عاصم منیر: د ملي امنیت ګواښونکو عناصرو او ترهګرو شبکو رېښې به وباسو

په پاکستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدو سره د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز یو ځل بیا وايي، «د ترهګرو شبکو او د ملي امنیت ګواښونکو عناصرو جرړې به وباسي.»

په پاکستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدو سره د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز یو ځل بیا وايي، «د ترهګرو شبکو او د ملي امنیت ګواښونکو عناصرو جرړې به وباسي.»
عاصم منیر نن د پښتونخوا مرکز پېښور کې له پوځي چارواکو سره په خبرو کې دا هوډ بیا تکرار کړی دی.
د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې، ښاغلی منیر د تېرې سې شنبې په ورځ د ملي اپېکس کمېټې د غونډې د تعقیب او د ورته صوبايي غونډو د ژر تر ژره جوړېدو لپاره تللی دی.
نوموړي په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ ضد مبارزه د پوځ او ملت ټولیز هوډ وباله او زیاته یې کړه چې د دوښمنو عناصرو له منځه وړل یې لا هم لومړیتوب دی.
هغه دا هم وویل، چې د پاکستان پوځ له قانون پلي تابه ادارو سره په همغږۍ او قوي عملیاتو سره د سولې د دوښمنانو له منځه وړلو پسې دی چې تلپاتې امنیت او ټیکاو ډاډمن کړي.
له دې سره هممهاله د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، په پښتونخوا او بلوچستان کې یې استخباراتي عملیاتو سره اوه وسلوال وژلي دي.
په دغو دوو صوبو کې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتونپالو د تاوتریخوالي زیاتېدو له امله ورځ تر بلې امنیت خرابېږي.
پاکستان پر افغان طالبانو او هند تور لګوي چې د دوی د مخالفو وسلوالو ملاتړ کوي، خو دواړه لوري دا تورونه ردوي.

د پښتونخوا لکي مروت ولسوالۍ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نن ماښام د لکي مروت کمبېله سیمه کې د پاکستان پېپلز ګوند ځايي مشر مشال ازاد د دوه تنو ناڅرګندو وسلوالو له لخوا په ډزو ووژل شو. سرچینې زیاتوي مشال ازاد هغه وخت وژل شو، چې له جومات څخه د کور په لور روان و.
سرچینې وايي چې د پېپلز ګوند ځايي مشر مشال ازاد د تحریک طالبان پاکستان تر کنټرول لاندې سیمه کې وژل شوی دی.
د مشال ازاد خپلوان وايي چې نوموړي له چا سره شحصي دوښمني نه درلوده.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او نه هم تر دې دمه پاکستاني چارواکو د دې پېښې په اړه څه ویلي دي.
یوه اونۍ وړاندې د داعش خراسان په یوه برید کې د جماعت اسلامي د باجوړ ولسوالۍ مسوول صوفي حمید د وژلو پړه پر غاړه واخېسته.
د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې د پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې اسلامپالې او بېلتون غوښتونکې ډلې په پرله پسې ډول د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو بریدونه کوي.
تحریک طالبان پاکستان یوه له هغو ډلو ده، چې د پښتونخوا امنیت یې ننګولی دی.
اسلام اباد تل افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان سره په همکارۍ او دغې ډلې ته د پټنځیو په برابرولو تورنوي.
پاکستاني چارواکي وايي، ټي ټي پي په افغانستان کې پوځي روزنه ترلاسه کړې او په کابل کې د طالبانو په څېر ایډیالوژي تعقیبوي.
افغان طالبانو تل د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.

د طالبانو د استخباراتو اړوند وېبپاڼې المرصاد په خپله مهالنۍ تبصره کې لیکلي، اوس پاکستان هڅه کوي چې د خپل خرابېدونکي اقتصاد د ژغورلو لپاره چین په سیمه کې د نیابتي جګړې برخه وګرځوي. المرصاد لیکلي، پاکستان د افغانستان په اړه چین ته د «ترهګرو» د پټنځیو په اړه ناسم معلومات ورکړي دي.
د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنۍ المرصاد نن د جمعې ورځ د لیندۍ په دوهمه نېټه «پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي» تر سرلالیک لاندې خپله مهhلنۍ تبصره خپره کړې ده.
المرصاد دا تبصره د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو ژیاو یونګ د هغو خبرو په غبرکون کې کړې چې په خبره یې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ وسلوالې ترهګرې ډلې فعالې دي چې د چین لپاره امنیتي ګواښونه جوړوي.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي دا څرګندونې اسلام اباد ته د خپل سفر پرمهال کړې دي.
المرصاد لیکلي« که د چین د استازي د دې بیان ژور تحلیل وشي، نو ښکاري چې دا د چین خپل رسمي دریځ نه دی، بلکې د پاکستان د حکومت او ادارو لخوا د ورکړل شويو معلوماتو، دروغجنو شواهدو او بریفینګ وروسته د هغه شخصي برداشت دی چې په خپلو خبرو کې یې څرګند کړ.»
طالبانو ته نژدې رسنۍ د تبصرې په یوه برخه کې لیکلي چې پاکستان د افغانستان پر ضد د دې روان تبلیغاتي کمپاین له لارې خپلو موخو ته رسیدل غواړي، یوه موخه یې دا هم ده چې د خپلو ګټو لپاره د چین ملاتړ تر لاسه کړي او بل دا چې په بلوچستان کې د روانې وسله والې جګړې له امله د پاکستان دننه د چین د اقتصادي پروژو راتلونکی له خطر سره مخ دی.
المرصاد زیاتوي:« که چین د افغانستان په اړه د پاکستان بې بنسټه دعوو ته غوږ ونیسي، نو دا به د چین بهرني سیاست ته زیان ورسوي، ځکه پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې خپلې نیابتي جګړې ته د چین ملاتړ تر لاسه کړي، چې دا به د چین بې پریوالی زیانمن کړي.»
د طالبانو دې رسنۍ له چین غوښتي چې باید د افغانستان په اړه خپل دریځ په خپلواک ډول وټاکي او یوازې د پاکستان پر خبرو باور ونه کړي.
د دې رسنۍ د تحلیل له مخې، د پاکستان او افغانستان تر منځ خرابې اړیکې او د پاکستان ورځني پروپاګندي کمپاینونه د دواړو هېوادونو تر منځ ژوره بې اعتمادي ښيي، نو غوره به دا وي چې چین د افغانستان په اړه د هر ډول تورونو د تصدیق لپاره له نورو خپلواکو سرچینو کار واخلي.
المرصاد چین ته سپارښتنه کړې ده، چې له طالبانو سره ډېپلوماټیکو چینلونه نور هم قوي او د هغه له لارې مستقیمې خبرې وکړي.
دې رسنۍ لیکلي چې له افغانستان د امریکا له وتلو وروسته او وس پاکستان هڅه کوي چې د خپل خرابېدونکي اقتصاد د ژغورلو لپاره چین د نیابتي جګړې برخه وګرځوي.
څو ورځې وړاندې د ایکسپرېس ټرېبیون راپور ورکړ، چې پاکستاني چارواکو یو شایو یونګ ته د تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلو ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه معلومات ورکړي دي.
په دې معلوماتو کې نوي شواهد هم شامل دي چې څنګه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سیمې سوله او ثبات ګواښي.

کوزه کورمه کې د نږدې ۴۴ کسانو د وژل کېدو غبرګون کې نن پاړه چینار کې سلګونو خلکو په لاریون سره د پاکستان د لوی درستیز پرضد شعارونه ور کړل.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې مظاهره چیان یوه شعار کې د پاکستان د پوځ پرضد شعارونو ور کړل او لوی درستیز عاصم منیر یې «ترهګر» وباله.
د پښتونخوا مختلفو سیمو کې له روانې ناامنۍ زیانمن خلک وخت ناوخت خپلو مظاهرو کې دغه تاوتریخوالی له پوځ سره تړلې بولي.
د دې صوبې د نورو سیمو خلاف په کورمه کې د شیعه او سني ترمنځ فرقه يي تاوتریخوالی له لسیزو راهیسې روان دی.
د تېر اکتوبر په ۱۲ په دغه سیمه کې د سنیانو ګاډی په نښه شو او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان پکې ووژل شول.
پرون د کوزې کورمې په بګن کې د شیعه یانو څو ګاډي په نښه شول چې پکې تر سلو کسان سپاره و او پولیسو بدرګه کول.
لا هم د پرونو وژل شویو کسانو شمېر کره مالوم نه دی، ځینې سرچینې یې ۴۴ ښيي، خو د سیمې ځايي چارواکي جاویدالله مسید رویټرز ته ویلي د اتو ښځو په ګډون ۴۰ کسان پکې وژل شوي او ۲۹ ټپیان دي.
نوموړی دا هم وايي چې له دې پېښې وروسته په ځوابي برید کې دوه سنیان په غچ کې وژل شوي دي.
د دې پېښې په غبرګون کې نن د کورمې مرکز پاړه چینار کې سلګونه خلک لارو کوڅو ته ووتل.
په دغه ښار کې پلورنځي، ټرانسپورټ او ښوونیزې ادارې هم نن تړلې دي.
غوسه شویو مظاهره چیانو په سیمه کې د پاکستان د پوځ یوه پوسته سوځولې او ځینې نورې ودانۍ یې زیانمنې کړې دي.
دوی د کورمې دروازه هم زیانمنه کړې او د پاکستان د بیرغ پر ځای خپل بیرغ پرې درولی دی.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډیوګانو کې ښکاري چې ځینې پلورنځیو ته اور اچول شوی او ځینې توکي یې لوټ شوي دي.
د پاړه چینار د شیعه فرقې مذهبي مشرانو په دې تاوتریخوالي خواشیني ښودلې او د عاملانو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، په پښتونخوا او بلوچستان کې یې استخباراتي عملیاتو سره اوه وسلوال وژلي دي.
دا اداره په خپلو اعلامیو کې زیاتوي چې د پښتونخوا په بنو کې یې نن سهار عملیات کړي او د دریو وسلوالو پر وژلو سربېره یې د هغوی وسلې، مهمان او باروت هم له منځه وړي دی.
پوځ په خپله اعلامیه کې دا وسلوال خوارج بللي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ لپاره یې کاروي.
د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستانپه اواران، دېره بګټي او کېچ ولسوالیو کې یې هم درې عملیات کړي او څلور «ترهګر» یې وژلي دي.
د پاکستان پوځ په دې عملیاتو کې د خپلې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري په بلوچستان کې د پوځ عملیات ستیایلي دي.
په پاکستان په تېره بلوچستان کې د چین ډېرې ښکېلتیا سره په دغه هېواد کې د بلوڅ بېلتونپالو بریدونه هم ډېر شوي، چې پوځ یې «ترهګر» بولي.
بلوڅ بېلتونپال اسلام اباد د بلوچستان د طبیعي زېرمو په لوټلو تورنوي، خو حکومت وايي چې د دې صوبې د پرمختګ لپاره پروژې پلې کوي.

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، چې د غزې په شمال بیت لاحیه ښارګوټي کې یې د حماس پنځه جنګیالي وژلي دي.
نوموړی وایي، د تېرې ورځې په بریدونو کې یې د حماس جنګیالیو ته مرګژوبله اړولې ده.
حماس د پنجشنبې په ماسپښین بیا وویل، چې په بیت لاحیه کې د اسراییل په بریدونو کې د ۶۴ ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۱۲ کسان وژل شوي دي.
تر دې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان لوېدیځ ته ویلي و، تاسو نه شرمیږئ چې د بشري حقونو د دفاع خبره کوئ.
هغه وایي، امریکایي او اروپایي هېوادونه په غزه کې د ښځو او ماشومانو په وژنه بوخت دي او ورسره بیا د بشري حقونو خبرې هم کوي.
له بل پلوه تېره ورځ د جرمونو نړۍوالې محکمې د پنجشنبې په ورځ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د دغه هېواد د پخواني دفاع وزیر او د حماس د چارواکو د نیولو امر وکړ.
اسراییل او د حماس چارواکي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې د بريد او په غزه کې د جګړې له کبله په جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په تور تورن شوي دي.
