهکوونکو او توکمیزو او مذهبي لږکیو زدهکوونکو لپاره زدهکړې محدودوي او ان د شیعه مذهبو ماشومانو د حنفي فقې زده کولو ته د هڅولو لپاره دیني ازموینې هم ترسره کوي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان انځوریزې رسنۍ له سختو بندیزونو سره مخامخې شوې دي.
دغه سازمان د ټلویزیون د نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د پراخ سانسور په پلي کولو، د رسنیو د تړلو او د خبریالانو په ګواښلو سره د بیان ازادي او اطلاعاتو ته د لاسرسي چاپېریال ډېر محدود کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، ګڼ شمېر ټلوېزیوني شبکې اړ اېستل شوې چې خپل فعالیتونه ودروي او یا د طالبانو له اېډیالوژۍ سره سمې خپرونې وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو تر واک لاندې د ټلویزوني خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره فضا ډېره تنګه او تیاره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پراخه کچه ښځينه خبريالانې له کاره محرومې شوې او ځینې یې اړې شوې چې هېواد پرېږدي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو او رسنیزو بنسټونو غوښتي، چې د افغانستان رسنیو او خبریالانو لپاره خپل عملي او سملاسي ملاتړ پیاوړی کړي.
دغه سازمان دارنګه له اوسنیو واکمنانو هم غوښتنه کړې، چې د رسنیو ازادۍ ته درناوی ولري او نور د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه پای ته ورسوي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي: «د ټلوېزیون نړۍواله ورځ د دې یادونه کوي چې ازادې او خپلواکې رسنۍ د ډیموکراسۍ او تلپاتې پرمختګ بنسټیزې ستنې دي. د افغانستان ټلوېزیونونو او رسنیو له ملاتړ پرته په هېواد کې د بیان او اطلاعاتو د ازادۍ راتلونکی تر جدي ګواښ لاندې دی.»
افغانستان سږکال د ټلویزیون نړۍواله ورځ ډاسې مهال لمانځي، چې همدا تېره ورځ طالبانو په کونړ ولایت کې په رسنیو کې د انځورونو په خپرولو او تصویري مرکو بندیز لګولی دی.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د حکم پراساس دغې ډلې په کونړ ولایت کې په رسنیو کې د انځورونو په خپرولو او تصویري مرکو بندیز ولګاوه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، سره له دې چې د دویم ځل لپاره د ژمي سړې سېلۍ په رالوتو دي، په هرات کې لا هم ۲۵ زره کورنۍ بې سر پناه پاتې دي.
دغه بنسټ تېره ورځ (د لړم په ۳۰مه) د یو راپور په خپرولو سره ویلي، د دویم ژمي په راتګ سره لا هم په هرات کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د کورونو د وېش څرک نه لګېږي.
دغه بنسټ دارنګه وایي، چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو او د بېړنیو حالاتو لپاره د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو صندوق د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په پار ۱۴.۷ مېلیون ډالره مرسته کړې؛ خو لا هم دغه خلک د کورونو د نشتوالي له امله ستونزې ګالي.
اوچا دا هم ویلي، چې په دغو مرسته شویو پیسو د زلزله ځپلو لپاره په لومړي سر کې خواړه، روغتیایي خدمتونه، د زدهکړو اسانتیاوې او د سرپناه لپاره تر ډېره بریده هڅې وشوې؛ خو وايي چې لا هم یو شمېر کورنۍ بېکوره پاتې دي او تر څنګ یې د رواني پلوه نه دي رغېدلي او لا هم د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په هرات ولایت کې تېر کال (د لړم په ۱۵مه) د زوروې زلزلې له امله شاوخوا یو نیم زر کسه ووژل شول او په ۳۸۰ کلیو کې یې ډېر کورونه ونړول.
که څه هم چې په تېر یو کال کې د هرات پر زلزله ځپلو خلکو د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو لهخوا کورونه جوړ او ووېشل شول؛ خو لا هم د دغو خلکو ستونزې هغه شان نه دي هوارې شوي، لکه څنګه چې دوی یې تمه کوله.

طالبان وایي، چې د روان کال په تلې میاشت کې د افغانستان په صادراتو کې ۶۱ مېلیونه ډالر زیاتوالی راغلی دی. د طالبانو د ملي احصایې او معلوماتو ادارې تېره ورځ د ۱۴۰۳ کال د تلې میاشتې د صادراتو او وارداتو تازه شمېرې خپرې کړې.
د دغو شمېرو له مخې، د تلې میاشتې په اوږدو کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۲۳۴.۹ مېلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې د تېرې سنبلې میاشتې پرتله ۶۱ مېلیونه ډالره زیاتوالی ښیي.
له بل پلوه بیا د وارداتو ټولیز ارزښت هم له ۹۵۴.۱ مېلیون ډالرو څخه ۱۱۴۰.۹ مېلیونه ډالرو ته لوړ شوی، چې ۱۸۶.۸ مېلیون ډالره زیاتوالی ښیي.
د دغو صادراتو ډېره برخه هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوې او واردات بیا له ایران، پاکستان او چین څخه ترسره شوي دي.
د دغې ادارې په وینا، د دغو تازه شمېرو سره د افغانستان په اقتصاد کې د صادراتو او وارداتو په برخه کې د پام وړ وده لیدل کېږي.
تر دې ټیک پنځه ورځې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی و، چې په تېرو اوو میاشتو کې د یو مېلیارد ۸۲۷ مېلیون ډالرو په ارزښت د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
دغه اژانس په اېکس پاڼه لیکلي و، چې په تېرو اوو میاشتو کې یوازې د ۳۰ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي او بیا د یو مېلیارد او ۸۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
خو د کال په دغو میاشتو کې د افغانستان د تازه او وچو میوو بازارونه تاوده وي؛ خو له هغې وروسته بیا د ژمي په میاشتو کې د افغانستان د صادراتو کچه راټیټیږي.
دا رنګه د پاکستان لهخوا د لارو بندېدل او د تعرفو لوړول هغه بله ستونزه ده، چې د افغانستان سوداګري یې زیانمنه کړې ده.
سوداګر وایي، که طالبان د دوی د سوداګرۍ په چاره کې شته خنډونه لرې کړي؛ نو د دوی د سوداګرۍ کچه به نوره هم لوړه شي.
