شهباز شريف: د پر امنه اعتراضونو په نوم پر پوليسو او امنیتي کارکوونکو بريدونه کېږي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د سرينګر په لويه لار د پي‌ټي‌ای د پلویانو له‌خوا د لاریون پرمهال د څلورو امنیتي کارکوونکو د وژنې پېښې غندنه كړې او سپارښتنه یې کړې، چې په سملاسي توګه دې پېښه کې ښکېل كسان ونیول شي او سزا دې وركړل شي.