شهباز شریف: څوک چې پاکستان ته زیان رسوي لاسونه یې پرې ماتوو

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په اسلام اباد کې د وروستیو ناخوالو په غبرګون وایي: «څوک چې پاکستان ته زیان رسوي لاسونه یې پرې ماتوو.» نوموړي د چهارشنبې په ورځ د کابینې په ناسته کې زیاته کړه، چې په سیاست کې هېڅ ډول فتنې ته ځای نه شته.