د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د روانو نښتو د تلفاتو شمېر ۹۹ کسانو ته ورسېد

د پاکستان پولیس د سې شنبه په ورځ وویل، چې د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د روانو نښتو د تلفاتو شمېر ۹۹ کسانو ته رسېدلی دی.

د پاکستان پولیس د سې شنبه په ورځ وویل، چې د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د روانو نښتو د تلفاتو شمېر ۹۹ کسانو ته رسېدلی دی.
پولیسو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د قبایلو ترمنځ د تېرې شپې په نښتو کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
دغه نښتې په یاده ولسوالۍ کې تر هغه وروسته پیل شوې دي، چې تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ د شیعه مذهبو په موټریز کاروان چې له پاړه چناره پېښور ته په لاره و، وسلهوال برید وشو.په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان ووژل شول او شاوخوا همدومره نور ټپیان شوي دي.د پاکستان یوه امنیتي چارواکي جیو نیوز ته ویلي: «نښتې په کابو درېیو سیمو کې روانې دي.»نوموړي زیاته کړه: «د یرغمل شویو کسانو او د جسدونو د تبادلې پر سر د پام وړ اختلافونه شته.»سرچینې همداراز ویلي، چې اوسمهال د اتو ښځو په ګډون ۱۸ تنه یرغمل شوي دي.ویل کېږي، په هغو سیمو کې چې اوسمهال نښتې روانې دي له پنځو ورځو راهیسې روزنیز مرکزونه بند شوي دي.د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پېښور - پاړه چنار ترمنځ ټولې لارې له شپږو ورځو را په دېخوا بندې دي.د جیو نیوز په خبره: له افغانستان سره سوداګري هم د لارو د بندېدو له امله ځنډېدلې ده.کورمه ولسوالۍ چې شیعه مېشته سیمه ده، وخت ناوخته په کې قومي جګړې رامنځته کېږي.کارپوهان وایي، چې په پښتونخوا کې د روانې ترهګرۍ تر شا نړۍوال قدرتونه او د هغوی ملاتړ کوونکي دي.د دوی په خبره، په پاړه چنار کې هڅې روانې دي، چې تاوتریخوالي په مذهبي او فرقه یي جنګ بدل کړي.