• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان «د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست» په نوم نوې اداره جوړوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د «جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست» په نوم د نوي ادارې د جوړولو خبر ورکړ. خيرالله خيرخواه وويل، چې د دغه رياست د جوړولو طرح د وزيرانو شورا له خوا تایيد شوې او د منظورۍ لپاره په کندهار کې د طالبانو د مشر دفتر ته استول شوې ده.

دغه عمومي ریاست به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې کار کوي.

د خيرخواه په وينا، په دې اداره کې به درې رياستونه شامل وي او موخه يې د «افغان ولس د جهاد دریو دورو» اړوند ويډيوګانو او انځورونو راټولول او خپرول دي.

خیرالله خیرخواه په یوه ویډیو کې، چې د یکشنبې په ورځ (د ليندۍ ۴ مه ) باختر اژانس خپره کړې ویلي، چې دغه اداره د «جهادي ارزښتونو» د ساتلو، ثبت او د افغانستان د جهادي تاریخ د انځور وړاندې کولو لپاره جوړه شوې ده.

طالبانو تر اوسه د دغه دفتر د بودجې، صلاحیتونو او دندو په اړه نور جزئيات نه دي شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان غواړي له دې لارې د افغانستان په معاصر تاریخ کې ځان ته ځای ومومي.

خيرالله خيرخواه وويل، چې د دغه رياست د جوړېدو تر څنګ به په مرکز او ولايتونو کې جهادي موزيمونه هم جوړ شي، چې د جهاد د دريو دورو پاتې اثار به پکې راټول او نندارې ته وړاندې شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د کابل په هزاره او تاجک مېشتو سیمو کې د کورونو نړولو راپورونه "ناسم" دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۹ GMT+۰

د کابل ښاروالۍ مسوولانو د کابل ښار په هزاره او تاجک مېشتو سیمو کې د پراخو سیمو د ویجاړولو په اړه وروستي راپورونه ناسم وبلل. دوی وايي،په تېرو دریو کلونو کې دوه زره هغو کسانو ته چې جایدادونه یې استملاک شوي، شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ ورکړل شوې دي.

له دې مخکې ګارډین ورځپاڼې د څلورو افغان خبري سازمانونو په همکارۍ په یوه څېړنیز راپور کې په کابل کې د طالبانو له خوا د زرګونو کورونو ویجاړول «قومي انګېزه» بللې او لیکلي یې دي چې په لویه کچه هزاره او تاجک مېشتو سیمې تصفیه شوې دي.

د دغه راپور له مخې، په کابل کې د طالبانو د بیارغونې پروګرام زرګونه کسان بې کوره کړي او شاوخوا ۳۸۵ هکتاره ځمکه یې ویجاړه کړې ده.

خو کابل ښاروالۍ د یکشنبې په ورځ پر ایکس د دې ادارې د استملاک د رییس عبدالمتین حنیف په حواله لیکلي دي: «په تېرو دریو کلونو کې کابل ښاروالۍ دوو زرو ښاریانو ته د ملکیتونو د استملاک نږدې دوه میلیارده افغانۍ ورکړې دي او دا بهیر دوام لري.»

ښاروالۍ زیاته کړې چې "دا اطمینان ورکوو چې د استملاک لاندې لارو کې د وګړو حقونه تر پښو لاندې نه دي شوي."

په دغه یادښت کې کابل ښاروالۍ له هغو ښاریانو څخه چې د سړک جوړونې په نویو پروژو کې یې ملکیتونه له لاسه ورکړي، غوښتي چې ژر تر ژره دې دفتر ته د اسنادو د تثبیت لپاره ورشي او خپل حقونه دې ترلاسه کړي.

کابل ښاروالۍ د کابل ښار د معیاري پراختیا او ودې لپاره د نویو سړکونو جوړول د دغه ښار له عاجلو اړتیاوو څخه بولي.

دې ادارې د وروستیو راپورونو په غبرګون کې ویلي چې «افغانستان یو متحد ملت دی او کابل ښار د ټولو افغانانو ګډ کور دی، باید ټول ښاریان ترافیکي او ټرانسپورتي زیربناوو ته لاسرسی ولري.»
برتانوي ورځپاڼي ګارډین، د افغان وایټنس پروژې معلوماتي مرکز، لایټ هاوس رپورټز او زن ټایمز او اطلاعاتو روز په یوه څېړنه کې چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې خپره شوې ویلي، شواهد ښيي چې د کابل د عصري کولو پروګرام په ترڅ کې په « قومي انګیزه » ګڼ کورونه ړنګ شوي.

ضمیر کابلوف: کابل ته د روسیې یو جګپوړی پلاوی په نږدې راتلونکي کې سفر کوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۰ GMT+۰

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د ضمير کابلوف له قوله ليکلي، چې د روسيې يو لوړپوړی پلاوی به ډېر ژر په کابل کې په لوړه کچه له طالب چارواکو سره خبرې اترې او ليدنې ولري. طالبانو او د روسيې د استازي دفتر د دې ليدنو او خبرو په اړه نور جزئیات نه دي شریک کړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې اميرخان متقي او د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په کابل کې پر اقتصادي همکاريو، پانګونې، ټرانزيټ او د دوه اړخيزو اړيکو پر زياتېدو خبرې کړې.

ضمیر کابلوف کابل کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر سره د روغبړ په حال کې
100%
ضمیر کابلوف کابل کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر سره د روغبړ په حال کې

طالبانو د ضمير کابلوف له قوله ليکلي چې مسکو په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې د روسیې یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راشي او د طالبانو له جګپوړو چارواکو سره د لوړې کچې خبرې اترې ولري.

په اعلاميه کې راغلي، چې اميرخان متقي هم د افغانستان او روسيې ترمنځ په لوړه کچه د پلاویو تګ راتګ مهم بللی او د اقتصادي همکاريو او سوداګرۍ پر پراختيا یې ټينګار کړی دی.

پرون شنبه د افغانستان لپاره د چين استازي د پاکستان له سفر وروسته له ملا کبير او ملا یعقوب سره ليدنه کې د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ د اړيکو پر څرنګتیا خبرې وکړې.

د یو شایو یونګ له سفر وروسته پاکستاني رسنیو وویل، چې اسلام اباد له چین سره په افغانستان کې د ترهګرو د شتون په تړاو «قناعت وړ شواهد» شریک کړي.

د افغانستان لپاره د چین او روسیې ځانګړي استازي اسلام اباد ته له سفر وروسته کابل ته راغلي دي.

له بندي نجلۍ سره له واده وروسته طالبانو د ننګرهار زندان رییس له دندې ګوښه کړ

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۶ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دې ډلې مولوي مقتدا چې اصلي نوم یې حفیظ الله دی، له یوې ځوانې بندي نجلۍ سره په زور د نکاح کولو له امله له دندې ګوښه کړ. د طالبانو د زندانونو چارو سمون اداره وايي، سهیل سعید یې د ننګرهار زندان د نوی رییس په توګه ټاکلی.

په ننګرهار کې د طالبانو سرچینو نن یکشنبه «د لیندۍ ۴مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ننګرهار زندان لپاره د طالبانو ګوښه شوي رییس مولوي مقتدا له یوې ځوانې بندي نجلۍ سره، چې له پاکستان څخه له یوه ځوان سره راتښتېدلې وه، په زور نکاح کړې ده.

سرچینې وايي، مولوي مقتدا نیول شوی ځوان ددې موضوع د غلي کولو لپاره له زندان نه خوشی کړی خو نجلۍ یې ځان ته نکاح کړې او په جلال اباد ښار کې یې یو کور په کرایه ورته نیولی دی.

افغانستان انټرنشنل ته د را رسېدلو معلوماتو له مخې، طالبانو مولوي مقتدا له دې نجلۍ سره په زور د نکاح کولو له امله یوازې له خپلې دندې ګوښه کړی دی.

د نوموړي په اړه کوم رسمي شکایت نه دی شوی، له همدې امله تر دې دمه طالبانو کومې محکمې ته نه دی معرفی کړی.

100%

د طالبانو تر واک لاندې د زندانونو چارو د سمون ادارې نن یکشنبه د لیندۍ پر څلورمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې سهیل سعید یې د ننګرهار زندان د نوي رییس په توګه ټاکلی دی.

یادې ادارې د د زندان د ګوښه شوي رییس تېرې کړنې ستایلې دي او د زندان له کارکوونکو یې غوښتنه کړې چې له نوي رییس سره همکاري وکړي.

سرچینې وايي چې طالبانو د ننګرهار زندان ګوښه شوی رییس په کور کښېنولی دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند د روان کال د لړم پر۱۷مه په یوه خپاره شوي غږیز پیغام کې ویلي و، چې خلکو ته یې د «حقوق الله او حقوق العباد» په اړه عامه پوهاوی ورکړی او د جبري نکاح د پنځه زره پېښو مخنیوی یې کړی دی.

د طالبانو د مشر ملاهبت الله له خوا صادر شوي د امربالمعروف قانون کې په زوره نکاح کول جرم بلل شوی او دا کار یې له اسلام سره په ټکر کې بللی دی.

شنونکي پر طالبانو نیوکه کوي چې شریعت او قوانین یوازې پر عامو خلکو پلي کوي خو خپل مجرم غړي نه محاکمه کوي او هڅه کوي جرمونه یې پټ وساتي.

طالبانو تر دې دمه د ننګرهار زندان د ګوښه شوي رییس مولوي مقتدا د نیولو او یا هم د محاکمې په اړه څه نه دي ویلي.

ایران علي رضا بیکدلي د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي په توګه وټاکه

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت حسن کاظمي قمي د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي له دندې ګوښه کړی دی. ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې علي رضا بیکدلي د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، بیکدلي له سپاه پاسداران انقلاب سره د کار تجربه نه لري او د افغانستان په اړه د ایران د بهرنۍ پالیسۍ اصلي طرح کوونکی دی.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په کابل کې د ایران د استازولۍ د نوي مشر په توګه بیکدلي ټاکلی دی.

د نویو بدلونونو له مخې، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازۍ څوکۍ د بهرنیو چارو وزارت اړوند شوې او له دې وروسته به د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت ځانګړی استازی د ایران د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې کار کوي.

علي رضا بیکدلي له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت کې په مختلفو پوستونو کې دندې ترسره کړې او په یاد وزارت کې یې د کونسلي مرستیال او د افغانستان د اقتصادي بیارغونې دفتر د رییس په توګه هم کار کړی.

نوموړي په ترکیه، اذربایجان او قبرس کې هم د اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

حسن کاظمي قمي د ۱۴۰۰ کال له تلې میاشتې راهیسې د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله.

که څه هم تهران د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري او طالبانو ته یې افغان ډېپلوماتیک ماموریتونه سپارلي دي.

ریچارډ کیمپ: امریکايي جنرالانو له افغانستان نه د بایډن په غوښتنه ځواکونه اېستلي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۵ GMT+۰

په افغانستان کې د بریټانیايي ځواکونو پخوانی قوماندان ریچارډ کیمپ وايي چې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې ناسم او هیښوونکي تصمیمونه نیول شوي، خو جنرالانو دا پریکړې د ولسمشر جو بایډن د غوښتنې پر بنسټ کړې دي.

د ټرمپ واک لېږد ډله دیو شمېر هغو اوسنیو او پخوانیو پوځي افسرانو نوملړ چمتو کوي چې له افغانستان نه د متحده ایالتونو د ځواکونو په اېستلو کې ښکیل وو او څیړي چې ایا کولای شي دوی په پوځي محکمه کې محاکمه کړي.

ریچارډ کیمپ د اسټرالیا سکای نیوز ته وویل چې « زه فکر کوم له شک پرته ناسمې پریکړې شوې، دا به پر امریکا او د هغې پر لویدیزو متحدانو پاموړ ستراتیژیکې اغیزې ولري، خو زما له نظره هغوی د امریکا د ولسمشر له لارښوونو سره عمل کاوه».

درې سرچینو سي بي ایس ټلویزیون ته ویلي چې جمهوري غوښتونکي مارکوین مولین د امریکايي درې ستوري جنرال کریسټوفر وناهو ترفیع ځنډولې ده.

دوناهو له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې رول درلود.

هغه وروستی امریکایی سرتېری و، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه ووت.

ټاکل شوې وه چې ډګر جنرال کریسټوفر وناهو د ستر جنرالۍ رتبه واخلي او په اروپا کې د امریکا د پوځي قوماندانۍ مشري ورترغاړې شي، خو نوموړی د مشرانو جرګېد تېرې اونۍ د زرو افسرانو د ترفیعاتو په نوملړ کې نه و.

سي بي ایس د خپلو سرچینو په حواله وايي چې ددوناهو د ترفیع په اړه به د ډونالډ ټرمپ تر واک لاندې کانګرس تصمیم نیسي.