میا افتخار حسین: په پښتونخوا کې ترهګري د يو منظم توافق له مخې کېږي

د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر ميا افتخار حسين وایی، چې په پښتونخوا کې ترهګري د يو منظم توافق له مخې کېږي. نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې یاد ګوند نن په ټول ایالت کې د پاړه چنار پېښې او د ترهګرۍ پرله پسې پېښو پرضد د تورې ورځې په نوم ونماځله.