طالبان: پر تورخم دروازه د ناروغانو د تګ راتګ لپاره مو د پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې

په ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وایي، چې د تورخم په دروازه کې د ناروغانو، مساپرو او سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې د اسانتیاو د رامنځته کولو په موخه طالبانو د پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړې.