• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کوټه کې د لس کلن زده کوونکي د تښتونې په غبرګون کې نن په ټول ښار کې کاربندیز اعلان شو

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۱۲ GMT+۰

د بلوچستان په کوټه کې ځایي سیاسي ګوندونو او عامو خلکو له لوري په دغه ښار کې د یوه لس کلن ماشوم د تښتونې په غبرګون له تېرو لسو ورځو راهیسي پرلت دوام لري. د مصور خان په نوم لس کلن ماشوم لس ورځې وړاندې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی دی.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې لس ورځې مخکې یو لس کلن ماشوم ښوونځي ته پر لاره د نامعلومو کسانو له لوري وتښتول شو.

د یاد ماشوم له تښتولو وروسته په کوټه ښار کې د سیاسي ګوندونو، عامو خلکو په ګډون د ښوونځیو زده کوونکو پرلت وواهه.

پرلت د کوټې په ښار کې د محکمې، د والي د کور او قومي اسامبلۍ مخې ته وهل شوی دی.

خو د لسو ورځو په تېریدو سره لا هم ځايي امنیتي چارواکي د لس کلن زده کوونکي په پیدا کېدو کې پاتې راغلي.

نن دوشنبه د (لیندۍ پنځمه) د پرلت والو په غوښتنه په بلوچستان ایالت کې کاربندیز اعلان شوی او ورسره سم ټول ښوونځي هم له نن ورځې لپاره رخصت کړل شوي دي.

د تښتول شوي ماشوم پلار محمد رضا کاکړ وايي، د لسو ورځو په تېریدو سره لا هم د ځايي امنیتي چارواکو له لوري د نوموړي د زوی د پیدا کېدو په اړه کوم مثبت ګام نه دی پورته شوی.

پرلت کوونکي د مصور په پیدا کولو کې حکومت او ځايي امنیتي چارواکي په ناغیړۍ تورنوي او وايي، که دغه ماشوم د تښتونکو له منګولو راخوشې نه شي په بلوچستان ایالت کې به پراخ لاریونونه او د لارو بندول پیل کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د اسراییلو پوځ د غزې ښاره په شاوخوا سیمو کې خلکو ته د کورونو د پریښود امر کړی

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۲۴ GMT+۰

فلسطیني ډاکټرانو ویلي، چې د اسراییلو پوځ د غزې د ختیځې سیمې اوسیدونکو ته امر کړی چې خپل کورونه پریږدي. دغه امر د یکشنبې په ورځ د خلکو د بې ځایه کیدو یوه نوې څپه رامنځ ته کړې.

بل خوا، د سیمه ییزو سرچینو د راپورونو له مخې، د غزې د روغتون یو مدیر د یو اسراییلي ډرون په برید کې ټپي شوی دی.

د شنبې په شپه د اسراییلي پوځ د ویاند له خوا د شیجیا ښارګوټي د اوسیدونکو لپاره د کورونو د پریښودو امر وشو. دغه امر چې پر اېکس خواله رسنۍ خپور شوی و، لامل یې له دغې سیمې د فلسطیني جنګیالیو له خوا د راکټي بریدونو ترسره کیدل ښودل شوي.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي: "د خپل خوندیتوب لپاره، تاسو باید سمدستي د سویل لوري ته ګډه شئ."

تر دې وړاندې، د حماس د وسله والې څانګې له خوا د شنبې په ورځ پر اسراییل د راکټي برید خبر ورکړل شوی و او ویلي یې و، چې د پولې په اوږدو کې یې د اسراییلي پوځ یوه اډه په نښه کړې ده.

په ټولنیزو شبکو او فلسطیني رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیې چې اوسیدونکي په خرګاډو او ریکشو کې د شیجیا څخه د وتلو په حال کې دي.

د سیمې اوسیدونکو او فلسطیني رسنیو ویلي، چې په ټاکل شوو سیمو کې میشتو کورنیو د شنبې په شپه او د یکشنبې په سهار وختي له خپلو کورونو څخه په وتلو پیل کړی. تر دې وړاندې هم د غزې د بیلابیلو سیمو خلک په وار وار په بې ځایه شوي دي.

په همدې حال کې، د غزې په مرکزي سیمو کې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د شنبې له شپې راهیسې د المغازي او البریج په ښاري کمپونو باندې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې د ۲.۳ میلیونه خلک د اسراییلو د روانو پوځي عملیاتو له امله په پرلپسې توګه بې ځایه شوي دي. په همدې حال کې د ژمي د سختو بارانونو له امله، د بې ځایه شوو خلکو خیمې له اوبو ډکې شوي او د هغوی خواړه یې خراب کړي دي.

د رامي په نوم د غزې یو ۳۵ کلن اوسیدونکی د ژوند د سختو حالاتو په اړه رویټرز ته ویلي: "په نیمه شپه کې مې وروسته له هغه منډه کړه، چې د باران اوبه خیمې ته راننوتې، خواړه یې راته یووړل، ماشومانو چیغې کړې،‌ ځکه د اوبو له امله وډار شول او ما دا ویره لرله چې دوی به ناروغه شي."

د فلسطین د ملکي بیړنیو خدماتو ادارې ویلي، چې زرګونه بې ځایه شوي خلک د موسمي سیلابونو له امله اغیزمن شوي او له مرستندویه موسسو څخه یې د ژغورنې لپاره د نویو خیمو او خوراکي توکو غوښتنه کړې.

په اسلام اباد کې د روانو لاریونونو له امله ټول ښوونیز مرکزونه وتړل شول

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۵ GMT+۰

د پاکستان د حکومت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې له سبا څخه به په اسلام اباد کې ټول تعلیمي مرکزونه وتړل شي. د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي وايي، تر هغه به په اسلام اباد کې خپل لاریون ته ادامه ورکوي څو ددغه ګوند مشر عمران خان له زندان څخه خوشی شي.

د پاکستان حکومت نن یکشنبه «د لیندۍ۴مه» د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې سر له سبا (د نومبر ۲۵مې) په ټول اسلام اباد کې د تعلیمي مرکزونو د تړلو پرېکړه شوې ده.

د خبر پاڼې یوه کاپي افغانستان انټرنشنل هم ترلاسه کړې ده.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دا پرېکړه د روانو حالاتو پر بنسټ شوې ده.

د تحریک انصاف ګوند وايي، چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو یې لوی کاروانونه د اسلام اباد پر لور د لاریون په موخه روان شوي.

خو د اسلام اباد د پولیسو مشر وايي، چې په پلازمېنه کې به د ګډوډیو جوړوونکي نیسي او قانوني چلند به ورسره وکړي.

د دغه لاریون لپاره نن یکشنبه د نومبر ۲۴مه ورځ ټاکل شوې وه، خو ښار ته غځېدلې ټولې لارې په کانټینرونو بندې کړای شوې دي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له لوري پر ټولنیزو رسنیو د لویو موټریزو کاروانونو انځورونه او ویډیوګانې خپریږي، چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه د اسلام اباد پر لور روان دي.

د م.م کډوالو ادارې په پاکستان کې له افغان کډوالو غوښتي چې سیاسي فعالیتونو کې برخه وانخلي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۰

په پاکستان کې د عمران خان د پلویانو له خوا د حکومت ضد پراخو لاريونونو له پیلېدو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له افغان کډوالو غوښتي، چې په سیاسي فعالیتونو کې له ګډون ډډه وکړي. دغه سازمان له افغان کډوالو وغوښتل، چې د پاکستان قوانینو او مقرراتو ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د یکشنبې په ورځ (د ليندۍ ۴ مه) د خپل وټساپ له لارې په يوه پیغام کې خبر ورکړی: «یو این ایچ سي آر کډوالو ته یادونه کوي، چې د کوربه هیواد په وړاندې له سیاسي فعالیتونو ډډه وکړي.»

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د لاریونونو پر مهال عامه شتمنیو ته د زیان رسولو په ګډون ځینې سیاسي فعالیتونه جرمي عمل ګڼل کېدای شي.

د دغه سازمان په پیغام کې راغلي، چې دا ډول کړنې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو پر عامه افکارو منفي او مستقیم اغېز لرلی شي.

ملګرو ملتونو په پاکستان کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې د خپل ځان او کورنۍ د خوندي ساتلو لپاره دې له «نامناسب» چلنده ډډه وکړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف ګوند د زنداني شوي مشر عمران خان د پلویانو له خوا د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي دي.

عمران خان په هیواد کې دننه او بهر له خپلو پلویانو غوښتي، چې د یکشنبې په ورځ په دغو لاریونونو کې برخه واخلي.

تر دې مخکې د پاکستان د ترهګرۍ ضد مرکز خبرداری ورکړی و، چې ښايي د تحریک انصاف د پلویانو غونډې د «ترهګریزو» بریدونو له لارې په نښه شي.

پاکستاني طالبانو شمالي وزیرستان کې دوه تنه د جاسوسۍ په تور وژلي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۷ GMT+۰

پاکستاني طالبانو د شمالي وزیرستان په پلاسین سیمه کې دوه تنه ځوانان د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي.دغه پېښه د پلاسین په عزیزخېل سیمه کې شوې ده.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دواړه کسان د وزیرو له قبیلې سره تړاو لري او د حافظ ګل بهادر جنګیالیو ترې سرونه پرې کړي دي.

ددې پېښې ویډیو افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ده، چې خورا بوږنوونکې صحنې لري.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کیږي، چې دوه ورځې وړاندې په کورمه ولسوالۍ کې د شیعه- سني شخړو په پایله کې د بګن سیمې د یوه سیمه ییز ملا سر هم مخالفې ډلې پرې کړی او د پولیسو د پوستې پر سر یې د نندارې لپاره ایښی و.

راتلونکې اونۍ په مشهد کې د ايکو غړو هېوادونو غونډه کېږي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۶ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په راتلونکې اونۍ کې په مشهد کې د اقتصادی همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د ۲۸مې غونډې د جوړېدو خبر ورکوي. د ايران، پاکستان، افغانستان او ترکيې په ګډون لس هېوادونه د دغه سيمه ييز اقتصادي سازمان غړيتوب لري.

اسماعیل بقايي وویل، وزیران او د ايکو لوړپوړي چارواکي به په دې ناسته کې ګډون وکړي.

بقايي زياته کړه چې د ایکو د غړو هېوادونو وزیران او لوړ پوړي چارواکي، د دغه سازمان د متخصصو سیمه ییزو سازمانونو مدیران او په دې مهمه سیمه ییزه غونډه کې د یو شمېر څو اړخیزو اقتصادي سازمانونو عمومي منشيان ګډون کوي.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند ایکو د مخ پر ودې هیوادونو ترمنځ د سیمه يیزو اقتصادي همکاريو تر ټولو پخوانی تړون وباله چې د سیمه يیزو همکاریو او اقتصادي پراختیا هڅونه یې د اجنډا په سر کې ده.

هغه وویل ایران به په روان کال کې د دې ناستي مشري پر غاړه ولري.

ايکو یو دولتي سیمه يیز سازمان دی، چې په ۱۹۸۵ کال کې د ایران، پاکستان او ترکیې له خوا د غړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او فرهنګي همکاریو د پراختیا په موخه جوړ شو.

په ۱۹۹۲ کال کې ایکو سازمان اووه نوي غړي ومنل، چې افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان پکې شامل دي.