• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مالي په برید کې لږ تر لږه اوه روسي قراردادي جنګیالي وژل شوي دي

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۲۴ GMT+۰

د سایټ استخباراتو ډلې د جمعې په ورځ وویل، چې د روسیې د واګنر شخصي پوځي قراردادي کمپنۍ لږترلږه اوه جنګیالي په مرکزي مالي کې په یو برید کې وژل شوي دي. د دغه برید مسوولیت په شمالي افریقا کې د القاعدې سره د یوې تړلې ډلې له خوا پر غاړه اخیستل شوی دی.

له دې مخکې، واګنر د جولای په میاشت کې د الجزایر سره د مالي پولې ته نږدې د تواریګ وسله والو او اسلامپالو سره په جګړه کې درانه زیانونه لیدلي وو.

مالي او د هغې ګاونډیان بورکینا فاسو او نایجر د بېلتون غوښتونکو او د اسلامي دولت او القاعدې ځواکمنې څانګې د کنټرول د مخنیوي لپاره مبارزه کوي، کوم چې په تېرو ۱۲ کلونو کې یې په دغه منطقه کې پراخې سیمې نیولي دي.

سایټ استخباراتي ډله، چې په سیمه کې د افراطي فعالیتونو څارنه کوي، په یوه اعلامیه کې وایی، چې د القاعدې سره تړلې JNIM ډلې د هغه برید مسولیت په غاړه اخیستی چې د پنجشنبې په ورځ ترسره شو.

د مالیې د پوځ ویاند د رویټرز سره خبرو ته نه دی حاضر شوی.

د مالي د پوځ یوې سرچینې ویلي، چې هغه د روسي جنګیالیو په ګډون اوه مړي لیدلي، په داسې حال کې چې دوو سیمه ییزو مدیرانو برید تایید کړی. یوه یې وویل، چې پنځه د واګنر جنګیالي وژل شوي.

په سیمه یو امنیتي سلاکار وویل، چې برید د کاتیبا ماکینا په نوم د JNIM یوې څانګې له خوا ترسره شوی او لږترلږه شپږ روسان پکې وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

له ۱۷ کلونو وروسته اسراییل د ایران په ملاتړ پر امریکايي ځواکونو د برید طراح وواژه

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۰ GMT+۰

د امریکا د دفاع وزارت د یو جګپوړي چارواکي په وینا، په سوریه کې د اسراییل په وروستي هوايي برید کې د حزب الله یو جګپوړی قوماندان علي موسی دقدوق ووژل شو چې د عراق د جګړې پر مهال یې پر امریکايي ځواکونو د یو خورا پیچلي برید په پلانولو کې لاس درلود.

علي موسی دقدوق په ۲۰۰۷کال کې له هغه برید وروسته چې پنځه امریکايي پوځیان یې ووژل، د امریکايي ځواکونو له خوا ونیول شو، خو وروسته د عراقي چارواکو له خوا خوشې شو.

د امریکا دغه لوړپوړي دفاعي چارواکي ان بي سي نیوز ته ویلي، چې تر اوسه څرګنده نه ده چې برید کله، د سوریې په کوم ځای کې شوی یا هم موخه یې په خاص ډول دقدوق و که نه.

امریکايي ځواکونو د ۲۰۰۷کال په مارچ میاشت کې دقدوق نیولی و او د پوښتنو پر مهال یې ویلي و، چې د امریکايي ځواکونو پر ضد عملیات د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د مستقیم ملاتړ او روزنې پایله وه.

دقدوق د ۲۰۰۷کال د جنورۍ په ۲۰مه په کربلا کې د امریکا او عراق پر پوځي مرکز برید کړی و.

دقدوق څو کاله په عراق کې د امریکا له پوځ سره و، خو د ۲۰۱۱کال په ډسمبر کې د امریکا د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته عراقي چارواکو ته وسپارل شو.

عراقیانو امریکايي چارواکو ته ډاډ ورکړ و، چې دقدوق به محاکمه کړي، خو په څو میاشتو کې هغه خوشې شو، چې دې کار امریکايي چارواکي او سیاستوال په قهر کړي وو.

اسراییلي ځواکونو د لبنان په سویل او بیروت کې لږ تر لږه ۵ ډاکټران ووژل

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۳ GMT+۰

اسراییلي ځواکونو د جمعې په ورځ د لبنان پر سویل او د پلازمینې بیروت په څنډو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې لږ تر لږه پنځه ډاکټران ووژل. دلبنان په سویل کې د دغو ځواکونو او د حزب الله د وسله والو ترمنځ د ځمکنۍ نښتې راپور هم ورکړل شوی.

اسراییل د ایران له ملاتړه برخمنې وسله والې ډلې حزب الله پر ضد خپلو سختو پوځي عملیاتو ته زور ورکړی او هیله من دی، چې د امریکا د استازي هڅې به د یو احتمالي اوربند لامل شي.

د متحده ایالاتو منځګړی اموس هوچسټین، همدې اونۍ کې په بیروت کې وویل، چې اوربند "زموږ په لاس کې دی". نوموړي وویل، چې هغه واشنګټن ته له ستنېدو مخکې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو او د دفاع له وزیر اسراییل کاتز سره یې لیدلي دي.

د هغه د سفر موخه د لبنان په سویلي پوله کې د اسراییل او حزب الله تر منځ د یو کال څخه زیاتې جګړې پای ته رسول وو، چې د سپټمبر په وروستیو کې اسراییل خپل بریدونه زیات کړل او د اکتوبر په لومړۍ نېټه یې لبنان ته ځمکني سرتېري واستول.

اسراییلي پوځیانو له حزب الله سره د خیام ښار په څنډو کې چې شپږ کیلو متره له پولې لرې پورت دی جګړه کړې ده. رویټرز وایي، اسراییلي پوځ په دې اونۍ کې په دغه ښار کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

حزب الله ویلي، د جمعې په ورځ یې د خیام په ختیځ کې پر اسراییلي پوځیانو لږ تر لږه څلور ځله توغندي توغولي دي. د لبنان امنیتي سرچینو رویټرز ته ویلي، اسراییلي پوځیان هم د لویدیځ په یو لړ کلیو کې پرمختګ کړی دی.

مایکروسافټ له ټرمپ وغوښتل چې د ایران، روسیې او چین سایبري بریدونو په اړه پریکنده چلند وکړي

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د ډیجیټل ټیکنالوژۍ په برخه کې د لوی امریکایي شرکت مایکروسافټ مشر له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې په خپله نوې اداره کې د سایبري بریدونو په وړاندې چې د ایران، روسیې او چین د حکومتونو له خوا یې ملاتړ کیږي سخت دریځ غوره کړي.

دا غوښتنه د امریکا د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې د حکومتي چارواکو او د دواړو کاندیدانو پر انتخاباتي کمپاینونو د روسیې، چین او ایران له خوا د سایبري بریدونو له څپې وروسته کېږي.

برد سمیټ، چې د مایکروسافټ مرستیال او مشر حقوقي مدیر هم دی، د جمعې په ورځ (د لېندۍ دویمه) یې فایننشل ټایمز ته وویل، چې سایبري امنیت "په نړۍوالو اړیکو کې خورا مهم مسله ده."

هغه د متحده ایالاتو پر منتخب ولسمشر غږ وکړ، چې په دې موضوع دې یو "قوی پیغام" خپور کړي.

سمیټ وویل: "هیله لرم چې د ټرمپ اداره به د دولتونو او په ځانګړي توګه د روسیې ، چین او ایران له خوا پر تمویل شويو سایبري بریدونه له دې هم سخت فشار راوړي. موږ نه باید د هغو بریدونو کچه وزغمو چې نن یې شاهدان یوو."

د متحده ایالاتو د قانون پلي کوونکو ادارو تېره اونۍ، چین په دې تورن کړ، چې د هېواد د وروستیو ټاکنو په مهال یې د متحده ایالاتو د ډېری مخابراتي شبکو د هک کولو له لارې د سایبري جاسوسۍ پراخ کمپاین په لاره اچولی و.

د مایکروسافټ مشر د روان کال د جوزا په میاشت کې د امریکا د استازو مجلس د داخلي امنیت کمېټې په غونډه کې، د امریکا زیربناوو ته د هکري بریدونو او امنیتي زیانونو د مخنیوي لپاره د دغه شرکت د امنیتي تدابیرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د ایران، چین، روسیې او شمالي کوریا هکران لا ډیر بریدونه کوي او دغه بریدون ګړندي شوي دي.

تېر اوړي وویل، چې هکرانو د مایکروسافټ سیسټم ته په نفوذ کولو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ۶۰ زره ایمیلونو ته لاسرسی موندلی، په ورته وخت کې، د دغه شرکت په وینا، له روسیې سره تړاو لرونکو هکرانو سږ کال په جلا جلا بریدونو کې د مایکروسافت شرکت د مشر کارکوونکي ایمیلونو ته لاسرسی موندلی او جاسوسي یې کوله.

د اروپایي کمیسیون مشره: د رومانیا او بلغاریا د بشپړ شینګن غړیتوب رسمي پرېکړه به ژر وشي

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۷ GMT+۰

د اروپایي کمیسیون مشره اروسولا وان ډیر لاین وایي، چې په شینګن زون کې د رومانیا او بلغاریا د بشپړ غړیتوب په اړه رسمي پرېکړه به ډېر ژر ترسره شي. وان ډیر لاین وویل، چې دغه دواړه هېوادونه د شینګن زون سره تړاو لري.

د شینګن نیوز د راپور له مخې، د اروپایي کمېسیون مشرې اروسولا وان ډیر لاین ویلي، چې د رومانیا او بلغاریا د بشپړ شینګن غړیتوب په اړه رسمي پرېکړه را روانه ده او ټینګار یې وکړ، چې دواړه دغه هېوادونه د شینګن په سیمې پورې تړاو لري.

مېرمن وان ډیر لاین د جمعې په ورځ (د لېندۍ دویمه) په بوداپست کې د رومانیا او بلغاریا د شینګین غړیتوب په تړاو د ځمکنیو سرحدونو په اړه د غیر رسمي خبرو اترو د مثبتو پایلو هرکلی وکړ.

له دې ناستې وروسته، د هنګري د کورنیو چارو وزیر ساندرو پنټر ویلي، چې رومانیا او بلغاریا چمتو شوې چې د ۲۰۲۵کال جنورۍ کې د شینګن زون سره یوځای شي.

په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د دسمبر په ۱۲مه د اروپایی ټولنې د عدلیې او کورنیو چارو د شورا په غونډه کې تر سره شي.

عاصم منیر: د ملي امنیت ګواښونکو عناصرو او ترهګرو شبکو رېښې به وباسو

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۲ GMT+۰

په پاکستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدو سره د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز یو ځل بیا وايي، «د ترهګرو شبکو او د ملي امنیت ګواښونکو عناصرو جرړې به وباسي.»

عاصم منیر نن د پښتونخوا مرکز پېښور کې له پوځي چارواکو سره په خبرو کې دا هوډ بیا تکرار کړی دی.

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې، ښاغلی منیر د تېرې سې شنبې په ورځ د ملي اپېکس کمېټې د غونډې د تعقیب او د ورته صوبايي غونډو د ژر تر ژره جوړېدو لپاره تللی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ ضد مبارزه د پوځ او ملت ټولیز هوډ وباله او زیاته یې کړه چې د دوښمنو عناصرو له منځه وړل یې لا هم لومړیتوب دی.

هغه دا هم وویل، چې د پاکستان پوځ له قانون پلي تابه ادارو سره په همغږۍ او قوي عملیاتو سره د سولې د دوښمنانو له منځه وړلو پسې دی چې تلپاتې امنیت او ټیکاو ډاډمن کړي.

له دې سره هممهاله د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، په پښتونخوا او بلوچستان کې یې استخباراتي عملیاتو سره اوه وسلوال وژلي دي.

په دغو دوو صوبو کې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتونپالو د تاوتریخوالي زیاتېدو له امله ورځ تر بلې امنیت خرابېږي.

پاکستان پر افغان طالبانو او هند تور لګوي چې د دوی د مخالفو وسلوالو ملاتړ کوي، خو دواړه لوري دا تورونه ردوي.