• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

درې اړخیزه لوبلړۍ؛ د عربي اماراتو ۱۹ کلنو پچه وګټله او د افغانستان په وړاندې توپوهنه کوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۵۰ GMT+۰

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب، کوربه لوبډلې د نننۍ لوبې پچه وګټله او د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې په وړاندې یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د عربي اماراتو، افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمنځ د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې نن یکشنبه ( لیندۍ څلورمه) افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د عربي اماراتو د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په وړاندې خپله څلورمه لوبه کوي.

د نننۍ لوبې پچه د عربي متحده اماراتو د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې وګټله او د افغان لوبډلې په وړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان په دغې درې اړخیزه لوبلړۍ کې له دریېو لوبو څخه یوه لوبه د پاکستان او یوه لوبه د عربي اماراتو له لوبډلې څخه ګټلې خو یوه لوبه یې پاکستان ته بایللې ده.

افغان لوبډلې د عربي اماراتو په وړاندې د نننۍ لوبې په ۱۱ کسیز نوملړ کې د محبوب تسکین په لوبډلمشرۍ، فیصل شینوزاده، عزیر الله نیازی، برکت ابراهیمزی، حمزه علیخیل، عزت خان بارکزی، روح الله عباس، نظیف امیري، خاطر ستانګزی نصیر معروف خیل او عزیز خان اخیستي دي.

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د یو ورځنیو لوبو د دغې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه به د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ۱۹ کلنو درې اړخیزه لوبلړۍ؛ عزیز الله میاخېل د زنګون د ټپ له کبله له سیالیو بهر شو

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۰ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې توپوهونکی عزيز الله مياخېل د زنګون د ټپ له کبله له لوبو بهر او پر ځای يې له احتیاطي لوبغاړو روح الله عرب لوبډلې ته شامل شوی.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان، پاکستان او کوربه متحده عربي امارتو ترمنځ درې اړخيزه لوبلړۍ شروع ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د شنبې په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې د ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی عزيز الله میاخېل تر ټپي کېدو وروسته د ښې درملنې په موخه هېواد ستون شوی.

بورډ ويلي، چې عزيز الله مياخېل به د راتلونکو درې اونيو لپاره د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د درملنې په مرکز کې تداوي کېږي.

افغانستان کرېکت بورډ د لړم په ۲۴ مه د دغه یو ورځنۍ درې اړخيزه لوبلړۍ لپاره ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې درې په کې احتیاطي لوبغاړي هم شامل دي.

افغان لوبډلې تر دا مهال په دې سياليو کې درې لوبې کړې، چې دوه یې ګټلې او په يوه کې يې ماتې خوړلې.

د افغان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخي، چې له دې درې اړخيزو سياليو وروسته به د افغانستان د کرېکټ د ځوانانو دغه لوبډله د ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام سياليو کې برخه واخلي.

هند په پاکستان کې د نابینایانو نړیوال جام کې ګډون نه کوي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۱ GMT+۰

د هند د نابینایانو کرېکټ لوبډله وايي، په پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام کې ګډون نه کوي.

د هندي او پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې د هند حکومت دې لوبډلې ته په جام کې د ګډون اجازه نه ده ور کړې.

د هند د نابینایانو کرېکټ ټولنې مشر شیلندرا یادیو وايي، ۲۵ ورځې یې د حکومت اجازې ته انتظار وکړ، خو څه یې تر لاسه نه کړل.

نوموړی زیاتوي، اوس دوی پرېکړه کړې چې پاکستان ته نه ځي.

دا جام د روانې نومبر میاشتې له ۲۳مې د راتلونکې دسمبر میاشتې تر دریمې د پاکستان په لاهور او ملتان کې کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د نابینایانو د شل اوره نړیوال جام د سیالیو لپاره۱۶ کسیزه افغان لوبډله اعلان کړه.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله په دې جام کې ګډون کوي

د نابینایانو نړیوال جام لپاره ۱۶ کسیزه افغان لوبډله اعلان شوه

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۳ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د نابینایانو د شل اوره نړیوال جام د سیالیو لپاره۱۶ کسیزه افغان لوبډله اعلان کړه.

دا جام د روانې نومبر میاشتې له ۲۳مې د راتلونکې دسمبر میاشتې تر دریمې د پاکستان په لاهور او ملتان کې کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله اعلامیه کې وايي، د دې جام لپاره یې په کمپونو کې له۵۰ کسانو ۲۴ډېر تکړهلوبغاړي په نښه او د تمریناتو پر بنسټ ۱۶د نړیوال جام لپاره غوره کړل.

د کرېکټ بورډ د نوملړ له مخې، د نابینایانو نړیوال جام لوبډلې لپاره اباسین سیلاب د لوبډلمشر، فهیم د مرستیال لوبډلمشر او شرافت د ویکټ ساتونکي په توګه غوره شوي دي.

ور سره فرمان الله، سمیع الله، عبدالله، اسدالله خان، غلام خان، بریالی ساحل، سردار ولي، عبدالمالک، اجمل، روح الله، دوران، عزت الله او زبیح الله هم پاتې لوبغاړي دي.

افغان ۱۹ کلنو متحده عربي اماراتو ته د ۱۶۹ منډو په توپير ماته ورکړه

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۰ GMT+۰

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د یو ورځنیو لوبو د درې اړخیزې لوبلړۍ په دوام نن افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د ۱۶۹ منډو په لوی توپير متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماته ورکړه. په دې سیالۍ کې محبوب تسکين ۱۴۱ ناسوځيدلې او فیصل ۱۵۶ منډې جوړې کړې او لوبډله يې تر بريا ورسوله.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرکټ لوبډلو ترمنځ د دوشنبې ورځې د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغان ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو سيالي لوبډلې ته ۳۶۰ منډې هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په توپوهنه کې محبوب تسکين ۱۴۱ ناسوځيدلې منډې وکړې او فیصل، چې د پاکستان په وړاندې يې هم سل منډې جوړې کړې وې په دې لوبه کې يې هم په ۱۰۴ توپونو ۱۵۶ منډې تر لاسه کړې.

د متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې په ۴۵،۴ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د ۱۶۹ منډو په توپير وبايلله.

د متحده عربي امارتو په لوبډلې کې ایتن ډي سوزا ۵۵ او اریان سکسینا ۴۰ تر نوور لوبغاړو ډېري منډې وکړې.

د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې نصرت نورستاني، خاطر ستانکزي او نظيف الله اميري دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ سيالۍ کې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپير ماته ورکړې وه.

د همدې سياليو د مهالوېش له مخې به افغانستان خپله درېيمه لوبه راتلونکې چارشنبه د پاکستان لوبډلې سره تر سره کړي.

درې اړخیزه لوبلړۍ؛ د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د عربي اماراتو په وړاندې توپ‌وهنه کوي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۲ GMT+۰

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو څخه د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د یو ورځنیو لوبو د درې اړخیزې لوبلړۍ په دوام نن افغان لوبډله د متحده عربي اماراتو په وړاندې لوبیږي.

د لوبې پچه د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې وګټله او د سیالې لوبډلې په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د عربي اماراتو د لوبډلې په وړاندې د افغان لوبډلې په ۱۱ کسیز نوملړ کې د محبوب تسکین په لوبډلمشرۍ، عزیر خان، برکت الله ابراهمیزی، فیصل خان، حمزه علیخل، عزت خان بارکزی، نظیف الله امیري، نصرت نورستاني، نصیر خان، خاطر ستانګزی او حفیظ الله اخیستل شوي دي.

د یو ورځینو لوبو لوبلړۍ، د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمنځ په اماراتو کې ترسره کیږي.

په دغې لوبلړۍ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه کې درې ورځې وړاندې د پاکستان لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماتې ورکړې ده.

د یو ورځنیو سیالیو دغه درې اړخیزه لوبلړۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د نومبر په ۱۳مه نېټه پیل شوي او پایلوبه به یې د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شي.