• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کورمه کې لاریونوالو د پاکستان د پوځ پرضد شعارونه ور کړل

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۷ GMT+۰

کوزه کورمه کې د نږدې ۴۴ کسانو د وژل کېدو غبرګون کې نن پاړه چینار کې سلګونو خلکو په لاریون سره د پاکستان د لوی درستیز پرضد شعارونه ور کړل.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې مظاهره چیان یوه شعار کې د پاکستان د پوځ پرضد شعارونو ور کړل او لوی درستیز عاصم منیر یې «ترهګر» وباله.

د پښتونخوا مختلفو سیمو کې له روانې ناامنۍ زیانمن خلک وخت ناوخت خپلو مظاهرو کې دغه تاوتریخوالی له پوځ سره تړلې بولي.

د دې صوبې د نورو سیمو خلاف په کورمه کې د شیعه او سني ترمنځ فرقه يي تاوتریخوالی له لسیزو راهیسې روان دی.

د تېر اکتوبر په ۱۲ په دغه سیمه کې د سنیانو ګاډی په نښه شو او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان پکې ووژل شول.

پرون د کوزې کورمې په بګن کې د شیعه یانو څو ګاډي په نښه شول چې پکې تر سلو کسان سپاره و او پولیسو بدرګه کول.

لا هم د پرونو وژل شویو کسانو شمېر کره مالوم نه دی، ځینې سرچینې یې ۴۴ ښيي، خو د سیمې ځايي چارواکي جاویدالله مسید رویټرز ته ویلي د اتو ښځو په ګډون ۴۰ کسان پکې وژل شوي او ۲۹ ټپیان دي.

نوموړی دا هم وايي چې له دې پېښې وروسته په ځوابي برید کې دوه سنیان په غچ کې وژل شوي دي.

د دې پېښې په غبرګون کې نن د کورمې مرکز پاړه چینار کې سلګونه خلک لارو کوڅو ته ووتل.

په دغه ښار کې پلورنځي، ټرانسپورټ او ښوونیزې ادارې هم نن تړلې دي.

غوسه شویو مظاهره چیانو په سیمه کې د پاکستان د پوځ یوه پوسته سوځولې او ځینې نورې ودانۍ یې زیانمنې کړې دي.

دوی د کورمې دروازه هم زیانمنه کړې او د پاکستان د بیرغ پر ځای خپل بیرغ پرې درولی دی.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډیوګانو کې ښکاري چې ځینې پلورنځیو ته اور اچول شوی او ځینې توکي یې لوټ شوي دي.

د پاړه چینار د شیعه فرقې مذهبي مشرانو په دې تاوتریخوالي خواشیني ښودلې او د عاملانو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ وايي، پښتونخوا او بلوچستان کې یې ۷ وسلوال ووژل

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۵ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، په پښتونخوا او بلوچستان کې یې استخباراتي عملیاتو سره اوه وسلوال وژلي دي.

دا اداره په خپلو اعلامیو کې زیاتوي چې د پښتونخوا په بنو کې یې نن سهار عملیات کړي او د دریو وسلوالو پر وژلو سربېره یې د هغوی وسلې، مهمان او باروت هم له منځه وړي دی.

پوځ په خپله اعلامیه کې دا وسلوال خوارج بللي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ لپاره یې کاروي.

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستانپه اواران، دېره بګټي او کېچ ولسوالیو کې یې هم درې عملیات کړي او څلور «ترهګر» یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ په دې عملیاتو کې د خپلې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري په بلوچستان کې د پوځ عملیات ستیایلي دي.

په پاکستان په تېره بلوچستان کې د چین ډېرې ښکېلتیا سره په دغه هېواد کې د بلوڅ بېلتونپالو بریدونه هم ډېر شوي، چې پوځ یې «ترهګر» بولي.

بلوڅ بېلتونپال اسلام اباد د بلوچستان د طبیعي زېرمو په لوټلو تورنوي، خو حکومت وايي چې د دې صوبې د پرمختګ لپاره پروژې پلې کوي.

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د مساپرو پر کاروان بريد کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴ ته لوړ شو

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۵ GMT+۰

د خيبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې امنیتي چارواکو پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري ته ویلي، چې د مساپرو پر موټرو بريد کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴ ته لوړ شو او ۱۶ نور ټپیان دي.

خو دغې رسنۍ د خپلې یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې په دغې پېښه کې ٥١ کسان وژل شوي او شاوخوا ٨١ ټپيان دي، چې دوه سرتېري هم په کې شامل دي.
تر دې وړاندې سرچینو ویلي و، چې په وژل شويو کسانو کې شپږ ښځې او یو ماشوم هم شامل دی.
دغه ګاډي چې د پاړه چنار څخه پېښور ته روان وو، په کاروان یې ناپېژاندو کسانو ډزې کړې دي.
په خيبر پښتونخوا کې چارواکي وایي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
پولیس چارواکي وایي، چې په لاره کې د غرونو له لمنو پر موټرو ډزې شوې چې له ډزو وروسته په سيمه‌ييزه کچه د دوو ډلو ترمنځ نښته هم رامنځته شوې ده.
د پاکستان ولسمشر دغه پېښه غندلې ده.
اصف زرداري ویلي، چې په مساپرو برید یوه ناځوانه او غیر انساني کړنه ده.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي هم د خيبر پښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور سره د ټيليفون په کرښه په دغې صوبه کې د ترهګرۍ پر پېښو اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دغه پېښه کې یو پاکستانی خبریال هم وژل شوی.
جنان حسین چې خبریال او د کورمې پرېس کلب غړی هم و په دغې پېښه کې وژل شوی دی.
نوموړی له مالیزیا څخه له لس ورځني سفر وروسته کور ته راستون شوی و.

100%

په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان وایي، چې له دغه هېواده د اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۶ GMT+۰

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت افغان خبریالان وایي، چې د کډوالو د اېستلو په پیل شوي پړاو کې دوی او د دوی ګڼ همکاران په زوره د اېستلو له ګواښ سره مخامخ شوي دي.

په هغه ناسته کې چې د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ په لومړۍ نېټه) د دغو خبریالانو له‌خوا په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، هغوی له نړۍوالې ټولنې او له خبریالانو د ملاتړو ادارو غوښتنه کوله، چې یا دې درېیمو هېوادونو ته د دوی په اېستلو کې ګام واخلي او یا دې پر پاکستان فشار راوړي چې د خپلې دغې پرېکړې لاس په سر شي.
له هغه مهاله چې په اسلام اباد او د پاکستان په نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ بیا پیل شوې، ګڼ خبریالان هم په وېره کې دي چې که دوی هم اېستل کېږي؛ نو په افغانستان کې به د خپلسرو نیونو او ربړونو سره مخامخ شي.
د دغې غونډې یوه ګډونواله افغانه خبریاله چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« زه او زما کورنۍ په ډېرې سختۍ سره له کابله راووتلو، د کور ټول کاڼي کودي مو په ارزانه بیه وپلورل، دلته هم ډېرې سختې ګالو؛ خو د دومره سختیو له ګاللو سره، سره که بیا هم له پاکستانه اېستل کېږو نو زموږ لپاره د سر خطره ډېره ده او په هماغه شېبه چې له تورخمه واړول شو، د طالبانو له‌خوا به ونیول شو.»
دا رنګه د احمد ذکي په مستعار نوم یو بل خبریال وایي:« موږ داسې ګڼله، چې په اسلام اباد کې د لنډ مهال پاتې کېدو وروسته به د نړۍوالې ټولنې او د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو په همکارۍ واېستل شو؛ خو د دوو کالو په تېرېدو سره لا هم په اسلام اباد کې یو او هره ګړۍ د پولیسو له‌خوا د نیولو او زنداني کولو له ګواښ سره مخامخ یو.»
په اسلام اباد کې د بې پولې خبریالانو بنسټ (ار اېس اېف) وایي، دوی په وار، وار د پاکستان له حکومت او پوځي چارواکو څخه غوښتنه کړې چې د خبریالانو د نیولو او په زوره دې د هغوی له شړلو ډډه وکړي.

د دغې ادارې مشر اقبال خټک افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دوی به تر وروستي بریده هڅه کوي چې د افغان خبریالانو د نیولو او ایستلو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه: «موږ په تېر کې هم د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ د چارواکو او پولیس مشرانو سره په دې اړه خبرې کړې او د افغان خبریالانو د خوندیتوب په اړه مو د هغوی همکاري غوښتې ده. موږ بیا هم له دغو چارواکو غوښتنه کوو دا مهال چې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره هیڅ ضمانت نه شته باید هغوی دلته پاتې شي.»
ښاغلي خټک دا رنګه په نړۍوالې ټولنې او مهاجر منونکو هېوادونو هم غږ وکړ، چې د خبریالانو په خوندیتوب او هغوی ته په خپلو هېوادونو کې د پناه ورکولو په کار کې خپلې هڅې و نه سپموي او د دغو خبریالانو د مېشتېدا بهیر دې چټک او ګړندی کړي.
له هغه مهاله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، په خبریالانو کړۍ تنګه شوې، ډېرو یې دندې له لاسه ورکړي، بندیان شوي او کړول شوي دي.
هغه خبریالان چې توانېدلي ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته کډه شي، په دغو هېوادنو کې هم د خورا ستونزو او ننګونو سره مخامخ شوي دي.

دوی که له یوې خوا د اقتصادي ستونزو له امله کړیږي، له بله پلوه دوی په دغو هېوادونو کې د شړلو او بندي کېدلو له ګواښونو څخه هم نه دي خلاص.

د ځینو شمېرو له مخې، دا مهال د ۲۵۰ په شاوخوا کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د پاکستان په بېلاېلو ښارونو کې مېشت دي.

ټرمپ د فلوریدا پخوانۍ څارنواله پاملا بانډي، د امریکا د لویې څارنوالې په توګه ټاکلې ده

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۱۶ GMT+۰

له هغې وروسته چې د امریکا لویې څارنوالۍ لپاره نوماند مټ ګېټس له خپلې نوماندۍ تېر شو؛ د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د فلوریډا ایالت لویه څارنواله پاملا بانډي د هغه پر ځای د هغه هېواد د لویې څارنوالې په توګه وټاکله.

ښاغلي ټرمپ وویل، د عدلیې وزارت نن سبا سیاسي چلند کوي او په وینا یې نور نه غواړي چې دغه وزارت د هغه او جمهوري غوښتونکو لپاره د وسلې په توګه وکارول شي.
ټرمپ پاملا بانډي د ژور فکر خاونده او سرسخته مېرمن یاده کړه او ټینګار یې وکړ، چې مېرمن بانډي به وتوانېږي چې د عدلیې وزارت ټولې چارې د جنایتونو پر ضد مبارزې ورټولې کړي او امریکا ته به یو ځلې بیا امن او سوکالي ور په برخه شي.
۵۹ کلنه مېرمن بانډي د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ د امریکا د قانون پلي کولو د ځواکونو لوړ پوړې افسره وه.

هغې د دونالد ټرمپ په تېره دوره کې د نشه‌یي توکو څخه د ناوړه کار اخیستنې پر ضد کمېسیون کې هم دنده لرله.
تر دې وړاندې دونالد ټرمپ مټ کېټس د امریکا د لوی څارنوال په توګه نومولی و؛ خو هغه د هغه رپوټ له خپرېدا وروسته له دغې نوماندۍ تېر شو، چې د جنسي تېري او ناوړه ګټې اخیستنې تورونه پرې لګول شوي ول.

هغه په خپله اېکس پاڼه ولیکل، چې د نوماندۍ بهیر یې په واشنګټن کې په غیر ضروري تاوتریخوالي بدل شوی دی.
د ګېټس د نوماندېدو په اړه چې په ناوړه جنسي کړنې تورن دی، د امریکا په مشرانو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو له‌خوا یې هم مخالفت شوی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي پر اسراییل د دغه هیواد بل برید قطعي دی

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۳ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، چې دغه هیواد به د نړۍوالو قوانینو له مخې یو ځل بیا پر اسراییل برید وکړي او دا برید به خامخا ترسره کېږي. هغه وویل: "موږ به په عملیاتو کې هېڅ ډول ځنډ او بېړه ونه کړو، او ۳ عملیات به له ژمنې سره سم ترسره شي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لبنان له المیادین شبکې سره په مرکه کې زیاته کړه؛ دا چې په کومو شرایطو، کله او په کومه بڼه به برید وکړي، دا ټول په مناسبو شرایطو پورې اړه لری چې باید د دغه ځواب ویلو لپاره چمتو شی.

هغه خبرداری ورکړ، چې که اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړي، ایران به یې هم ځواب ورکړي.

عراقچي ویلي، چې اسراییل غواړي ایران په سیمه کې جګړې ته اړ کړي.

د ایران د راکټي بریدونو په ځواب کې اسراییل د لړم په څلورمه نېټه پر دغه هېواد برید وکړ. شاوخوا ۱۴۰ اسراییلي جنګي الوتکو د بریدونو په درېیو څپو کې د ایران په درېیو ولایتونو کې ۲۰ موخې په نښه کړې. تر اوسه د هدفونو دقیق نوملړ نه دی اعلان شوی، خو د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، چې اوس اسراییل د ایران په اسمان کې له پراخې ازادۍ برخمن دي.