• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ۱۹ کلنو متحده عربي اماراتو ته د ۸ ويکټو په توپير ماته ورکړه

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۰

د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د درې اړخیزه لوبلړۍ په څلورمه لوبه کې افغان لوبډلې د ۸ ويکټو په توپير متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړه. افغان ۱۹ کلن به د سې شنبې په ورځ له پاکستان سره پايلوبه تر سره کړي.

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب، کوربه لوبډلې د نننۍ لوبې پچه وګټله او د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

متحده عربي اماراتو لوبډلې په ۳۶،۳ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۸۹ منډې هدف وټاکه.

د افغان کرېکټ لوبډلې په توپ اچونه کې نصير خان معروف خېل درې، عبدالعزیز خان، روح الله عرب او خاطر خان ستانکزي دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې په ۲۱،۲ اور کې د خپلو دوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او د ۸ ويکټو په توپير يې کوربه هېواد متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماته ورکړه.

افغانستان په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې څلور لوبې ترسره کړې، چې دوې یې له متحده عربي اماراتو او یوه يې له پاکستان څخه په لوړ توپير ګټلې خو یوه يې پاکستان لوبډلې ته بايللې ده.

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د یو ورځنیو لوبو د دې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه به د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ د سې شنبې په ورځ د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: تېره اونۍ مو ۶۰ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ور ګرځولي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کې یې ۶۰ ټانکره تېل د هرات او فراه ولایتونو د ګمرکونو له لارې بېرته ایران ته ورګرځولي دي.

د طالبانو د مالې وزارت د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ څلورمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره اونۍ کې یې په تېلو بار ۶۰ ټانکرونه هغه تېل بېرته ایران ته ورګرځولي دي، چې کیفیت یې ټیټ او افغانستان ته د تېلو د واردېدو پر میعار برابر نه و.

د طالبانو دغه وزارت زیاتوي، چې دغه تېل یې د فراه ولایت د ابو نصر فراهي او د هرات ولایت د تورغونډۍ له ګمرکونو څخه بېرته ایران ته ورګرځولي دي.

د مالیې وزارت ویلي، چې له دغو بې کیفیته تېلو څخه یوازې ۴۱ ټانکره یې د سها صفا پيټرولیم شرکت له لوري د هرات د تورغونډۍ له لارې را وارد شوي وو.

خو طالبانو دا نه ده روښانه کړې، چې افغانستان ته د بې کیفیته تېلو د واردولو په تور یې څوک نیولي او کنه.

طالبانو د لړم میاشتې په ۱۳ نېټه هم د ۱۲۸ ټانکره بې کیفیته تېلو بېرته ګرځولو خبر ورکړی و.

که څه هم په وار وار طالبانو له سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته دې د بې کیفیته تېلو له واردولو څخه ډډه وکړي، خو لیدل کیږي، چې لا هم سوداګر له ایران څخه افغانستان ته د بې کیفیته تېلو د واردولو هڅې کوي.

طالبان وايي، د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست د ټاکل شويو معتبرو معیارونو له مخې، هیواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي توکو واردولو ته زمینه برابروي او د بې کیفته نفتي توکو له واردولو څخه په کلکه مخنیوی کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د رسمیت پېژندلو خبرې له وخت مخکې دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۱ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري روډنکو ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې له وخت مخکې دي. هغه ویلي، چې د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم ایستل کېدای شي په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په اقتصادي مسایلو کې د جوړجاړي لپاره یو ګام وي.

اندري روډنکو وايي، طالبانو په درېيو کلونو کې د روسيې په ګډون د سيمې له هېوادونو سره د رغنده اړيکو د پراختيا لپاره خپله ژمنه څرګنده کړې ده.

هغه زیاته کړه: «موږ د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې د مبارزې، په افغانستان کې د نورو ترهګرو ډلو د مهارلو او د نشه‌یي توکو د له منځه وړلو لپاره د هغوی د هڅو شاهدان یو.»

روډنکو وړاندې وویل: «روسیې یې په بدل کې له طالبانو سره د ګټو په مسلو کې د جوړجاړي د رامنځته کولو لپاره ګامونه اخلي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال څرګنده کړه: «طالبانو روسي پانګوالو ته بلنه ورکړې چې د ډېرو مهمو اقتصادي پروژو په تطبیق کې برخه واخلي.»

اندري روډنکو د ۱۴۰۳په تله میاشت کې د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د ایستلو په اړه وویل: «دا بهیر چټک نه دی، ځکه د روسیې په قوانینو کې بدلون ته اړتیا ده.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي میاشت کې ویلي و چې د روسیې له خوا د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د ایستلو وړاندیز د وروستۍ پرېکړې لپاره ولادیمیر پوتین ته سپارل شوی دی. ضمیر کابلوف وویل، د طالبانو په اړه لا هم ستونزې شته او له حل وروسته به یې په اړه پریکړه وشي.

د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي میاشتې په اتمه نیټه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تاشکند ته د خپل سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره یې څنګه اړیکې ټینګې کړې، بله پوښتنه ده، خو موږ باید له هغوی سره په یو ډول اړیکې ولرو.

پوتین له طالبانو سره د اړیکو په اړه د منځنۍ اسیا په ګډون له سیمه ییزو شریکانو سره مشورې ته اشاره وکړه او ویې ویل: «موږ د خپل هر شریک او ملګري نظرونه په پام کې نیسو او په دې برخه کې به همغږي کوو.»

درې اړخیزه لوبلړۍ؛ د عربي اماراتو ۱۹ کلنو پچه وګټله او د افغانستان په وړاندې توپوهنه کوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۵۰ GMT+۰

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب، کوربه لوبډلې د نننۍ لوبې پچه وګټله او د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې په وړاندې یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د عربي اماراتو، افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمنځ د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې نن یکشنبه ( لیندۍ څلورمه) افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د عربي اماراتو د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په وړاندې خپله څلورمه لوبه کوي.

د نننۍ لوبې پچه د عربي متحده اماراتو د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې وګټله او د افغان لوبډلې په وړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان په دغې درې اړخیزه لوبلړۍ کې له دریېو لوبو څخه یوه لوبه د پاکستان او یوه لوبه د عربي اماراتو له لوبډلې څخه ګټلې خو یوه لوبه یې پاکستان ته بایللې ده.

افغان لوبډلې د عربي اماراتو په وړاندې د نننۍ لوبې په ۱۱ کسیز نوملړ کې د محبوب تسکین په لوبډلمشرۍ، فیصل شینوزاده، عزیر الله نیازی، برکت ابراهیمزی، حمزه علیخیل، عزت خان بارکزی، روح الله عباس، نظیف امیري، خاطر ستانګزی نصیر معروف خیل او عزیز خان اخیستي دي.

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د یو ورځنیو لوبو د دغې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه به د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شي.

اروپايي ټولنې د بغلان پېښه غندلې او د ټولنې د ټولو وګړو پر خونديتوب یې ټينګار کړی

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۶ GMT+۰

اروپايي ټولنې له درېیو ورځو وروسته د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت کې د ۱۱ کسانو د وژلو پېښه غندلې او ویلي یې دي، چې د ټولنې ټول وګړي باید له تاوتریخوالي خوندي وي.

په افغانستان کې د ارووپايي ټولنې استازولۍ د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ څلورمه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې په بغلان ولایت کې د لمانځه پر مهال پر ولسي وګړو برید غندي.

اروپايي ټولنې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د ملکي وګړو له کورنیو سره د خواوږی په څرګندولو سره لیکلي: «ټولې ټولنې باید له ناوتریخوالي څخه خوندي او مصونې وي.»

تر دې وړاندې د یو شمېر افغان سیاسیونو تر څنګ په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) هم له طالبانو څخه غوښتنه کړې، چې د بغلان پېښه په بشپړه توګه وڅیړي.

په بغلان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د یادې پېښې په تړاو یې څو شکمن کسان نیولي دي.

بل خوا د داعش خراسان څانګې تېره ورځ ومنله چې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت کې یې د یوه برید پر مهال لس کسان وژلي دي.

دغه پېښه د تیرې پنجشنبې په ماښام ناوخته هغه مهال رامنځته شوه، چې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په شهر کهنه کې د سید پادشاه په زیات کې دغه کسان په ذکر بوخت وو.

نظام الدین قیصاري له افغانستانه تر تېښتې وروسته له مارشال دوستم سره روغه وکړه

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۰۸ GMT+۰

له افغانستانه تر تېښتې وروسته له ملي جنبش ګوند خفه شوی قوماندان نظام الدین قیصاري له مارشال عبدالرشید دوستم سره په ټیلیفون روغه وکړه.

په دغه اړیکه کې ښاغلي دوستم د دغه ګوند د غړیو ترمنځ پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ایران چارواکو د جنبش ملي ګوند د قوماندانانو د نه اېستلو ژمنه کړې ده.

قیصاري په وروستیو کلونو کې له مارشال دوستم سره مخالفت درلود او د دغه ګوند د مشر پر وړاندې یې توندې خبرې وکړې.

د دوستم او قیصاري تر منځ د ټیلیفوني خبرو په یوه ویډیو کې، چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ده، د قیصاري تر څنګ د جنبش ګوند یو شمېر غړي هم لیدل کېږي.

مارشال عبدالرشید له نظام الدین قیصاري سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل، چې د جنبش ګوند او ایران ترمنځ اړیکې ښې دي او د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر له پخواني استازي ابراهیم طاهریان سره یې خبرې کړې دي.

مارشال دوستم او د جنبش ګوند ځينې جګپوړي غړي په ترکيه کې ژوند کوي، قيصاري او د دغه ګوند ځينې نور قومندانان په ايران کي ژوند کوي.

د دوستم او قیصاري تر منځ دا خبرې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې شوې.

په انځورونو کې لیدل کیږي، چې قیصاري او د ګوند نور غړي د یووالي د نښې په توګه لاسونه سره یو کوي.

د طالبانو مخالف یو شمېر پخواني افغان امنیه قوماندانان په داسې حال کې په ایران کې اوسیږي، چې ایراني چارواکو په وار وار ټینګار کړی چې غیر قانوني افغان کډوال به له خپل هېواده باسي.

نظام الدین قیصاري چې په وروستیو کلونو کې یې له مارشال دوستم سره ترینګلې اړیکې درلودې او څو ځلې یې د جنش ګوند پر مشر نیوکې کړې وې، اوس یو ځل بیا له دغه ګوند سره یو ځای شوی دی.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې که څه هم د ترک قوم یو شمیر مخور او د جنبش ګوند غړي له دوستم سره د نظر اختلاف لري، خو بیا هم د جنبش ګوند مشر ته درناوی لري.

د طالبانو له لوري د قیصاري نیول

د پخواني افغان حکومت له پرځیدو سره سم قیصاري د طالبانو له خوا د مزارشریف ښار په دروازه کې ونیول شو.

هغه مهال د یوې ویډیو خپره شول، چې په کې لیدل کیدل د قیصاري لاسونه د شا لخوا تړل شوي، دغې ویډیو پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونه هم له ځان سره لرل.

وروسته د طالبانو له منګولو څخه تر خوشې کېدو قیصاري ایران ته وتښتېد، خو هلته د جعلي اسنادو په تور ونیول شو.

هغه مهال ایراني چارواکو اعلان کړی، چې قیصاري په تهران، کرج او د پلازمېنې په څنډو کې د درېیو غیر قانوني دفترونو په پرانیستلو سره هڅه کوله چې د افغان کډوالو د هویت جعلي اسنادونه جوړول او له دې لارې پیسې ترلاسه کولې او دغه تورونه د ایراني چارواکو لخوا د نوموړي د نیولو لامل شول.

له تهران څخه کابل ته راستنېدل

نظام الدین قیصاري د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ په میاشت کې د طالبانو په بلنه کابل ته راستون شو او دغې ډلې ته تسلیم شو.

کابل ته د هغه راتګ د جنبش ګوند له خوا توند غبرګونونه راوپارول.

د دغه ګوند ویاند احسان نیرو وویل، چې قیصاري طالبانو ته د تسلیمېدو له امله په رسمي ډول له جنبش ګوند څخه و ایستل شو. نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ټینګار وکړ: «د افغانستان د ترکبارانو په قاموس کې تسلیمېدل نشته.»

نوموړی د څه مودې لپاره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کولو وروسته بیا له افغانستانه تېښتې ته اړ شو.

قیصاري له څو کلونو راهیسې په فاریاب ولایت کې د طالبانو پر ضد جګړه کوله.

هغه له تېر حکومت سره هم اختلاف درلود او هغه مهال امنيتي ځواکونو یوځل ونیو او په کابل کې يې تر څارنې لاندې ساتلى و.

دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال د جنبش ګوند یو پخوانی قوماندان له ایران څخه تر شړلو وروسته په سرپل ولایت کې ووژل شو.

عزت الله چې په "قومانده زیل" مشهور و د دغه ګوند د مشر مارشال عبدالرشید دوستم له قوماندانانو څخه و.