• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د م.م کډوالو ادارې په پاکستان کې له افغان کډوالو غوښتي چې سیاسي فعالیتونو کې برخه وانخلي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۶ GMT+۰

په پاکستان کې د عمران خان د پلویانو له خوا د حکومت ضد پراخو لاريونونو له پیلېدو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له افغان کډوالو غوښتي، چې په سیاسي فعالیتونو کې له ګډون ډډه وکړي. دغه سازمان له افغان کډوالو وغوښتل، چې د پاکستان قوانینو او مقرراتو ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د یکشنبې په ورځ (د ليندۍ ۴ مه) د خپل وټساپ له لارې په يوه پیغام کې خبر ورکړی: «یو این ایچ سي آر کډوالو ته یادونه کوي، چې د کوربه هیواد په وړاندې له سیاسي فعالیتونو ډډه وکړي.»

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د لاریونونو پر مهال عامه شتمنیو ته د زیان رسولو په ګډون ځینې سیاسي فعالیتونه جرمي عمل ګڼل کېدای شي.

د دغه سازمان په پیغام کې راغلي، چې دا ډول کړنې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو پر عامه افکارو منفي او مستقیم اغېز لرلی شي.

ملګرو ملتونو په پاکستان کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې د خپل ځان او کورنۍ د خوندي ساتلو لپاره دې له «نامناسب» چلنده ډډه وکړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف ګوند د زنداني شوي مشر عمران خان د پلویانو له خوا د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي دي.

عمران خان په هیواد کې دننه او بهر له خپلو پلویانو غوښتي، چې د یکشنبې په ورځ په دغو لاریونونو کې برخه واخلي.

تر دې مخکې د پاکستان د ترهګرۍ ضد مرکز خبرداری ورکړی و، چې ښايي د تحریک انصاف د پلویانو غونډې د «ترهګریزو» بریدونو له لارې په نښه شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د واده په ګلپوښ موټرو کې اسلام اباد ته د تحریک انصاف تلونکي پلویان نیول شوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۳ GMT+۰

د پاکستان د پنجاب ایالت په فیصل اباد کې پولیسو هغه موټریز کاروان درولی چې د واده په بڼه یې غوښتل اسلام اباد ته لاړ شي او د تحریک انصاف په لاریون او پرلت کې برخه واخلي. په اتو موټرو کې ټول سپاره ۲۷ تنه نیول شوي.

د فیصل اباد پولیس وايي، چې د پي ټي ای دغه غړي په اتو ګلپوښ موټرو کې سپاره وو او په سرګودا سړک یې نیولي دي.

جیوز نیوز وايي، چې پولیسو تر دې مهاله د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف تر ۵۰۰ ډېر غړي نیولي دي.

د تحريک انصاف مشران او غړي د ګوند د مشر عمران خان په غوښتنه نن د اسلام اباد په لور لاریون کوي او په ډي چوک کې به پرلت کوي.

د پنجاب پولیسو ددغه ګوند دوه جګپوړي مشران عامر ډوګر او زین قریشي د ملتان په قادرپوره ټول پلازا کې نیولي دي.

ګوند پر خپلو پلویانو غږ کړې چې د غلامۍ د ځنځیرونو ماتولو لپاره په دغه لاریون او پرلت کې برخه واخلي.

عمران خان په یوه اعلامیه کې له خپلو پلویانو غوښتي چې د خپلواکۍ او عدالت لپاره د لاریون برخه وګرځي.

حکومت د لاریون د مخنیوي لپاره په پلازمېنه اسلام اباد کې ګڼ امنیتي ځواکونه ځای پرځای کړي او سره زون ته غځېدلې لارې یې په خنډونو او کانټینرو بندې کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دوی د محکمې د حکم له مخې د لاریون اجازه نه ور کوي او څوک چې عامه نظم ګډوډوي له قانوني چلند سره به مخ شي.

تحریک انصاف اعلان کړی چې دوی به د خپل مشر د خلاصون لپاره لاریون او پرلت ته ادامه ور کوي.

د پاکستان د ایکسپرېس ټربیون د رپوټ له مخې، د خیبر پښتونخوا سروزیر امین ګنډاپور وویل چې دوی به د خنډونو لرې کولو لپاره شخصي وسایل راوړي او ټول خنډونه به له مخې لرې کړي، چې لاریون کوونکو ته د لاریون او پرلت لارې پرانېستل شي.

کانټینر پلازمېنې ته پر ټولو مهمو لویو غځېدلو لارو اېښودل شوي چې د لاریون مهمو سیمو ډي څلورلارې ، اسلام اباد هوايي ډګر او اې ۱۱ او نوې مارګله روډ ته لاسرسی محدودي.

حکومت دغه راز د لاهور، راولپنډۍ او اسلام اباد نښلوونکې لارې هم بندې کړې دي.

په پاکستان کې د تحریک انصاف دغه لاریون داسې مهال دی چې یوخوا ددغه هېواد د ملي عمل کمیټې په بلوچستان کې د پوځي عملیاتو اجازه ور کړې او بل پلو د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې مذهبي شخړې روانې دي.

د عمران خان د پلویانو کاروانونه اسلام اباد ته نږدې شوي، خو پولیس یې مخه نیسي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۲۹ GMT+۰

د تحریک انصاف ګوند وايي، چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو یې لوی کاروانونه د اسلام اباد په لور د لاریون په موخه روان شوي. خو د اسلام اباد د پولیسو مشر وايي، چې په پلازمېنه کې د ګډوډیو جوړونکي به نیسي او قانوني چلند به ورسره وکړي.

عمران خان خپلو پلویانو ته ویلي، چې د نوموړي د راخوشي کېدو په موخه دې لاریونونه وکړي.

د دغه لاریون لپاره نن یکشنبې د نومبر ۲۴مه ورځ ټاکل شوې ده.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له لوري پر ټولنیزو رسنیو د لویو موټریزو کاروانونو انځورونه او ویډیوګانې خپریږي، چې د پاکستان د بېلابېلو سیمو څخه د اسلام اباد په لور روان دي.

بل خوا د پاکستان جیونیوز د اسلام اباد د پولیسو د مشر علي ناصر رضوي له قوله راپور ورکړی، او نوموړي ویلي، چې د پلازمېنې د امنیت له ګډوډونکو سره هیڅ ډول جوړجاړی نه کوي او د هغو کسانو په وړاندې به سختې قضیې ثبت کړي، چې قانون تر پښو لاندې کوي.

نوموړي زياته کړې، چې د خلکو د ژوند او مال د خونديتوب په موخه په ښار کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي، د اوس لپاره د تګ راتګ په وړاندې خنډونه شته، خو ډير ژر به د خلکو تګ راتګ په ښار کې ډاډمن شي.

همدارنګه مرکزي حکومت د خیبرپښتونخوا، کشمیر او پنجاب له لوري اسلام اباد ته غځېدلې ټولې لارې د کانټینرونو او ځینې لارې یې په کندو کېندلو بندي کړې دي.

د راپورونو له مخې، پولیسو تردې مهاله په راولپنډۍ کې د عمران خان شاوخوا لس پلویان نیولي دي.

د اسلام اباد پولیس وايي، هره هغه څوک به زندان ته واچوي، چې په ښار کې کډوډي جوړوي او یا هم د تحریک انصاف په لاریون کې برخه اخلي.

په پاکستان کې د پولیو مثبتو پېښو شمېر ۵۵ ته لوړ شو

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۱ GMT+۰

د پاکستان په خیرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د پولیو د درېیو تازه مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په روان کال کې په دغه هېواد په د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۵ ته لوړ شو.

پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د پولیو تازه درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

پاکستاني رسنیو د پاکستان د پولیو د له منځه وړلو پروګرام له قوله راپور ورکړی، چې د پولیو تازه دوه مثبې پېښې په خیبرپښتونخوا او یوه په بلوچستان ایالت کې ثبت شوې ده.

له دې سره په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۵ ته ورسیده.

د پولیو په تازه مثبتو پېښو کې دوه یې د بلوچستان ایالت د ژوب او جعفر اباد ولسوالیو څخه او یوه مثبته پېښه د خیبرپښتونخوا یالت د دېره اسماعیل خان څخه راپور شوې ده.

د راپورونو له مخې، په روان کال کې تردې مهاله د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ۲۵، په خیبرپښتونخوا ایالت کې ۱۵، په سند ایالت کې ۱۳ او په پنجاب او اسلام کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

پاکستان او افغانستان په نړۍ د پولیو په وایرس ککړ وروستي هېوادونه دي.

که څه هم په دغو دوو هېوادونو کې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته په دوامداره توګه د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي، خو لا هم یاد هېوادوونه د پولیو وایرس په مخنیوي کې پاتې راغلي.

د پاکستان د روغتیا وزارت چارواکو له کورنیو څخه غوښتي، د پولیو ضد واکسین کمپاین پر مهال خپل ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړي.

روغتايي چارواکو ویلي، چې د پولیو ضد واکسین په وروستۍ دوره کې پنځه لکه ماشومان د کورنیو له لوري له واکسین کولو څخه منعه شوي دي.

علي امین ګنډاپور وايي د عمران خان تر خوشې کېدو پورې به په اسلام اباد کې پاتې وي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۶ GMT+۰

د خيبرپښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور ويلي، چې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان تر خوشې کېدو او د دغه ګوند د غوښتنو تر منلو پورې به په اسلام اباد کې پاتې وي. په پام کې ده چې د تحریک انصاف ګوند پلویان په اسلام اباد کې اعتراضي لاریون پیل کړي.

هغه د پاکستان له ټلویزیون سره په خبرو كې ویلي دي چې د پي ټي ای د بنسټګر عمران خان له خوشې كېدو وروسته به له حكومت سره خبرې پيل کړي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړي او پلویان نن یکشنبه (د نومبر ۲۴مه) له ټول پاکستانه راغونډ شوي او غواړي په اسلام اباد کې د دغه ګوند د مشر عمران د راخوشې کیدو په غرض اعتراضي لاریون وکړي.

ښاغلي ګنډاپور ویلي، چې دی به په هر حال کې د تحريک انصاف د مشر په خبرو عمل کوي: «زما اختيار د پي ټي ای د بنسټګر عمران سره دی، چې هغه كومه خبره كوي زه به هغه څه کوم، زه او د پي ټي ای ټول غړي او پلویان به په هر حال کې د اسلام اباد ډي چوک ته ځانونه رسوو.»

نوموړي ویلي، چې د عمران خان او نورو بندیانو تر خوشې کېدو او د دوی د غوښتنو تر منلو پورې به په اسلام اباد کې پاتې وي، او د تېر ځل په څېر د لارو بندېدو سربیره هم اسلام اباد ته ځي.

هغه وويل چې د دوی لاريون سوله ييز دى او حکومت د موټرو او لويو لارو په بندولو سره خلکو ته ستونزې پيدا کړې دي.

د جمعې په ورځ د اسلام اباد پولیسو ویلي، چې قهرجن اعتراض کوونکي د امن او نظم د ګډوډولو او شخصي او حکومتي ودانیو ته د زيان رسولو پلان لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا هم ویلي و، چې تحریک انصاف ګوند ته یې د احتجاج او پرلت اجازه نه ده ورکړې او دوی به پرېنږدي چې دغه ښار ننوځي او لاریون وکړي.

پاکستاني رسنۍ: حکومت له پښتونخوا او کشمیر څخه اسلام اباد ته غځېدلو لارو کې کندې اېستلې

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۶ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هیواد حکومت له خیبرپښتونخوا، مري او کشمیر څخه اسلام اباد ته غځېدولو لارو کې په ماشینونو ژورې کندې اېستلې او لویې لارې یې تړلې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د تحریک انصاف ګوند د لاریون په لړ کې له تېرې شپې راهیسي حکومت اسلام اباد ته تلوونکې ټولې لارې په کانټینرونو هم بندې کړې دي.

د راپورونو له مخې، حکومت د کشمير او خيبرپښتونخوا څخه اسلام اباد ته تلوونکو سړکونو کې کندې کېندلې دي او په ګهوړا ګلۍ سیمه کې پر عمومي سړک یې خاورې انبار کړې او سړک یې بند کړی.

همدارنګه د پاکستان جیونیوز راپور ورکړی، چې حکومت په چمن کې هم عمومي سړک د ټرافیکو پرمخ تړلی دی.

حکومت ویلي، چې یادې لارې یې د امنیتي ګډوډیو د مخنیوي په موخه تړلې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان تحريک انصاف د احتمالي لاریون په لړ کې راولپنډۍ او اسلام اباد ته په ۳۳ ځايونه کې او له لاهور او فيصل اباد څخه پلازمينې ته تلوونکې ټولې لارې تړل شوې دي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د ننني لاریون د مخنیوي په موخه اسلام اباد ته د تلوونکو لارو د بندیو په لړ کې د فيض اباد په ګډون شپږ ځايونه د کانټينرو په ایښودو بند کړل شوي دي، په بند کړل شویو سړکونو کې د فيض اباد، ای جي پي سړک، روات ټي چوک، کيريج فيکټري، مندره او ټيکسلا سړکونه شامل دي.

د راپورونو له مخې، د تحریک انصاف دلاریون له امله د پاکستان په ډیرو سیمو کې ټیلفوني او انټرنیټي خدمتونه هم کمزوري شوي او یا یو مخ تړل شوي دي.