• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کانګو کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي چې ډېری یې ماشومان دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۳ GMT+۰

ځایي چارواکي وايي، چې د کانګو په ختیځ ډیموکراټیک جمهوریت کې د یوې کورنۍ د اوو ماشومانو په ګډون لږترلږه نهه کسان وروسته له هغه مړه شول چې د جمعې په ورځ ناوخته د سختو بارانونو له امله ځمکه وښویده او څو کورنه یې لاندې کړل.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د سیمې یو چارواکي توماس بیکینګا د شنبې په ورځ د ټلیفون له لارې وویل، چې د کانګو د سویلي کیوو ولایت د کابلو کلي یو اوسیدونکي د ځمکې ښویدنې له امله خپله میرمن او اوه ماشومان له لاسه ورکړي دي.

بیکینګا وویل، چې یو ماشوم هم په بلې سیمې کې مړ شوی دی. هغه زیاته کړه، چې ښایې د مړو شمېر زیات شي ځکه چې د ورکو کسانو لټون پیل شوی دی.

د مدني ټولنې یوې ځايي ډلې ویلي، چې ځمکې ښویدنې ۷ کورونه لاندې کړي او ۳۱ نور یې زیانمن کړي، چې له امله یې د مړو شمېر لس تنو ته رسیدلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

زېلېنسکي وايي د روسیې بریدونو د اوکراین د بندرونو ۳۲۱ تاسیسات زیانمن کړي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۰ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ وویل، چې د تیر کال د جولای میاشت راهیسې د روسیې بې پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو د اوکراین د بندرونو ۳۲۱ تاسیسات زیانمن کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د روسيې په بريدونو کې په اوکراین کې میشتې د نورو هېوادونو شل سوداګريزې بېړۍ هم زيانمنې شوې دي.

زېلېنسکي وویل: «د اوکراین د خوړو ماهرین د نړۍ سلو هېوادونو ته د ۴۰۰ میلیونه خلکو لپاره خواړه چمتو کوي. په مصر، لیبیا، نایجیریا او د افریقا په نورو هېوادونو کې د خوراکي توکو بیې په مستقیمه توګه په اوکراین کې د کروندګرو او کرنیزو شرکتونو په کار پورې اړه لري، چې ایا دوی په نورمال ډوله کار کولې شي که نه.»

مسکو په وار وار دا رد کړې چې ګواکې پر ملکي اهدافو بریدونه کوي.

اوکراین د نړۍ د غنمو او جوارو یو لوی تولیدوونکی هېواد دی او د روسیې تر برید وړاندې یې هره میاشت شاوخوا شپږ میلیونه ټنه غله د تور سمندرګي له لارې صادرول.

کله چې روسیې د ۲۰۲۲ په فبروري پر اوکراین برید وکړ، نو د اوکراین د تور سمندر بندرونه یې بند کړل. د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې د تور سمندر له لارې د صادریدونکو غلو په اړه، د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب یو ټړون لاسلیک شو. خو یو کال وروسته روسیه له دغه تړون څخه ووتله.

له هغه وخت راهیسې، اوکراین د یو دهلیز په کارولو سره غله او نور خوراکي محصولات صادر کړي، چې د رومانیا، بلغاریا او ترکیې د ځمکنیو لارو څخه تیریږي.

د حکومت او سوداګرو د معلوماتو له مخې، د اوکراین د غلو صادرات د ۲۰۲۴ کال د جون-جولای له فصله د نومبر تر نیمایي پورې شاوخوا ۱۶ میلیون میټریک ټُنه او تېر کال یې صادرات شاوخوا ۱۱میلیون ټنه و.

فلسطيني چارواکي: په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل په بريدونو کې ۱۲۰ کسان وژل شوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۱ GMT+۰

فلسطیني ډاکټرانو د شنبې په ورځ (د لېندۍ درېیمه) وویل، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي پوځ په بریدونو کې په تېرو ۴۸ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۲۰ فلسطینیان وژل شوي. د دوی په وینا، د غزې په شمالي څنډه کې پر یو روغتون برید کې، طبي کارکوونکي ټپیان شوي او تجهیزات یې زیانمن شوي دي.

د روغتیایي چارواکو په وینا، په وژل شویو کې د یوې کورنۍ اوه غړي شامل دي چې د غزې ښار په زیتون ښارګوټي کې د شپې په اوږدو کې یې کور په نښه شوی دی. پاتې نور د غزې په مرکزي او سویلي سیمو کې د اسراییل په جلا جلا بریدونو کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې، اسراییلي ځواکونو د غزې په شمالي برخه کې خپل بریدونو او بمبارۍ ته زور ورکړی، چې د تېرې میاشتې له پیل راهیسې د دوی د عملیاتو اصلي موخه بلل کیږي.

د حماس د وسله والې څانګې یو ویاند وویل، چې یوه یرغمل شوې اسراییلۍ مېرمن د اسراییلي ځواکونو په برید کې وژل شوې ده.

دغه میرمن د اسراییلي ځواکونو تر برید لاندې په شمالي سیمه کې د حماس په توقیف کې وه.

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، چې د حماس د راپور په اړه څېړنه کوي. هغه وویل:‌«موږ نه شو کولی چې دا خبر تایید یا رد کړو.»

د ناټو عمومي منشي په فلوریډا کې له ټرمپ سره وکتل

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۴ GMT+۰

د ناټو عمومي منشي مارک روټ د جمعې په ورځ په فلوریډا کې د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل. د ناټو یو ویاند د شنبې په ورځ وویل، چې په دې غونډه کې "د ناتو پر وړاندې پر بېلابېلو نړیوالو امنیتي مسلو خبرې وشوې."

تر دې مخکې د ناټو عمومي منشي ویلي و، چې غواړي له ټرمپ سره وګوري څو د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ د اړیکو له امله د پر مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په اړه خبرې وکړي.

د ټرمپ بیا انتخابېدو په اروپا کې اندیښنې راپورته کړې چې ښايي هغه له اوکراین سره مهمې پوځي مرستې بندې کړي.

د ناټو متحدین وايي، چې د مسکو پر وړاندې په جګړه کې د کییف ملاتړ د اروپا او امریکا د امنیت لپاره حیاتي دي.

ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې اروپا مجبوره کړه چې دفاعي لګښتونه زیات کړي.

تر دې مخکې فرانس پرېس د ډېپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي وو، چې د ناټو او اوکراین د شورا بیړنۍ غونډه به د نومبر په ۲۶ جوړه شي.

د راپور له مخې، په راتلونکې غونډه کې به د اوکراین پر وړاندې د روسیې له خوا د سوپرسونیک توغندیو د کارولو په اړه خبرې وشي.

د ناټو عمومي منشي په دې وروستیو کې په بوداپست کې د اروپايي مشرانو په یوه غونډه کې وویل: "هغه څه چې موږ وینو هغه دا دي چې شمالي کوریا، ایران، چین او روسیه په ګډه کار کوي او د اوکراین پر ضد ګډ عمل کوي."

هغه وویل، چې هغه د ډونالډ ټرمپ سره لیدنې ته سترګې په لار دی ترڅو د ګواښونو سره په ګډه د چلند څرنګوالي په اړه بحث وکړي.

محسن داوړ: پاکستانی ریاست په کورمه کې د شیعه او سني په نوم پښتانه سره جنګوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۸ GMT+۰

پښتون سیاستوال او د ملي ډېموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ په کورمه کې روانو نښتو ته په غبرګون کې وايي، چې پاکستانی ریاست د شیعه او سني په نوم پښتانه سره جنګوي. محسن دواړو وايي په کورمه کې د وژل شوي کسانو د موټرو د کاروان ساتنه د پاکستان امنیتي ځواګونه کوله.

ښاغلي داوړ نن شنبې په ورځ «د لیندۍ۳مه» ملي ډېموکراتیک غورځنګ د غړو له خوا د کورمې روانو حالتو په غبرګون کې شوي لاریونوالو ته په وینا کې وویل چې تېره ورځ کومې ډلې د ځايي خلکو کورونه او مارګیټونه سوځول پاکستانی ریاست چېرته و؟

محس داوړ وايي: «باید د پښتون بچی بچی په دې پوه شي، چې دا ریاست زمونږه دوښمن دی له ده څخه د خیر تمه نشته او دی غواړي زما وینه تویه کړي ځګه د دوی پروژه مخکې ځي.»

دغه پښتون سیایستوال په ټینکار سره وايي چې که پاکستانی پوځ نن وغواړي چې په پښتونخوا کې روانه جګړه پای ته ورسوي نو نه به د ټي ټي پي په نوم کومه ډله وي او نه به د زینبیون په نوم ډله وي.

محسن داوړ چې تېره دوره کې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی و، وايي چې کله یې هم په تېرو پنځو کالو کې په اسمبلۍ کې د ترهګرۍ پرضد خبره کړې ده نو «زما مایک یې رابنداوه.»

دواړ زیاتوي ترهګري پالل او د دې مخنوی نه کول دا د پاکستان رسمي پالیسي ده ځګه دوی په روانو حالتو خاموشه دي.

محسن داوړ د کورمې له خلکو غواړي چې د روانو نښتو د پای ته رسولو لپاره له یو بل سره مخامخ خپلې ستونزې د خبرو له لارې د تل لپاره حل کړي او د چا په تمه دې نه پاتې کېږي چې د دوی جګړه به ختموي.

یو ځايي خبریال لعل وزیر افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په باړه چینار کې د شیعه او سني قومي مشرانو تر منځه ناسته شوې ده، چې په ناسته کې د دواړو خواو ۲۰ قومی مشرانو کډون درلود.

تر دې دمه د جګړې د ودرلو او یا هم پای ته رسولو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

پرون په دغه سیمه کې بیا نښتو زور واخیست او تر دې دمه پکې ۴۳ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

د پښتونخوا کورمې ولسوالۍ د باړه چېنار سیمو ځینو اوسېدونکو نن شنبې « د لیندۍ ۳مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کورمې بګن بازار، شلوزان او علیزی سیمو کې د ځايي اوسېدونکو کورونه او مارکېټونه په مکمل ډول سوځول شوي دي.

په کورمه کې روانه جګړه له هغه وروسته پیل شوې، چې تېره پنجشنبه د اهل تشیع موټرو په کاروان په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان ووژل شول.

تېره میاشت هم په ورته برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۵ سنیان وژل شوي وو.

په کورمه کې د دولتي جرګې د غړو پر چورلکه ډزې شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۱ GMT+۰

د پښتونخوا په کورمه کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، په باړه چینار کې د پاکستاني پوځیانو مرکز ته څېرمه د دولتي جرګې پر چورلکه ډزې شوې دي. تر دې پېښې وړاندې یوې دولتي سرچینې ویلي و، د روان تاوتریخوالي کرارولو لپاره د صوبايي حکومت یوه جرګه باړه چینار ته رسېدلې ده.

د پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې ځايي سرچینو نن شنبې «د لیندۍ ۳مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دغه برید کې د حکومتی جرکې د غړو چورلکې ته کوم زیان نه دی اوښتی او بېرته له کورمې پيښور ته رسېدلې ده.

د پښتونخوا ایالتي حکومت د دې برید په اړه تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم په کورمه کې د روانو جنجالونو په اړه کومه اعلامیه خپره کړې ده.

په دې جرګه کې د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی ساحد حسین توری د ښتونخوا چیف سکیرټري ندیم اسلم، د پولیسو مشر اختر محمد ګنډاپور، ایالتي وزیران محمد علي سیف او افتاب عالم اپریدی شامل وو.

دغه جرګه غواړي روانه جګړه پای ته ورسوي او دواړو طرفه خبرې پیل کړي.

ځايي سرچینو وویل چې دغه جرګې غړو د اهل تشیع او سني ځايي قومي مشرانو سره لیدلي دي.

دې جرکې دواړو اړخونو ته ویلي:« هېڅ چا ته اجازه نشته چې امنیت خراب کړي.»

100%

د پښتونخوا حکومت له هغه وروسته باړه چینار ته د جرګې لېږلو پرېکړه وکړه چې پرون په دغه سیمه کې بیا نښتو زور واخیست او تر دې دمه پکې ۴۳ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

د پښتونخوا کورمې ولسوالۍ د باړه چېنار سیمو ځینو اوسېدونکو نن شنبې « د لیندۍ ۳مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کورمې بګن بازار، شلوزان او علیزی سیمو کې د ځايي اوسېدونکو کورونه او مارکېټونه په مکمل ډول سوځول شوي دي.

په کورمه کې روانه جګړه له هغه وروسته پیل شوې، چې تېره پنجشنبه د اهل تشیع موټرو په کاروان په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان ووژل شول.

تېره میاشت هم په ورته برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۵ سنیان وژل شوي وو.