ټي‌ټي‌پي د کورمې په پېښه کې لاس لرل رد کړي

د تحریک طالبان پاکستان ډله (ټي‌ټي‌پي) وایي، د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ مرګوني پېښه د دغې ډلې او نورو وسله‌والو ډلو کار نه دی؛ بلکې په خبره یې په یاده پېښه کې نېغ په نېغه د پاکستان پوځ ښکېل دی.