• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اروپایي کمیسیون مشره: د رومانیا او بلغاریا د بشپړ شینګن غړیتوب رسمي پرېکړه به ژر وشي

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۷ GMT+۰

د اروپایي کمیسیون مشره اروسولا وان ډیر لاین وایي، چې په شینګن زون کې د رومانیا او بلغاریا د بشپړ غړیتوب په اړه رسمي پرېکړه به ډېر ژر ترسره شي. وان ډیر لاین وویل، چې دغه دواړه هېوادونه د شینګن زون سره تړاو لري.

د شینګن نیوز د راپور له مخې، د اروپایي کمېسیون مشرې اروسولا وان ډیر لاین ویلي، چې د رومانیا او بلغاریا د بشپړ شینګن غړیتوب په اړه رسمي پرېکړه را روانه ده او ټینګار یې وکړ، چې دواړه دغه هېوادونه د شینګن په سیمې پورې تړاو لري.

مېرمن وان ډیر لاین د جمعې په ورځ (د لېندۍ دویمه) په بوداپست کې د رومانیا او بلغاریا د شینګین غړیتوب په تړاو د ځمکنیو سرحدونو په اړه د غیر رسمي خبرو اترو د مثبتو پایلو هرکلی وکړ.

له دې ناستې وروسته، د هنګري د کورنیو چارو وزیر ساندرو پنټر ویلي، چې رومانیا او بلغاریا چمتو شوې چې د ۲۰۲۵کال جنورۍ کې د شینګن زون سره یوځای شي.

په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د دسمبر په ۱۲مه د اروپایی ټولنې د عدلیې او کورنیو چارو د شورا په غونډه کې تر سره شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

عاصم منیر: د ملي امنیت ګواښونکو عناصرو او ترهګرو شبکو رېښې به وباسو

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۲ GMT+۰

په پاکستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدو سره د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز یو ځل بیا وايي، «د ترهګرو شبکو او د ملي امنیت ګواښونکو عناصرو جرړې به وباسي.»

عاصم منیر نن د پښتونخوا مرکز پېښور کې له پوځي چارواکو سره په خبرو کې دا هوډ بیا تکرار کړی دی.

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې، ښاغلی منیر د تېرې سې شنبې په ورځ د ملي اپېکس کمېټې د غونډې د تعقیب او د ورته صوبايي غونډو د ژر تر ژره جوړېدو لپاره تللی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ ضد مبارزه د پوځ او ملت ټولیز هوډ وباله او زیاته یې کړه چې د دوښمنو عناصرو له منځه وړل یې لا هم لومړیتوب دی.

هغه دا هم وویل، چې د پاکستان پوځ له قانون پلي تابه ادارو سره په همغږۍ او قوي عملیاتو سره د سولې د دوښمنانو له منځه وړلو پسې دی چې تلپاتې امنیت او ټیکاو ډاډمن کړي.

له دې سره هممهاله د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، په پښتونخوا او بلوچستان کې یې استخباراتي عملیاتو سره اوه وسلوال وژلي دي.

په دغو دوو صوبو کې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتونپالو د تاوتریخوالي زیاتېدو له امله ورځ تر بلې امنیت خرابېږي.

پاکستان پر افغان طالبانو او هند تور لګوي چې د دوی د مخالفو وسلوالو ملاتړ کوي، خو دواړه لوري دا تورونه ردوي.

ځايي سرچینې: په لکي مروت کې یو سیاسي فعال د دوو وسلوالو له خوا ووژل شو

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۲ GMT+۰

د پښتونخوا لکي مروت ولسوالۍ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نن ماښام د لکي مروت کمبېله سیمه کې د پاکستان پېپلز ګوند ځايي مشر مشال ازاد د دوه تنو ناڅرګندو وسلوالو له لخوا په ډزو ووژل شو. سرچینې زیاتوي مشال ازاد هغه وخت وژل شو، چې له جومات څخه د کور په لور روان و.

سرچینې وايي چې د پېپلز ګوند ځايي مشر مشال ازاد د تحریک طالبان پاکستان تر کنټرول لاندې سیمه کې وژل شوی دی.

د مشال ازاد خپلوان وايي چې نوموړي له چا سره شحصي دوښمني نه درلوده.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او نه هم تر دې دمه پاکستاني چارواکو د دې پېښې په اړه څه ویلي دي.

یوه اونۍ وړاندې د داعش خراسان په یوه برید کې د جماعت اسلامي د باجوړ ولسوالۍ مسوول صوفي حمید د وژلو پړه پر غاړه واخېسته.

د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې د پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې اسلامپالې او بېلتون غوښتونکې ډلې په پرله پسې ډول د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو بریدونه کوي.

تحریک طالبان پاکستان یوه له هغو ډلو ده، چې د پښتونخوا امنیت یې ننګولی دی.

اسلام اباد تل افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان سره په همکارۍ او دغې ډلې ته د پټنځیو په برابرولو تورنوي.

پاکستاني چارواکي وايي، ټي ټي پي په افغانستان کې پوځي روزنه ترلاسه کړې او په کابل کې د طالبانو په څېر ایډیالوژي تعقیبوي.

افغان طالبانو تل د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.

کورمه کې لاریونوالو د پاکستان د پوځ پرضد شعارونه ور کړل

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۴ GMT+۰

کوزه کورمه کې د نږدې ۴۴ کسانو د وژل کېدو غبرګون کې نن پاړه چینار کې سلګونو خلکو په لاریون سره د پاکستان د لوی درستیز پرضد شعارونه ور کړل.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې مظاهره چیان یوه شعار کې د پاکستان د پوځ پرضد شعارونو ور کړل او لوی درستیز عاصم منیر یې «ترهګر» وباله.

د پښتونخوا مختلفو سیمو کې له روانې ناامنۍ زیانمن خلک وخت ناوخت خپلو مظاهرو کې دغه تاوتریخوالی له پوځ سره تړلې بولي.

د دې صوبې د نورو سیمو خلاف په کورمه کې د شیعه او سني ترمنځ فرقه يي تاوتریخوالی له لسیزو راهیسې روان دی.

د تېر اکتوبر په ۱۲ په دغه سیمه کې د سنیانو ګاډی په نښه شو او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان پکې ووژل شول.

پرون د کوزې کورمې په بګن کې د شیعه یانو څو ګاډي په نښه شول چې پکې تر سلو کسان سپاره و او پولیسو بدرګه کول.

لا هم د پرونو وژل شویو کسانو شمېر کره مالوم نه دی، ځینې سرچینې یې ۴۴ ښيي، خو د سیمې ځايي چارواکي جاویدالله مسید رویټرز ته ویلي د اتو ښځو په ګډون ۴۰ کسان پکې وژل شوي او ۲۹ ټپیان دي.

نوموړی دا هم وايي چې له دې پېښې وروسته په ځوابي برید کې دوه سنیان په غچ کې وژل شوي دي.

د دې پېښې په غبرګون کې نن د کورمې مرکز پاړه چینار کې سلګونه خلک لارو کوڅو ته ووتل.

په دغه ښار کې پلورنځي، ټرانسپورټ او ښوونیزې ادارې هم نن تړلې دي.

غوسه شویو مظاهره چیانو په سیمه کې د پاکستان د پوځ یوه پوسته سوځولې او ځینې نورې ودانۍ یې زیانمنې کړې دي.

دوی د کورمې دروازه هم زیانمنه کړې او د پاکستان د بیرغ پر ځای خپل بیرغ پرې درولی دی.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډیوګانو کې ښکاري چې ځینې پلورنځیو ته اور اچول شوی او ځینې توکي یې لوټ شوي دي.

د پاړه چینار د شیعه فرقې مذهبي مشرانو په دې تاوتریخوالي خواشیني ښودلې او د عاملانو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان پوځ وايي، پښتونخوا او بلوچستان کې یې ۷ وسلوال ووژل

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۵ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، په پښتونخوا او بلوچستان کې یې استخباراتي عملیاتو سره اوه وسلوال وژلي دي.

دا اداره په خپلو اعلامیو کې زیاتوي چې د پښتونخوا په بنو کې یې نن سهار عملیات کړي او د دریو وسلوالو پر وژلو سربېره یې د هغوی وسلې، مهمان او باروت هم له منځه وړي دی.

پوځ په خپله اعلامیه کې دا وسلوال خوارج بللي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ لپاره یې کاروي.

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستانپه اواران، دېره بګټي او کېچ ولسوالیو کې یې هم درې عملیات کړي او څلور «ترهګر» یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ په دې عملیاتو کې د خپلې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري په بلوچستان کې د پوځ عملیات ستیایلي دي.

په پاکستان په تېره بلوچستان کې د چین ډېرې ښکېلتیا سره په دغه هېواد کې د بلوڅ بېلتونپالو بریدونه هم ډېر شوي، چې پوځ یې «ترهګر» بولي.

بلوڅ بېلتونپال اسلام اباد د بلوچستان د طبیعي زېرمو په لوټلو تورنوي، خو حکومت وايي چې د دې صوبې د پرمختګ لپاره پروژې پلې کوي.

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د مساپرو پر کاروان بريد کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴ ته لوړ شو

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۵ GMT+۰

د خيبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې امنیتي چارواکو پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري ته ویلي، چې د مساپرو پر موټرو بريد کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴ ته لوړ شو او ۱۶ نور ټپیان دي.

خو دغې رسنۍ د خپلې یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې په دغې پېښه کې ٥١ کسان وژل شوي او شاوخوا ٨١ ټپيان دي، چې دوه سرتېري هم په کې شامل دي.
تر دې وړاندې سرچینو ویلي و، چې په وژل شويو کسانو کې شپږ ښځې او یو ماشوم هم شامل دی.
دغه ګاډي چې د پاړه چنار څخه پېښور ته روان وو، په کاروان یې ناپېژاندو کسانو ډزې کړې دي.
په خيبر پښتونخوا کې چارواکي وایي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
پولیس چارواکي وایي، چې په لاره کې د غرونو له لمنو پر موټرو ډزې شوې چې له ډزو وروسته په سيمه‌ييزه کچه د دوو ډلو ترمنځ نښته هم رامنځته شوې ده.
د پاکستان ولسمشر دغه پېښه غندلې ده.
اصف زرداري ویلي، چې په مساپرو برید یوه ناځوانه او غیر انساني کړنه ده.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي هم د خيبر پښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور سره د ټيليفون په کرښه په دغې صوبه کې د ترهګرۍ پر پېښو اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دغه پېښه کې یو پاکستانی خبریال هم وژل شوی.
جنان حسین چې خبریال او د کورمې پرېس کلب غړی هم و په دغې پېښه کې وژل شوی دی.
نوموړی له مالیزیا څخه له لس ورځني سفر وروسته کور ته راستون شوی و.

100%