• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران علي رضا بیکدلي د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي په توګه وټاکه

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت حسن کاظمي قمي د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي له دندې ګوښه کړی دی. ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې علي رضا بیکدلي د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، بیکدلي له سپاه پاسداران انقلاب سره د کار تجربه نه لري او د افغانستان په اړه د ایران د بهرنۍ پالیسۍ اصلي طرح کوونکی دی.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په کابل کې د ایران د استازولۍ د نوي مشر په توګه بیکدلي ټاکلی دی.

د نویو بدلونونو له مخې، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازۍ څوکۍ د بهرنیو چارو وزارت اړوند شوې او له دې وروسته به د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت ځانګړی استازی د ایران د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې کار کوي.

علي رضا بیکدلي له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت کې په مختلفو پوستونو کې دندې ترسره کړې او په یاد وزارت کې یې د کونسلي مرستیال او د افغانستان د اقتصادي بیارغونې دفتر د رییس په توګه هم کار کړی.

نوموړي په ترکیه، اذربایجان او قبرس کې هم د اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

حسن کاظمي قمي د ۱۴۰۰ کال له تلې میاشتې راهیسې د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله.

که څه هم تهران د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري او طالبانو ته یې افغان ډېپلوماتیک ماموریتونه سپارلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ کیمپ: امریکايي جنرالانو له افغانستان نه د بایډن په غوښتنه ځواکونه اېستلي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۵ GMT+۰

په افغانستان کې د بریټانیايي ځواکونو پخوانی قوماندان ریچارډ کیمپ وايي چې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې ناسم او هیښوونکي تصمیمونه نیول شوي، خو جنرالانو دا پریکړې د ولسمشر جو بایډن د غوښتنې پر بنسټ کړې دي.

د ټرمپ واک لېږد ډله دیو شمېر هغو اوسنیو او پخوانیو پوځي افسرانو نوملړ چمتو کوي چې له افغانستان نه د متحده ایالتونو د ځواکونو په اېستلو کې ښکیل وو او څیړي چې ایا کولای شي دوی په پوځي محکمه کې محاکمه کړي.

ریچارډ کیمپ د اسټرالیا سکای نیوز ته وویل چې « زه فکر کوم له شک پرته ناسمې پریکړې شوې، دا به پر امریکا او د هغې پر لویدیزو متحدانو پاموړ ستراتیژیکې اغیزې ولري، خو زما له نظره هغوی د امریکا د ولسمشر له لارښوونو سره عمل کاوه».

درې سرچینو سي بي ایس ټلویزیون ته ویلي چې جمهوري غوښتونکي مارکوین مولین د امریکايي درې ستوري جنرال کریسټوفر وناهو ترفیع ځنډولې ده.

دوناهو له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې رول درلود.

هغه وروستی امریکایی سرتېری و، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه ووت.

ټاکل شوې وه چې ډګر جنرال کریسټوفر وناهو د ستر جنرالۍ رتبه واخلي او په اروپا کې د امریکا د پوځي قوماندانۍ مشري ورترغاړې شي، خو نوموړی د مشرانو جرګېد تېرې اونۍ د زرو افسرانو د ترفیعاتو په نوملړ کې نه و.

سي بي ایس د خپلو سرچینو په حواله وايي چې ددوناهو د ترفیع په اړه به د ډونالډ ټرمپ تر واک لاندې کانګرس تصمیم نیسي.

افغان ۱۹ کلنو متحده عربي اماراتو ته د ۸ ويکټو په توپير ماته ورکړه

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۰

د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د درې اړخیزه لوبلړۍ په څلورمه لوبه کې افغان لوبډلې د ۸ ويکټو په توپير متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړه. افغان ۱۹ کلن به د سې شنبې په ورځ له پاکستان سره پايلوبه تر سره کړي.

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب، کوربه لوبډلې د نننۍ لوبې پچه وګټله او د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

متحده عربي اماراتو لوبډلې په ۳۶،۳ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۸۹ منډې هدف وټاکه.

د افغان کرېکټ لوبډلې په توپ اچونه کې نصير خان معروف خېل درې، عبدالعزیز خان، روح الله عرب او خاطر خان ستانکزي دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې په ۲۱،۲ اور کې د خپلو دوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او د ۸ ويکټو په توپير يې کوربه هېواد متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماته ورکړه.

افغانستان په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې څلور لوبې ترسره کړې، چې دوې یې له متحده عربي اماراتو او یوه يې له پاکستان څخه په لوړ توپير ګټلې خو یوه يې پاکستان لوبډلې ته بايللې ده.

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د یو ورځنیو لوبو د دې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه به د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ د سې شنبې په ورځ د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شي.

طالبان: تېره اونۍ مو ۶۰ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ور ګرځولي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کې یې ۶۰ ټانکره تېل د هرات او فراه ولایتونو د ګمرکونو له لارې بېرته ایران ته ورګرځولي دي.

د طالبانو د مالې وزارت د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ څلورمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره اونۍ کې یې په تېلو بار ۶۰ ټانکرونه هغه تېل بېرته ایران ته ورګرځولي دي، چې کیفیت یې ټیټ او افغانستان ته د تېلو د واردېدو پر میعار برابر نه و.

د طالبانو دغه وزارت زیاتوي، چې دغه تېل یې د فراه ولایت د ابو نصر فراهي او د هرات ولایت د تورغونډۍ له ګمرکونو څخه بېرته ایران ته ورګرځولي دي.

د مالیې وزارت ویلي، چې له دغو بې کیفیته تېلو څخه یوازې ۴۱ ټانکره یې د سها صفا پيټرولیم شرکت له لوري د هرات د تورغونډۍ له لارې را وارد شوي وو.

خو طالبانو دا نه ده روښانه کړې، چې افغانستان ته د بې کیفیته تېلو د واردولو په تور یې څوک نیولي او کنه.

طالبانو د لړم میاشتې په ۱۳ نېټه هم د ۱۲۸ ټانکره بې کیفیته تېلو بېرته ګرځولو خبر ورکړی و.

که څه هم په وار وار طالبانو له سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته دې د بې کیفیته تېلو له واردولو څخه ډډه وکړي، خو لیدل کیږي، چې لا هم سوداګر له ایران څخه افغانستان ته د بې کیفیته تېلو د واردولو هڅې کوي.

طالبان وايي، د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست د ټاکل شويو معتبرو معیارونو له مخې، هیواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي توکو واردولو ته زمینه برابروي او د بې کیفته نفتي توکو له واردولو څخه په کلکه مخنیوی کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د رسمیت پېژندلو خبرې له وخت مخکې دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۱ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري روډنکو ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې له وخت مخکې دي. هغه ویلي، چې د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم ایستل کېدای شي په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په اقتصادي مسایلو کې د جوړجاړي لپاره یو ګام وي.

اندري روډنکو وايي، طالبانو په درېيو کلونو کې د روسيې په ګډون د سيمې له هېوادونو سره د رغنده اړيکو د پراختيا لپاره خپله ژمنه څرګنده کړې ده.

هغه زیاته کړه: «موږ د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې د مبارزې، په افغانستان کې د نورو ترهګرو ډلو د مهارلو او د نشه‌یي توکو د له منځه وړلو لپاره د هغوی د هڅو شاهدان یو.»

روډنکو وړاندې وویل: «روسیې یې په بدل کې له طالبانو سره د ګټو په مسلو کې د جوړجاړي د رامنځته کولو لپاره ګامونه اخلي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال څرګنده کړه: «طالبانو روسي پانګوالو ته بلنه ورکړې چې د ډېرو مهمو اقتصادي پروژو په تطبیق کې برخه واخلي.»

اندري روډنکو د ۱۴۰۳په تله میاشت کې د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د ایستلو په اړه وویل: «دا بهیر چټک نه دی، ځکه د روسیې په قوانینو کې بدلون ته اړتیا ده.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي میاشت کې ویلي و چې د روسیې له خوا د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د ایستلو وړاندیز د وروستۍ پرېکړې لپاره ولادیمیر پوتین ته سپارل شوی دی. ضمیر کابلوف وویل، د طالبانو په اړه لا هم ستونزې شته او له حل وروسته به یې په اړه پریکړه وشي.

د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي میاشتې په اتمه نیټه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تاشکند ته د خپل سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره یې څنګه اړیکې ټینګې کړې، بله پوښتنه ده، خو موږ باید له هغوی سره په یو ډول اړیکې ولرو.

پوتین له طالبانو سره د اړیکو په اړه د منځنۍ اسیا په ګډون له سیمه ییزو شریکانو سره مشورې ته اشاره وکړه او ویې ویل: «موږ د خپل هر شریک او ملګري نظرونه په پام کې نیسو او په دې برخه کې به همغږي کوو.»

اروپايي ټولنې د بغلان پېښه غندلې او د ټولنې د ټولو وګړو پر خونديتوب یې ټينګار کړی

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۶ GMT+۰

اروپايي ټولنې له درېیو ورځو وروسته د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت کې د ۱۱ کسانو د وژلو پېښه غندلې او ویلي یې دي، چې د ټولنې ټول وګړي باید له تاوتریخوالي خوندي وي.

په افغانستان کې د ارووپايي ټولنې استازولۍ د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ څلورمه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې په بغلان ولایت کې د لمانځه پر مهال پر ولسي وګړو برید غندي.

اروپايي ټولنې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د ملکي وګړو له کورنیو سره د خواوږی په څرګندولو سره لیکلي: «ټولې ټولنې باید له ناوتریخوالي څخه خوندي او مصونې وي.»

تر دې وړاندې د یو شمېر افغان سیاسیونو تر څنګ په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) هم له طالبانو څخه غوښتنه کړې، چې د بغلان پېښه په بشپړه توګه وڅیړي.

په بغلان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د یادې پېښې په تړاو یې څو شکمن کسان نیولي دي.

بل خوا د داعش خراسان څانګې تېره ورځ ومنله چې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت کې یې د یوه برید پر مهال لس کسان وژلي دي.

دغه پېښه د تیرې پنجشنبې په ماښام ناوخته هغه مهال رامنځته شوه، چې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په شهر کهنه کې د سید پادشاه په زیات کې دغه کسان په ذکر بوخت وو.