د پاکستان پوځ وايي، پښتونخوا او بلوچستان کې یې ۷ وسلوال ووژل

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، په پښتونخوا او بلوچستان کې یې استخباراتي عملیاتو سره اوه وسلوال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، په پښتونخوا او بلوچستان کې یې استخباراتي عملیاتو سره اوه وسلوال وژلي دي.
دا اداره په خپلو اعلامیو کې زیاتوي چې د پښتونخوا په بنو کې یې نن سهار عملیات کړي او د دریو وسلوالو پر وژلو سربېره یې د هغوی وسلې، مهمان او باروت هم له منځه وړي دی.
پوځ په خپله اعلامیه کې دا وسلوال خوارج بللي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ لپاره یې کاروي.
د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستانپه اواران، دېره بګټي او کېچ ولسوالیو کې یې هم درې عملیات کړي او څلور «ترهګر» یې وژلي دي.
د پاکستان پوځ په دې عملیاتو کې د خپلې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري په بلوچستان کې د پوځ عملیات ستیایلي دي.
په پاکستان په تېره بلوچستان کې د چین ډېرې ښکېلتیا سره په دغه هېواد کې د بلوڅ بېلتونپالو بریدونه هم ډېر شوي، چې پوځ یې «ترهګر» بولي.
بلوڅ بېلتونپال اسلام اباد د بلوچستان د طبیعي زېرمو په لوټلو تورنوي، خو حکومت وايي چې د دې صوبې د پرمختګ لپاره پروژې پلې کوي.

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، چې د غزې په شمال بیت لاحیه ښارګوټي کې یې د حماس پنځه جنګیالي وژلي دي.
نوموړی وایي، د تېرې ورځې په بریدونو کې یې د حماس جنګیالیو ته مرګژوبله اړولې ده.
حماس د پنجشنبې په ماسپښین بیا وویل، چې په بیت لاحیه کې د اسراییل په بریدونو کې د ۶۴ ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۱۲ کسان وژل شوي دي.
تر دې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان لوېدیځ ته ویلي و، تاسو نه شرمیږئ چې د بشري حقونو د دفاع خبره کوئ.
هغه وایي، امریکایي او اروپایي هېوادونه په غزه کې د ښځو او ماشومانو په وژنه بوخت دي او ورسره بیا د بشري حقونو خبرې هم کوي.
له بل پلوه تېره ورځ د جرمونو نړۍوالې محکمې د پنجشنبې په ورځ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د دغه هېواد د پخواني دفاع وزیر او د حماس د چارواکو د نیولو امر وکړ.
اسراییل او د حماس چارواکي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې د بريد او په غزه کې د جګړې له کبله په جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په تور تورن شوي دي.

په پاکستان کې د پولیو دوه تازه مثبتې پېښې ثبتې شوې، چې له دې سره په روان کال کې په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۲ ته لوړ شو.
دغه دوه تازه پېښې د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې ثبتې شوې دي.
دغه دوه تازه پېښې په یو ۱۸ میاشتني ماشوم او یوې درې کلنې ماشومې کې لیدل شوې دي.
د وروستیو شمېرو له مخې، په بلوچستان کې ۲۴، په خیبرپښتونخوا کې ۱۳، په سند کې ۱۳ او په اسلام اباد او پنجاب کې بیا یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
تر دې وړاندې (د لړم په ۲۹مه) د پولیو وروستۍ پېښه د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې څخه راپور شوې وه.
روغتیایي چارواکي د دغې د مخنیوي وړ ناروغۍ د خپرېدو د ورکولو لپاره د واکسین کمپاین پر اهمیت ټینګار کوي، چې په پاکستان کې د عامې روغتیا یوه لویه ننګونه ده.
پاکستان یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی، چې د پولیو ویروس په کې لا تر اوسه له منځه نه دی تللی.
د پاکستان روغتیایي چارواکي په کورنیو غږ کوي، چې د حکومت لهخوا په مکرر ډول د پولیو واکسین کمپاینونو کې په فعاله توګه برخه واخلي او د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې دې مرسته وکړي.

د اسراییل د دفاع پخوانی وزیر یواو ګلانټ وایي، چې د نړۍوالې محکمې د پرېکړې له مخې د اسراییل د لومړي وزیر نیول د «اسراییلي خلکو وژلو ته د مشروعیت ورکولو او پر مېرمنو، ماشومانو او بوډاګانو تېري کوونکو ته د جایزې ورکولو مانا لري.»
ګلانټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه شان پرېکړې په نړۍواله کچه د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې پخوانۍ مخینه له ګواښ سره مخامخوي.
د نړۍوالې محکمې قاضیانو د پنجشنبې په ورځ د لېندۍ په لومړۍ نېټه د اسراییل د لومړي وزیر نتنیاهو او د هغه هېواد د دفاع د پخواني وزیر یواو ګلانټ د نیولو پرېکړه وکړه او د اسراییل د اعتراص له غوښتنې سره یې مخالفت په ډاګه کړ.
نتنیاهو او ګالانټ د هاګ محکمې د پرېکړې له مخې د «جنګي جرمونو» او «بشري جنایت» په تور تورن شوي دي.
د نتنیاهو دفتر دغه پرېکړه د «یهودانو سره دوښمني» او د دغې محکمې لهخوا لګېدلي تورونه یې «بې بنسټه او دروغجن» وبلل.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل:« موږ د څارنوالۍ د دغې بېړنۍ پرېکړې له امله سخت اندېښمن شوي یو او د محکمې دغه پرېکړه یوه تېروتنه بولو.»
که څه هم چې کاناډا او اروپا له دغې پرېکړې ننګه او ملاتړ کړی؛ خو داسې ښکاري چې ښایي ډېره عملي بڼه و نه لري، ځکه چې امریکا او د هغې اصلي ملګری اسراییل لا تر اوسه د دغې نړۍوالې محکمې غړیتوب نه دی تر لاسه کړی.

د خيبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې امنیتي چارواکو پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري ته ویلي، چې د مساپرو پر موټرو بريد کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴ ته لوړ شو او ۱۶ نور ټپیان دي.
خو دغې رسنۍ د خپلې یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې په دغې پېښه کې ٥١ کسان وژل شوي او شاوخوا ٨١ ټپيان دي، چې دوه سرتېري هم په کې شامل دي.
تر دې وړاندې سرچینو ویلي و، چې په وژل شويو کسانو کې شپږ ښځې او یو ماشوم هم شامل دی.
دغه ګاډي چې د پاړه چنار څخه پېښور ته روان وو، په کاروان یې ناپېژاندو کسانو ډزې کړې دي.
په خيبر پښتونخوا کې چارواکي وایي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
پولیس چارواکي وایي، چې په لاره کې د غرونو له لمنو پر موټرو ډزې شوې چې له ډزو وروسته په سيمهييزه کچه د دوو ډلو ترمنځ نښته هم رامنځته شوې ده.
د پاکستان ولسمشر دغه پېښه غندلې ده.
اصف زرداري ویلي، چې په مساپرو برید یوه ناځوانه او غیر انساني کړنه ده.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي هم د خيبر پښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور سره د ټيليفون په کرښه په دغې صوبه کې د ترهګرۍ پر پېښو اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دغه پېښه کې یو پاکستانی خبریال هم وژل شوی.
جنان حسین چې خبریال او د کورمې پرېس کلب غړی هم و په دغې پېښه کې وژل شوی دی.
نوموړی له مالیزیا څخه له لس ورځني سفر وروسته کور ته راستون شوی و.


د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت افغان خبریالان وایي، چې د کډوالو د اېستلو په پیل شوي پړاو کې دوی او د دوی ګڼ همکاران په زوره د اېستلو له ګواښ سره مخامخ شوي دي.
په هغه ناسته کې چې د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ په لومړۍ نېټه) د دغو خبریالانو لهخوا په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، هغوی له نړۍوالې ټولنې او له خبریالانو د ملاتړو ادارو غوښتنه کوله، چې یا دې درېیمو هېوادونو ته د دوی په اېستلو کې ګام واخلي او یا دې پر پاکستان فشار راوړي چې د خپلې دغې پرېکړې لاس په سر شي.
له هغه مهاله چې په اسلام اباد او د پاکستان په نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ بیا پیل شوې، ګڼ خبریالان هم په وېره کې دي چې که دوی هم اېستل کېږي؛ نو په افغانستان کې به د خپلسرو نیونو او ربړونو سره مخامخ شي.
د دغې غونډې یوه ګډونواله افغانه خبریاله چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« زه او زما کورنۍ په ډېرې سختۍ سره له کابله راووتلو، د کور ټول کاڼي کودي مو په ارزانه بیه وپلورل، دلته هم ډېرې سختې ګالو؛ خو د دومره سختیو له ګاللو سره، سره که بیا هم له پاکستانه اېستل کېږو نو زموږ لپاره د سر خطره ډېره ده او په هماغه شېبه چې له تورخمه واړول شو، د طالبانو لهخوا به ونیول شو.»
دا رنګه د احمد ذکي په مستعار نوم یو بل خبریال وایي:« موږ داسې ګڼله، چې په اسلام اباد کې د لنډ مهال پاتې کېدو وروسته به د نړۍوالې ټولنې او د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو په همکارۍ واېستل شو؛ خو د دوو کالو په تېرېدو سره لا هم په اسلام اباد کې یو او هره ګړۍ د پولیسو لهخوا د نیولو او زنداني کولو له ګواښ سره مخامخ یو.»
په اسلام اباد کې د بې پولې خبریالانو بنسټ (ار اېس اېف) وایي، دوی په وار، وار د پاکستان له حکومت او پوځي چارواکو څخه غوښتنه کړې چې د خبریالانو د نیولو او په زوره دې د هغوی له شړلو ډډه وکړي.
د دغې ادارې مشر اقبال خټک افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دوی به تر وروستي بریده هڅه کوي چې د افغان خبریالانو د نیولو او ایستلو مخه ونیسي.
هغه زیاته کړه: «موږ په تېر کې هم د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ د چارواکو او پولیس مشرانو سره په دې اړه خبرې کړې او د افغان خبریالانو د خوندیتوب په اړه مو د هغوی همکاري غوښتې ده. موږ بیا هم له دغو چارواکو غوښتنه کوو دا مهال چې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره هیڅ ضمانت نه شته باید هغوی دلته پاتې شي.»
ښاغلي خټک دا رنګه په نړۍوالې ټولنې او مهاجر منونکو هېوادونو هم غږ وکړ، چې د خبریالانو په خوندیتوب او هغوی ته په خپلو هېوادونو کې د پناه ورکولو په کار کې خپلې هڅې و نه سپموي او د دغو خبریالانو د مېشتېدا بهیر دې چټک او ګړندی کړي.
له هغه مهاله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، په خبریالانو کړۍ تنګه شوې، ډېرو یې دندې له لاسه ورکړي، بندیان شوي او کړول شوي دي.
هغه خبریالان چې توانېدلي ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته کډه شي، په دغو هېوادنو کې هم د خورا ستونزو او ننګونو سره مخامخ شوي دي.
دوی که له یوې خوا د اقتصادي ستونزو له امله کړیږي، له بله پلوه دوی په دغو هېوادونو کې د شړلو او بندي کېدلو له ګواښونو څخه هم نه دي خلاص.
د ځینو شمېرو له مخې، دا مهال د ۲۵۰ په شاوخوا کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د پاکستان په بېلاېلو ښارونو کې مېشت دي.
