طالبان: له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه په یوه ورځ له ۱۷۰ څخه ډېرې کورنۍ راستنې شوې

له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنېدو په دوام د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وايي، تېره ورځ له پاکستان او ایرانه ۱۷۴ کورنۍ راستنې شوې دي.

له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنېدو په دوام د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وايي، تېره ورځ له پاکستان او ایرانه ۱۷۴ کورنۍ راستنې شوې دي.
دغه اژانس د پنجشنبې په ورځ د (لېندۍ ۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۱۷ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې او ۵ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستانه او ۶۰ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله او ۹۲ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې له ایرانه راستنې شوې دي.
باختر د طالبانو د کډوالو وزارت په حواله لیکلي، چې ۱۷۰ تازه راستو شویو کډوالو سره د لومړنیو مرستو تر څنګ، یو شمېر کورنۍ یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدولې دي.
طالبانو ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یوازې د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۲۷ کورنۍ له پاکستانه هېواد ته ستنې شوې دي.
بل خوا تېره ورځ ایراني چارواکو ویلي، چې د روان کال تر پایه به له دو مېلیونو ډېر بې اسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته ولېږي.
په مشهد کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د استازي د دفتر مشر ویلي، چې دمګړی په ایران کې له دوو څخه تر دوه نیم مېلیونو پورې افغان کډوال د اوسېدو له اسنادو پرته ژوند کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، که دغه افغان کډوال په خپله خوښه له ایرانه ونه وځي، په زور به له هغه هېواده و اېستل شي.

د متحده ایالاتو عمومي مفتش په یوه راپور کې لیکلي، چې د وسله والو مخالفینو بریدونه د طالبانو لپاره جدي ګواښ نه دي او دغه ډله توانېدلې، چې په افغانستان کې خپله پوځي او امنیتي واکمني وساتي.
هغه وړاندوینه کړې، چې طالبان د دې توانایي لري چې د یوه کال نور لپاره هم دغه واکمني وساتي.
د متحده ایالاتو عمومي مفتش د امریکا کانګرس ته په یوه راپور کې د جولای څخه تر سپټمبر میاشتو پورې د افغانستان وضعیت ارزولی دی.
دا راپور د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ په ۵مه) خپور شو.
همداراز په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې د ازادۍ او د مقاومت جبهو له بریدونو سره - ره بیا هم دغه جبهې طالبانو ته جدی ګواښ نه دي رامنځته کړي.
د عمومي مفتش د راپور له مخې، داعش خراسان توانېدلی چې له پولو بهر خپل ګواښونه زیات کړي او په سیمه ییز او نړۍوال ګواښ بدل شي.
په دغه راپور کې له داعش خراسان سره د مقابلې لپاره د طالبانو د وړتیا په اړه شک څرګند شوی دی.
د متحده ایالاتو د مفتش د راپور له مخې، داعش خراسان شاوخوا دوه زره ځواکونه لري او د طالبانو له فشارونو سره - سره دغه ډله خپل نفوذ او قوت پراخوي.
د متحده ایالاتو مفتش راپور ورکړی، چې القاعده په افغانستان کې پرته له دې چې پام ځانته جلب کړي، خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا له وتلو وروسته د طالبانو مشرانو احتمالاً پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۰ کال څخه وروسته له امریکا سره په دوحه کې د سولې هوکړه لیک تعقیب کړي او القاعدې ته د فرامرزي بریدونو اجازه ور نه کړي.
په راپور کې راغلي، چې په دې وروستیو کې د القاعدې ځینو مهمو څېرو افغانستان ته سفر کړی، چې ممکن دا د روزنې، استخدام او بیا تنظیم کولو فعالیتونو نښه وي.
راپور د القاعدې او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د همکارۍ په اړه هم اندېښنې څرګندې کړي دي.
د دغه راپور له مخې، دا همکاري کولای شي له سیمې بهر ګواښ رامنځته کړي.
د متحده ایالاتو د مفتش په راپور کې راغلي، چې القاعده له طالبانو سره په خپلو اړیکو کې له "ستراتیژیک صبر" څخه کار اخیستی دی.
د راپور له مخې، امریکا د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره پر طالبانو فشار ته دوام ورکوي او تر هغو به له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي، څو چې دغه حقوق نه وي تامین شوي.
په راپور کې راغلي: «که څه هم طالبان د نړۍوالو نیوکو سره حساس دي، خو د نړۍوالو تر فشار لاندې د خپلو کورنیو سیاستونو د بدلولو لپاره د لېوالتیا نښې نه لیدل کېږي.»
د عمومي مفتش د راپور له مخې، د سیمې هېوادونه د افغانستان وضعیت ته اندېښمن دي.
له طالبانو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو په ساتلو سره - سره دغه هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون له پراخېدو اندیښمن دي.
د سیمې هېوادونو له طالبانو غوښتي، چې له ترهګرو ډلو سره په کلکه مبارزه وکړي.
د متحده ایالاتو عمومي مفتش د هېواد د امنیتي او دفاعي عملیاتو په اړه د څار د راپورونو او ارزونو د همغږي کونکي په توګه دنده ترسره کوي.
یوه ورځ وروسته له هغه چې طالبانو د ایران د نوي سفیر هرکلی وکړ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې علي رضا بېکدلي په کابل کې د ایران د سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
بېکدلي د کاظمي قُمي ځای ناستی دی، چې په کابل کې "د ولسمشر ځانګړی استازی او د ایران د سیاسي نمایندګۍ مشر" دی.
ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د کاظمي قُمي له بدلولو سره یې د ولسمشر ځانګړي استازي پوست هم حذف کړی دی.
ښاغلي قُمي چې په پیل کې یې ځان په کابل کې د ایران د سفارت د مشر په توګه معرفي کړ، د وخت په تېریدو سره یې دغه لقب د سفارت سرپرست یا شارژدافیر د مشر په توګه بدل کړ، چې د سفیر په نسبت ټیټ مقام دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ښاغلي کاظمي قُمي او بېکدلي ته په کابل کې د ایران د سفیر په توګه خطاب کاوه.
متقي له قُمی سره د خدای پامانۍ په لیدنه کې وویل: «چمتو دی چې د ایران له نوي سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره کار وکړي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د سې شنبه په ورځ د ایران د نوي استازي د ټاکلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې بېکدلي په کابل کې زموږ د هېواد د سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
له دې وړاندې بېکدلي د ترکیې په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د سفارت تجربه لري.
نوموړی کابل ته تر لېږلو مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ او پارلماني چارو پخوانی مرستیال و.
د پاکستان او امریکا په څېر ایران هم د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي پوسټ حذف کړ، چې د کتونکو په وینا د ایران او طالبانو ترمنځ د رسمي اړیکو د کچې د کمېدو په معنا دی.
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر وایي، چې کابل ته د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو سفر ډېر با ارزښته دی.
عبدالکریم خُرم د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ ۶مه) پر اېکس پاڼې کاږلي: «که د دې مذاکراتو له محتوا چې زه ورته لاسرسی نه لرم تېر شو، کابل ته د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو سفر ډېر با ارښته دی.»
ښاغلي خُرم په اوسنۍ نړۍ کې چې له ناورین او جګړې ډکه ده، افغانستان ته د روسیې لېوالتیا مهم ګڼلی.
خُرم زیاته کړه: «په نننۍ نړۍ کې چې له جګړې او کړکېچ څخه ډکه او څو قطبې کېدو پر لور روانه ده، له افغانستان سره په دې کچه د روسیې لېوالتیا مهمه ده.»
عبدالکریم خُرم دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو په مشرۍ یو پلاوی کابل کې دی او له طالب چارواکو سره لیدنې کوي.
هغه وایي: «افغانستان د ختيځ او لوېديځ تر منځ د سختې مقابلې ډګر ګرځېدلی شي، که څه هم له دې ځایه کولی شي ترمنځ یې همکاري رامنځ ته شي، دا په دې پورې اړه لري، چې د روسانو د ارو-اسیایي بدلون ريښه تر کومه ځايه نيولې ده!؟»
خُرم زیاتوي، چې د نړۍوال سازمانونو او یو شمېر لوېدیځو ډیپلوماتانو د وینا برخلاف د افغانستان جیوستراتیژیک اهمیت دومره ډېر دی، چې هېڅکله هم له پامه نه دی غورځول شوی.
ښاغلي شویګو تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې هم وویل، چې په افغانستان کې امن او ټیکاو د سیمې د هوساینې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف له طالبانو سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې مسکو تر اوسه د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د ایستلو پرېکړه نه ده کړې. د سه شنبې په ورځ د روسیې یو شمېر سناتورانو او ددوما غړو ددغه هېواد پارلمان ته په دې اړه یوه لایحه وړاندې کړه.
د کرملین ویاند ویلي چې د ترهګرو له نوملړه د طالبانو د ایستلو په اړه د روسیې د پرېکړې جزئیات به له نهايي کېدو وروسته اعلان شي.
دیمیتري پسکوف د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل، چې مسکو له طالبانو سره اړیکې ساتلې دي.
د ولادیمیر پوتین ویاند وویل، «دا ډېره مهمه ده چې د افغانستان له مشرتابه او هغو ځواکونو سره چې په دې هېواد کې په واک کې دي، اړیکې ټینګې کړي، په تېره بیا دا چې دغه هېواد په یوه ګاونډۍ سیمه کې پروت دی.»
له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرې رودینکو ویلي و، چې د روسیې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو نوم ایستل ښايي په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه په اقتصادي مسایلو کې د خبرو اترو لپاره یو ګام وي، خو د طالبانو په رسمیت پېژندلو خبرې لا وختي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرګي شویګو په حواله ویلي چې د روسیې د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د نوم ایستلو بهیر وروستي پړاو ته رسیدلی دی.
د سه شنبې په ورځ د روسیې یو شمېر سناتورانو او ددوما غړو ددغه هېواد پارلمان ته یوه لایحه وړاندې کړه، چې په تصویب سره یې د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د طالبانو نوم اېستلو ته لاره پرانېستل کیږي.
انټرفاکس اژانس وايي، دغه لایحه وړاندیز کوي چې یو شمېر ممنوعه سازمانونه چې د روسیې د قوانینو له مخې د ترهګرو په نوملړ کې ځای شوي، د لنډ وخت لپاره د محکمې په حکم لغو (له نوملړه واېستل) شي.
دا کار د لوی څارنوال او د هغه د مرستیال په غوښتنه هغه مهال کېدای شي چې ثابت شي یادو ډلو له ترهګریزو کړو وړو سره مخه ښه کړې ده.
انټرفاکس وايي، چې دمګړۍ د روسیې په قوانینو کې د ممنوعه سازمانونو لنډمهالی تعلیق نه دی اټکل شوی او نوې لایحه ددې قانوني تشې د ډکولو هڅه ده.
ددې لایحې په تصویب کېدو سره مسکو کولای شي چې ځینې ممنوعه سازمانونه لکه طالبان په لنډمهالي ډول د ترهګرو او ممنوعه سازمانونو له تور نوملړه وباسي، یا یې د تعلیق په حالت کې راولي.
د روسیې یو شمېر سناتورانو او د دوما استازو یوه نوې لایحه وړاندې کړې، چې له مخې یې یو شمېر ممنوعه ډلې په لنډمهالي ډول د روسیې له تور نوملړه ایستل کېدای شي. روسي قانون پوهان دا ګام داسې مهال اخلي چې یو جګپوړی روسی پلاوی د کابل په سفر بوخت دی.
انټرفاکس اژانس وايي، دغه لایحه وړاندیز کوي چې یو شمېر ممنوعه سازمانونه چې د روسیې د قوانینو له مخې د ترهګرو په نوملړ کې ځای شوي، د لنډ وخت لپاره د محکمې په حکم لغو (له نوملړه واېستل) شي.
دا کار د لوی څارنوال او د هغه د مرستیال په غوښتنه هغه مهال کېدای شي چې ثابت شي یادو ډلو له ترهګریزو کړو وړو سره مخه ښه کړې ده.
روسي قانون پوهان او د دوما غړي دا ګام په داسې حال کې اخلي چې یو جګپوړی روسی پلاوی د کابل په سفر بوخت دی او ژمنه یې کړې چې مسکو طالبان د ترهګرو له نوملړه باسي.
انټرفاکس وايي، چې دمګړۍ د روسیې په قوانینو کې د ممنوعه سازمانونو لنډمهالی تعلیق نه دی اټکل شوی او نوې لایحه ددې قانوني تشې د ډکولو هڅه ده.
ددې لایحې په تصویب کېدو سره مسکو کولای شي چې ځینې ممنوعه سازمانونه لکه طالبان په لنډمهالي ډول د ترهګرو او ممنوعه سازمانونو له تور نوملړه وباسي، یا یې د تعلیق په حالت کې راولي.