د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د ضمير کابلوف له قوله ليکلي، چې د روسيې يو لوړپوړی پلاوی به ډېر ژر په کابل کې په لوړه کچه له طالب چارواکو سره خبرې اترې او ليدنې ولري.
طالبانو او د روسيې د استازي دفتر د دې ليدنو او خبرو په اړه نور جزئیات نه دي شریک کړي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې اميرخان متقي او د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په کابل کې پر اقتصادي همکاريو، پانګونې، ټرانزيټ او د دوه اړخيزو اړيکو پر زياتېدو خبرې کړې.
په اعلاميه کې راغلي، چې اميرخان متقي هم د افغانستان او روسيې ترمنځ په لوړه کچه د پلاویو تګ راتګ مهم بللی او د اقتصادي همکاريو او سوداګرۍ پر پراختيا یې ټينګار کړی دی.
پرون شنبه د افغانستان لپاره د چين استازي د پاکستان له سفر وروسته له ملا کبير او ملا یعقوب سره ليدنه کې د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ د اړيکو پر څرنګتیا خبرې وکړې.
د یو شایو یونګ له سفر وروسته پاکستاني رسنیو وویل، چې اسلام اباد له چین سره په افغانستان کې د ترهګرو د شتون په تړاو «قناعت وړ شواهد» شریک کړي.
د افغانستان لپاره د چین او روسیې ځانګړي استازي اسلام اباد ته له سفر وروسته کابل ته راغلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت حسن کاظمي قمي د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي له دندې ګوښه کړی دی.
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې علي رضا بیکدلي د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، بیکدلي له سپاه پاسداران انقلاب سره د کار تجربه نه لري او د افغانستان په اړه د ایران د بهرنۍ پالیسۍ اصلي طرح کوونکی دی.
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په کابل کې د ایران د استازولۍ د نوي مشر په توګه بیکدلي ټاکلی دی.
د نویو بدلونونو له مخې، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازۍ څوکۍ د بهرنیو چارو وزارت اړوند شوې او له دې وروسته به د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت ځانګړی استازی د ایران د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې کار کوي.
علي رضا بیکدلي له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت کې په مختلفو پوستونو کې دندې ترسره کړې او په یاد وزارت کې یې د کونسلي مرستیال او د افغانستان د اقتصادي بیارغونې دفتر د رییس په توګه هم کار کړی.
نوموړي په ترکیه، اذربایجان او قبرس کې هم د اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
حسن کاظمي قمي د ۱۴۰۰ کال له تلې میاشتې راهیسې د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله.
که څه هم تهران د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري او طالبانو ته یې افغان ډېپلوماتیک ماموریتونه سپارلي دي.